طالبان: نړۍواله محکمه باید پر افغانستان د پاکستان د برید عاملین محاکمه کړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر وايي چې نړۍواله محکمه باید پر افغانستان د پاکستان د برید عاملین محاکمه کړي. نوموړي ویلي چې پاکستان د دوی سره د مخامخ جګړې توان نلري او ملکي خلک په نښه کوي.
عبدالرحمان منیر وايي چې د معتادینو د درملنې په دې روغتون کې تر ۱۲سوه زیات کسان د تداوی لپاره ساتل کېدل. نوموړي ویلي چې په دې برید کې ټول ملکي کسان په نښه شوي او هیڅ نظامي کس نه شته.
منیر له نړۍوالې محکمې غوښتنه کړې چې د برید کوونکو سره دي د «نړۍوالو، بشري او اسلامي اصولو» له مخې چلند وکړي او مجازات دي شي.
منیر زیاته کړې: «د پاکستاني پوځ ولسي خلک تر هدف لاندې راوستل، پاکستان له طالبانو سره مخامخ مقاومت توان نه لري او دغه وحشیانه، ظالمانه او بې رحمانه کردار یې تر سره کړ او ولسي خلک یې په نښه کړه.»
د هغه په خبره چې په سیمه کې د ژغورنې ډله بوخته او د یو شمېر کسانو جسدونه سوځېدلي او تر خاور لاندې دي.
خو د یاد بریدو په تړاو د پاکستان حکومت ویلي چې د کابل کې یې روغتون نه بلکې د وسلو زیرمې او د هغه وسله والو کمپ په نښه کړی چې د پاکستان پر خلاف جګړه کوي.
