د راپورونو له مخې، د افغانستان پر پلازمینه کابل، ختیځو، سویلي او یو شمېر نورو ولایتونو د پاکستان له لوري د هوايي او توپچي بریدونو پرله پسې شل ورځې اوړي چې له کبله یې درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.
د راپورونو له مخې چې په دې بریدونو کې په سلګونه ملکي کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.
څو ورځي وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي و چې په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې ۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپيان دي، خو د ملکي تلفاتو دغه شمېر په روانه اونۍ کې په بې سارې ډول لوړ شو.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي، چې د دوشنبې په شپه د امید په نوم د معتادینو د درملنې ۲زره بستریز روغتون باندې د پاکستان په وروستي برید کې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰۰ ته رسېدلی دی او په همدې شمېر نور ټپيان دي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو د معلوماتو له مخې، چې پر یاد روغتون تر برید وروسته لا هم ډېرې کسان تر خاورو لاندې او یو شمېر سوځول شوي چې جسدونه یې د پېژندلو نه دي. طالبانو په سیمه کې د ژغورلو عملیات هم پيل کړې دي.
له دې برید وروسته د پخواني جمهوري نظام چارواکو، سیاسیونو، مېرمنو، کرېکټ لوبغاړو او ګڼو افغانانو دغه بریدونه وغندل او دا یې د نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې یاد کړه.
پر ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو دا ډول بریدونه د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض ګڼلی.
خو تر اوسه د طالبانو د حکومت تر ټولو لوړپوړو مشرانو، په ځانګړي ډول د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده، رییس الوزرا ملا محمد حسن، د کورنیو او دفاع وزیرانو او د کابینې ډېری غړو په دې اړه کوم واضح او رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دا چوپتیا په ټولنیزو رسنیو او عامه بحثونو کې د خلکو د نیوکو سبب شوې ده.
یو شمېر فعالان او شنونکي وایي چې د حکومت چوپتیا د خلکو اندېښنې زیاتوي. د دوی په باور، طالبان باید د هېواد د حاکمیت د ساتنې لپاره روښانه دریځ ونیسي او له پاکستان سره د دې بریدونو د ستونزو په اړه جدي دریځ ښکاره کړي.
پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک او اېکس پاڼو ځینو افغانانو په ټینګار سره دا د طالب واکمنو مسولیت یاد کړی تر څو د افغانستان د خاورې د دفاع لپاره واضح دریځ او عملي اقدامات وکړي. هغوی وایي چې که د دې ډول پېښو په اړه رسمي وضاحت ورنه کړل شي، نو دا کار به د خلکو او حکومت ترمنځ د باور واټن زیات کړي.
احمد ولي په نوم یو کس پر فېسبوک لیکلي: «که حکومت غبرګون ونه ښيي، دا د ولس بېاحترامي ده».
مریم صافۍ بیا ویلي: «هره ورځ خلک وژل کېږي، خو چارواکي چوپ دي، دا د منلو نه ده.»
فریدالله بارکزی په ټیلیګرام کې لیکلي دي: «خلک د حکومت او مشرانو له چوپتیا سخت ناهیلي شوي دي.»
په اېکس پاڼه او ټیکاک کې هم یو شمېر نورو افغان فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو به بحثونو کې هم پر ورته موضوع خبرې کړې. د حسیب ځواک په نوم یو فعال په یو بحث کې د افغانستان پر پخوانیو یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او اوسنیو یو شمېر مشرانو پر چوپتیا نیوکې کړې دي. ګڼو دغو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې د ولسي پاڅون غوښتنه کړې.
د پاکستان حکومتي چارواکي په پرله پسې توګه پر افغانستان د بریدونو وروسته وايي چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي یې په نښه کړي، چې د سیمې له انځورونو، ویډوګانو او معلوماتو سره توپير لري.
باور دادی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې ترینګلتیا دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیچلې کوي. عام خلک ټینګار کوي چې د ستونزو د حل یوازینۍ لاره د ډېپلوماېیکو خبرو او واضح دریځ نیول دي.
په ورته وخت کې، افغانان هیله لري چې طالب مشران به د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره واضح او مسولانه دریځ غوره کړي او د همدې ترینګتیا د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
خو افغانان لا هم د طالب مشرانو د چوپتیا ماتېدو ته په تمه دي.