طالبانو له ایران څخه وغوښتل چې د سیمې پر هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سېشنبې په ورځ په کابل کې له بهرنیو ډیپلوماټانو سره په یوه ناسته کې له ایران څخه وغوښتل، چې د سیمې پر هېوادونو له بریدونو ډډه وکړي.
نوموړي وویل، چې ایران باید د هغو هېوادونو له په نښه کولو ډډه وکړي چې په جګړه کې ښکېل نه دي او په منځني ختیځ کې دې د جګړې لمن نه پراخوي. متقي زیاته کړه، چې له دا ډول اقداماتو ډډه کولای شي د هغه څه مخه ونیسي چې ده "د سیمې د بې ثباته کولو دسیسه" وبلله. هغه همداراز پر ایران د اسراییل او متحده ایالاتو د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو له پیل راهیسې دغه هېواد متحده عربي امارات، سعودي عربستان، قطر، بحرین، کویټ او عراق په نښه کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې، یاد هېوادونه له یوه لوی او بېساري کړکېچ سره مخ شوي دي. ایران ادعا کوي، چې امریکا له دغو هېوادونو څخه د دوی پر خاوره بریدونه کوي، خو یاد هېوادونه بیا وایي چې اجازه نه ورکوي خاوره یې د ایران پر ضد وکارول شي او پر ایران یې د تېلو د تاسیساتو په څېر د ملکي بنسټونو د په نښه کولو له امله نیوکه کړې ده. ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سېشنبې په ورځ په یوه پیغام کې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د طالبانو د ادارې د ملاتړ مننه کړې ده. نوموړي پر خپلې اېکسپاڼه لیکلي: «له زړه څخه د افغانستان له حکومت او خلکو منندوی یم چې د امریکا او اسراییلي رژیم تېری یې وغانده او د ایران له ملت او دولت سره یې خپله خواخوږي او ملاتړ وښود». د یادولو وړ ده، چې ایران او طالبان پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.