د اسراییل او امریکا په بریدونو کې د ایران تر ۵ زرو ډېر امنیتي او نظامي ځواکونه وژل شوي دي

ایران انټرنشنل ته رسېدلي راپورونه ښيي، چې له اسراییل او امریکا سره د ایران په روانه جګړه کې تر دې دمه د ایران لږ تر لږه پنځه زره امنیتي او نظامي ځواکونه وژل شوي او تر ۱۵ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي جمهوریت چارواکو او د دې هېواد کورنیو رسنیو تر اوسه په دې اړه هیڅ رسمي ارقام نه دي خپاره کړي.
ایران انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو لهمخې، د دې ځواکونو یوه لویه برخه د توغندیو او ډرون الوتکو پر واحدونو د اسراییل او امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
همداراز، ایران انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي چې د نظامي او امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کچې پټ ساتلو په موخه د وژل شویو کسانو د جنازې او ښخولو د عامه مراسمو مخه نیول کېږي او کورنیو ته یې ویل شوي، چې د فاتحې او غمرازۍ مراسم د اوس لپاره په خصوصي او کورنۍ بڼه ترسره کړي.
