• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د پاکستان هوايي برید د یو شمېر قربانیانو مړي په ډله ییز ډول خاورو ته سپاري

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

طالبان وايي، چې د کابل د روږدو درملنې پر روغتون د پاکستان د برید د ځینو هغو قربانیانو مړي، چې د پېژندلو وړ نه دي، په ډله ییز ډول په سرای شمالي کې خاورو ته سپاري. له سیمې نه ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي چې د قبر اېستلو چارې روانې دي.

طالبانو تراوسه ددغو مړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې د مړو هویت د پېژندل کېدو وړ نه و.

طالب چارواکو ویلي، چې د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي د هغوی کورنیو ولایتونو ته لیږدولي او د شاوخوا سل نورو کسانو مړي چې د کابل اړوند دي، په کابل کې د هغوی کورنیو ته سپارل کیږي.

د طالبانو ویندویانو اعلان کړی، چې د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او له ۲۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونونو دفتر او نورو نړیوالو سازمانونو د پېښې په تړاو د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه یوناما او نورو نړیوالو ادارو ددغې پېښې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د هبت الله اخوندزاده په حکم د کوچني اختر په مناسبت ۴۵۰۰ بندیان خوشې شوي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د کوچني اختر په مناسبت د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ له زندانونو څخه نږدې لس زره بندیان خوشې شوي یا یې د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی. په دغه شمېر کې ۴۵۹۶ تنه خوشي شوي او د ۴۴۰۷ تنو د بند سزا کمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د هبت الله اخوندزاده د (۴۴۱۴) شمېرې حکم له مخې پلې شوې ده.

اعلامیه وايي، چې دغه بهیر د طالبانو د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په لارښوونه، د یوې ځانګړې کړنلار له مخې پلی شوی دی.

یاده محکمه وايي، چې په ټولیز ډول ۹۰۰۳ تنه مستحق بندیان له زندانونو ازاد شوي یا یې د سزا موده کمه شوې ده.

له دې ډلې ۴۵۹۶ تنه هغه بندیان دي چې بشپړه بښنه ورته شوې او خوشې شوي دي او ۴۴۰۷ تنو نورو بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د بندیانو د ارزونې او خوشې کېدو لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی و چې مشري یې د دې ډلې د سترې محکمې د قضایي تفتیش عمومي رییس کوله.

طالبانو ۶ ولایتونو کې لسګونه سوداګریز مارکېټونه له «اسلامي قوانینو د سرغړونې» له امله تړلي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزارت اعلان کړی، د دوی محتسبانو د بیو د کنټرول د ګزمو پرمهال لسګونه هټۍ او سوداګریز مارکېټونه له «اسلامي اصولو او احکامو د سرغړونې» له امله تړلي دي. دغه هټۍ او مارکېټونه په کابل، پروان، زابل، جوزجان، بادغیس او بغلان ولایتونو کې مهرولاک شوي دي.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محتسبانو په دغه ولایتونو کې د توکو د بیو د کنټرول ترڅنګ د احتکار، د مودې تېرو توکو د پلور او «د سوداګرۍ په برخه کې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې کړنو» مخه هم نیولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې محتسبانو په بازارونو کې د بیو د «ناقانونه لوړوالي» څارنه هم کړې ده. دغه وزارت ویلي، چې د تړل شویو هټیو او مارکېټونو څښتنان او مسوولین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.

د دوی په خبره؛ محتسبانو شاوخوا دوه ټنه «بې‌کیفیته او تاریخ‌ تېر خوراکي توکي» راټول او له‌منځه وړي دي. طالبانو د هېواد په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره نرخنامه هم جوړه کړې.

د یادې ډلې محتسبان د خلکو د عقایدو، چلند او کړنو د څار ترڅنګ د بیو د کنټرول او څار مسوولیت هم لري. دوی په تېرو ورځو کې هم په ځینو ښارونو کې یوشمېر کاروبارونه او مارکېټونه د توکو د لوړو بیو له امله تړلي وو.

د راپورونو له مخې؛ له پاکستان سره د افغانستان د لارو د څه باندې شپږو میاشتو تړل پاتې کېدو وروسته په هېواد کې د ځینو وارداتي توکو بیې خورا لوړې شوې دي. سوداګرو ویلي، چې طالبان غواړي د زور او فشار له لارې د وارداتي توکو بیې کنټرول کړي.

انځوریز راپور؛ په کندهار کې د اختر پر چمتووالي د بې‌وزلۍ غوړېدلی سیوری

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د اختر په درشل کې که څه هم په کندهار کې بازارونه د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک دي او ګڼ شمېر خلک د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره له کورونو راوتلي دي؛ خو په بازار کې پلورونکي وايي، له دغه ګڼې ګوڼې سره، سره د اختر پر چمتووالي د بې‌وزلۍ سیوری غوړېدلی.

د کندهار له بېلابېلو بازارونو څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د اختر د چمتووالي انځورونه لېږلي. سرچینو د ناامنۍ وېرې، د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې او د کندهار په بازارونو کې د توکو په پېرلو کې د خلکو پراخې بې‌وزلۍ او کمزوري اقتصادي‌ وضعیت ته اشارې کړې ده.

شېرمحمد چې د کندهار په هرات بازار کې وچه مېوه پلوري‌ وايي، بازارونه تر پخوا ساړه دي او خلک یوازې د اړتیا وړ توکي‌ پېري: «سودا نه کېږي او خلک یوازې ګرځي، نرخونه ګوري، لږه سودا کوي او اکثره بېرته تش لاسونه ستنېږي».

د خلکو په وینا؛ بې‌وزلي، د عوایدو کمښت او د کار نشتوالی هغه څه دي چې د اختر پر چمتووالي یې سیوری غوړولی دی. د بوټونو یو سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي‌ وايي، د وروستۍ ناامنۍ وېرې هم د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کړی او دغه وضعیت د سوداګرۍ پر بهیر منفي اغېز لري.

ناوړه اقتصادي وضعیت، امنیتي اندېښنې او په بې‌سارې توګه د کډوالۍ دوام هغه ستونزې او اندېښنې دي، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي. له دغه ټولو ناخوالو سره - سره بیا هم د اختر نمانځل افغانانو ته تر نورو ټولو مراسمو خورا مهم وي او په پراخه توګه یې نمانځي.

کندهار ښار په انځورونو کې

100%

کندهار هرات بازار خلک د اختر تیاریو لپاره راوتلي

100%

دا د کندهار شهیدانو چوک ته څېرمه د سړک پر غاړه د څپلیو پلورونکی دی. ډېر هغه خلک دلته سودا کوي چې اقتصادي‌ وضعیت یې ښه نه وي؛ ځکه د دې بیې تر مغازو مناسبې وي.

100%

دا د کندهار په هرات بازار کې د وچې مېوې پلورونځي دي، په دې شپو او ورځو کې ډېری خلک د سړکونو پر سر هم وچه مېوه پلوري.

100%

په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې؛ د اختر د شپو او ورځو د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې ۱۰۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه په ښار کې ځای پر ځای کړې. او دا هم د یادې قطعې یوه برخه ده.

100%

چهارسوو د سړکونو پر سر د وچې مېوې او جامو د پلور کراچۍ او هټۍ

100%

د بې‌وزلی نښې: سپين ږېری د سړک پر سر د کورونو زاړه توکي او د ماشومانو استعمال شوي کالي پلوري.

100%

تنکی ځوان په چهارسو کې له یوې رېړۍ څخه ځان ته د اختر لپاره خولۍ خوښوي.

100%

د کندهار په شاه بازار کې د سړک پر سر د وچې مېوې پلورونکي او پېرېدونکي.

100%

د شهیدانو پر چوک یو شمېر خلک ښکاري، چې تر سودا پېرلو وروسته کورونو ته روان دي.

100%

د بې‌وزلۍ نښې: د ښار په یوه څنډه کې یو شمېر خلک د اختر لپاره په تیاریو بوخت دي؛ خو په څو مترۍ کې یې بیا ډېری کسان کړۍ ورځ د کار په لټه د سړک پر غاړه تېروي.

100%

کندهار شهیدان څلور لارې

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه شهباز شریف ته: د افغان خبریالانو د نیولو او اېستلو لړۍ ودروئ

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو ملاتړو دوو نورو بنسټونو سره یوځای په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي، چې په دغه هېواد کې دې د جلاوطنه افغان خبریالانو د نیولو، ځورولو او اېستلو لړۍ ودروي.

دغه ګډ لیک کې چې (د کب په ۲۲مه) نوموړي ته لېږل شوی په‌کې راغلي، هغه افغان خبریالان چې د طالبانو د ګواښونو له امله جلاوطنه شوي؛ اوس په پاکستان کې د اسلام‌اباد او طالبانو د کړکېچ له امله په نښه کېږي.

د دغه لیک له مخې؛ افغانستان ته د دغه خبریالانو اېستل دوی د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې او د نورو جدي زیانونو په ګډون له احتمالي ګواښونو سره مخ کړي دي.

په دغه لیک کې له پاکستان نه غوښتل شوي، چې سملاسي دې د افغان خبریالانو د خپلسرو نیونو، ځورونو او جبري اېستلو لړۍ ودروي او د هغه کسانو لپاره دې د ساتنې لنډمهاله چوکاټ رامنځته کړي، چې درېیمو هېوادونو ته د بیا مېشتېدنې په تمه دي.

د پېښور ستره محکمه: د افغانانو لپاره د اې‌سي‌سي او پي او ار کارتونو د اعتبار موده ختمه شوې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۰

د پېښور سترې محکمې د شاوخوا هغه ۵۰ افغانانو د ضمانت غوښتنه رد کړې، چې په پاکستان کې د «ناقانونه» اوسېدو په تور نیول شوي‌ وو. دغه محکمې ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو لپاره د (پي او ار) او (اې‌سي‌سي) کارټونه نور اعتبار نه‌لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د یادې محکمې قاضي په دې اړه په خپله اعلان شوې پرېکړه کې ویلي: «دا یوه منل شوې خبره ده، د نیولو پرمهال دغه کسانو له ځان سره هېڅ ډول معتبر اسناد نه‌لرل چې په پاکستان کې دوی ته د اوسېدو اجازه ورکړي؛ بلکې په هېواد کې د هغوی پاتې کېدل ناقانونه شوي وو».

د قاضي په خبره؛ دغه قانوني بندیز په داسې مسلو کې د ضمانت د رعایت ورکولو په وړاندې نور هم سخت دی. خو عریضه کوونکي بیا وایي، چې د نیول شویو ۵۰ کسانو اوسېدل ناقانونه نه وو.

ډان ورځپاڼې بیا د پېښور د قاضي په حواله لیکلي، چې د دغه کارتونو د اعتبار مودې ختمېدو په اړه یې ټولو کډوالو ته د ۲۰۲۵کال په نیمايي خبر ورکړی و. له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی.

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.