د نذیر پکتیاوال کورنۍ د امریکا حکومت د هغه د مړینې مسوول بولي

د یوه افغان سرتېري کورنۍ، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې مړ شوی، وایي، هغه د امریکايي خلکو لپاره یو اتل و او د امریکا حکومت یې «د مرګ مسوول» دی.

د یوه افغان سرتېري کورنۍ، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې مړ شوی، وایي، هغه د امریکايي خلکو لپاره یو اتل و او د امریکا حکومت یې «د مرګ مسوول» دی.
د ۴۱ کلن محمد نذیر پکتیاوال د مړینې اعلان یوازې ۲۴ ساعته وروسته له هغه و شو چې د جمعې په سهار د کډوالۍ مامورینو له خوا ونیول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، امریکا ته تللی و.
پکتیاوال د تکزاس په ریچارډسن ښار کې اوسېده او د خپلې پناه غوښتنې د دوسیې تر پرېکړې پورې یې د نانوای په توګه کار کاوه. نوموړی ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د بېولو پرمهال نیول شوی و.
چارواکو ویلي چې هغه د خوراکي مرستو (سنپ) پروګرام کې د درغلۍ په تور نیول شوی و. د څارنوالۍ دفتر په وینا، د هغه پر وړاندې د درغلۍ دوه او د غلا یوه قضیه ثبت شوې وه، خو لا تر اوسه محکمې ته نه وې وړاندې شوې.
هغه د شپږو ماشومانو پلار و، چې تر ټولو کوچنی یې یوازې ۱۸ میاشتینی دی. نذیرد شنبې په ورځ د دالاس په پارکلنډ روغتون کې مړ اعلان شو، خو د مړینې کره لامل یې لا هم نه دی روښانه شوی.
کورنۍ یې وايي چې هغه له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد شکایت درلود. د هغه ورور وویل چې پکتیاوال په ټیلیفون کې ډېر وېرېدلی او وارخطا و او نه پوهېده چې ولې نیول شوی او چېرته به وړل کېږي.
چارواکو ویلي چې هغه روغتون ته انتقال شو او د ژبې پړسوب یې درلود، خو د ژغورنې هڅو سره سره مړ شو. کورنۍ یې ادعا کوي چې ورسره ناوړه چلند شوی او اړین درمل ترې منع شوي وو.
د امریکا د کورني امنیت وزارت هغه «غیرقانوني کډوال» بللی، خو کورنۍ یې دا ادعاوې ردوي او وايي چې نوموړي له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
د انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، د کورنۍ په وینا یې، پکتیاوال نږدې لس کاله د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه او وروسته د رسمي ایستلو پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. هغه د پناه غوښتنه کړې وه، د کار اجازه یې لرله او یو ماشوم یې د امریکا تابعیت لري.
د افغان کډوالو ملاتړې ډلې دا پېښه “ډېره غیرمعمولي” بللې او له حکومت څخه یې د بشپړ وضاحت غوښتنه کړې ده.