• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د شهرارا تاریخي برج د بیارغونې چارې به نږدې راتلونکې کې پیل شي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي ویلي، دغه وزارت ژمن دی چې په نږدې راتلونکې کې د شهرارا برج د بیارغونې چارې د همکارو بنسټونو په همغږۍ پیل کړي؛ ترڅو دغه تاریخي اثر د له‌منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل شي.

هغه ویلي:« تخنیکي ټیم د برج اوسنی وضعیت وڅېړه او د بیارغونې لپاره یې اړینې تخنیکي ارزونې ترسره کړې، چې پر بنسټ به یې د بیارغونې چارې په معیاري ډول پر مخ یووړل شي». نوموړي دغه څرګندونې د یوه تخنیکي پلاوي او اغاخان فرهنګي بنسټ د مسوول او کاري ټیم په ملتیا د شهرارا تاریخي برج څخه د لېدنې پرمهال کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه برج تر څنګ به په نږدې ورځو کې د دوست محمد خان عالي لېسې او مرنجان غونډۍ کې د سلطان طلایي مقبرې د بیارغونې چارې هم پیل شي؛ ترڅو یاد تاریخي او ښوونیز اثار خوندي او ورغول شي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۰
روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ افغانان خوشې شوي دي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه څاري

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۰
د ګډ امنیتي تړون سازمان وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه څاري
100%

د ګډ امنیتي تړون سازمان ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو اړوند پرمختګونه له نږدې څاري. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې د وضعیت لا کړکېچنېدل امنیتي ګواښ رامنځته کوي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ به د کړکېچ د حل لپاره ژر تر ژره «معناداره» خبرې اترې پیل شي. ګډ امنیتي تړون سازمان یوه سیمه‌ییزه پوځي-امنیتي ډله ده. روسیه، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د دغه پوځي-امنیتي سازمان غړي هېوادونه دي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی. نوموړي ویلي، چې روسیه د همدې شخړې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو ده.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي وویل: «د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي په یوې بشپړې جګړې بدل شي».

په سیمه کې د روان کړکېچ په لړ کې؛ له ایران او پاکستان نه ۸۷ کورنۍ افغاستان ته ستنې شوې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۳۵ GMT+۰
په سیمه کې د روان کړکېچ په لړ کې؛ له ایران او پاکستان نه ۸۷ کورنۍ افغاستان ته ستنې شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سې‌شنبې په ورځ (د کب ۲۶مه) ۸۷ کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې د کډوالو سره یې لومړنۍ مرستې هم کړې دي.

د طالبانو دغه کمېسیون د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) ویلي، چې له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۷، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۵۰ او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۴۱ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدولې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، تېره اونۍ ۲۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد عملیات چټک شوي دي. راپورونه ښیي، چې په اسلام‌اباد او نورو لویو او وړو ښارونو کې هره ورځ افغانان نیول کېږي او د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د جبري ستنولو پرځای زندانونو ته لېږدول کېږي.
هم‌مهاله د اټک په بېلابېلو سیمو کې پولیسو داسې بنرونه لګولي، چې د افغان کډوالو د نیولو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۱۰زره کلدارو د انعام ورکولو ژمنه په‌کې شوې ده.

حیات‌الله حیات: پر افغانستان اوسني واکداران باید ژر تر ژره د پاکستان سفير وشړي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۱ GMT+۰
حیات‌الله حیات: پر افغانستان اوسني واکداران باید ژر تر ژره د پاکستان سفير وشړي
100%

د افغانستان د جمهوري نظام د کورنیو چارو پخوانی وزیر حیات‌الله حیات پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه انساني ناورین بللی او زیاته کړې یې ده، چې اوسني واکداران باید ژر تر ژره د پاکستان سفیر وشړي.

حیات‌الله حیات ویلي، چې پاکستان د پخوا په څېر په افغانستان کې د ناامنۍ پروژه مخ ته وړي او له دې یې موخه د جمهوري نظام د پاتو وسلو له‌منځه وړل، د افغانانو ترمنځ سمتي او ژبني نفاق خپرول او د افغانستان کمزوري کول دي.

نوموړي د پاکستان بریدونه د «انساني او اسلامي ارزښتونو» خلاف یاد کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې «اوسني واکداران باید خپلې تګلارې اصلاح کړي، د ولس غږ واوري او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي. د پاکستان سفیر باید ژر تر ژره وشړل شي».

نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان ته باید پیاوړی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي. ښاغلي حیات ویلي، چې د یوې رښتینې لویې جرګې له لارې دې ملي یووالی پياوړی او د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي.

حامد کرزی: پاکستان تل یو کمزوری افغانستان غواړي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۰
حامد کرزی: پاکستان تل یو کمزوری افغانستان غواړي
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له سکای‌نیوز سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې هغه د ښو اړیکو د جوړېدو لپاره شل ځله اسلام‌اباد ته د خپلې واکمنۍ پر مهال سفرونه کړي وو. هغه زیاته کړې، که په کابل هر څوک واکمن وي، نو پاکستان بیا هم ورسره ستونزې جوړوي.

د نوموړي په خبره: «پاکستان تل هڅه کوي چې افغانستان کمزوری وي». د پخواني ولسمشر په وینا، د پاکستان په تګلاره کې د سختدریځۍ ملاتړ او د هغې تقویه کول شامل دي. کرزي وویل: «زما مشوره د پاکستان چارواکو ته دا ده چې په سوله‌ییزه توګه له افغانستان سره مخکې لاړ شي».

پخوانی ولسمشر وایي، پاکستان خپله ترهګري کوي او بیا یې بېرته پړه پر افغانستان اچوي چې دا سمه لاره نه ده. حامد کرزي له سکای‌نیوز سره په دې مرکه کې د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګني په افغانستان کې یې ملکي سیمې نه دي بمبار کړي.

د کرزي په وینا، ده او د کابل ټولو اوسېدونکو سره شواهد شته چې پاکستانۍ الوتکو د دوشنبې په شپه سلګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

هغه د پاکستان دغه بریدونه هم په سختو ټکو وغندل. د افغانستان پخوانی ولسمشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د دوشنبې په شپه پاکستانۍ جېټ الوتکو کابل کې د معتادینو د درملنې یو مرکز بمبار کړ او هلته یې تر ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي ووژل.