• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انځوریز راپور؛ په کندهار کې د اختر پر چمتووالي د بې‌وزلۍ غوړېدلی سیوری

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د اختر په درشل کې که څه هم په کندهار کې بازارونه د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک دي او ګڼ شمېر خلک د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره له کورونو راوتلي دي؛ خو په بازار کې پلورونکي وايي، له دغه ګڼې ګوڼې سره، سره د اختر پر چمتووالي د بې‌وزلۍ سیوری غوړېدلی.

د کندهار له بېلابېلو بازارونو څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د اختر د چمتووالي انځورونه لېږلي. سرچینو د ناامنۍ وېرې، د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې او د کندهار په بازارونو کې د توکو په پېرلو کې د خلکو پراخې بې‌وزلۍ او کمزوري اقتصادي‌ وضعیت ته اشارې کړې ده.

شېرمحمد چې د کندهار په هرات بازار کې وچه مېوه پلوري‌ وايي، بازارونه تر پخوا ساړه دي او خلک یوازې د اړتیا وړ توکي‌ پېري: «سودا نه کېږي او خلک یوازې ګرځي، نرخونه ګوري، لږه سودا کوي او اکثره بېرته تش لاسونه ستنېږي».

د خلکو په وینا؛ بې‌وزلي، د عوایدو کمښت او د کار نشتوالی هغه څه دي چې د اختر پر چمتووالي یې سیوری غوړولی دی. د بوټونو یو سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي‌ وايي، د وروستۍ ناامنۍ وېرې هم د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کړی او دغه وضعیت د سوداګرۍ پر بهیر منفي اغېز لري.

ناوړه اقتصادي وضعیت، امنیتي اندېښنې او په بې‌سارې توګه د کډوالۍ دوام هغه ستونزې او اندېښنې دي، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي. له دغه ټولو ناخوالو سره - سره بیا هم د اختر نمانځل افغانانو ته تر نورو ټولو مراسمو خورا مهم وي او په پراخه توګه یې نمانځي.

کندهار ښار په انځورونو کې

100%

کندهار هرات بازار خلک د اختر تیاریو لپاره راوتلي

100%

دا د کندهار شهیدانو چوک ته څېرمه د سړک پر غاړه د څپلیو پلورونکی دی. ډېر هغه خلک دلته سودا کوي چې اقتصادي‌ وضعیت یې ښه نه وي؛ ځکه د دې بیې تر مغازو مناسبې وي.

100%

دا د کندهار په هرات بازار کې د وچې مېوې پلورونځي دي، په دې شپو او ورځو کې ډېری خلک د سړکونو پر سر هم وچه مېوه پلوري.

100%

په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې؛ د اختر د شپو او ورځو د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې ۱۰۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه په ښار کې ځای پر ځای کړې. او دا هم د یادې قطعې یوه برخه ده.

100%

چهارسوو د سړکونو پر سر د وچې مېوې او جامو د پلور کراچۍ او هټۍ

100%

د بې‌وزلی نښې: سپين ږېری د سړک پر سر د کورونو زاړه توکي او د ماشومانو استعمال شوي کالي پلوري.

100%

تنکی ځوان په چهارسو کې له یوې رېړۍ څخه ځان ته د اختر لپاره خولۍ خوښوي.

100%

د کندهار په شاه بازار کې د سړک پر سر د وچې مېوې پلورونکي او پېرېدونکي.

100%

د شهیدانو پر چوک یو شمېر خلک ښکاري، چې تر سودا پېرلو وروسته کورونو ته روان دي.

100%

د بې‌وزلۍ نښې: د ښار په یوه څنډه کې یو شمېر خلک د اختر لپاره په تیاریو بوخت دي؛ خو په څو مترۍ کې یې بیا ډېری کسان کړۍ ورځ د کار په لټه د سړک پر غاړه تېروي.

100%

کندهار شهیدان څلور لارې

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه شهباز شریف ته: د افغان خبریالانو د نیولو او اېستلو لړۍ ودروئ

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو ملاتړو دوو نورو بنسټونو سره یوځای په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي، چې په دغه هېواد کې دې د جلاوطنه افغان خبریالانو د نیولو، ځورولو او اېستلو لړۍ ودروي.

دغه ګډ لیک کې چې (د کب په ۲۲مه) نوموړي ته لېږل شوی په‌کې راغلي، هغه افغان خبریالان چې د طالبانو د ګواښونو له امله جلاوطنه شوي؛ اوس په پاکستان کې د اسلام‌اباد او طالبانو د کړکېچ له امله په نښه کېږي.

د دغه لیک له مخې؛ افغانستان ته د دغه خبریالانو اېستل دوی د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې او د نورو جدي زیانونو په ګډون له احتمالي ګواښونو سره مخ کړي دي.

په دغه لیک کې له پاکستان نه غوښتل شوي، چې سملاسي دې د افغان خبریالانو د خپلسرو نیونو، ځورونو او جبري اېستلو لړۍ ودروي او د هغه کسانو لپاره دې د ساتنې لنډمهاله چوکاټ رامنځته کړي، چې درېیمو هېوادونو ته د بیا مېشتېدنې په تمه دي.

د پېښور ستره محکمه: د افغانانو لپاره د اې‌سي‌سي او پي او ار کارتونو د اعتبار موده ختمه شوې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۷ GMT+۰

د پېښور سترې محکمې د شاوخوا هغه ۵۰ افغانانو د ضمانت غوښتنه رد کړې، چې په پاکستان کې د «ناقانونه» اوسېدو په تور نیول شوي‌ وو. دغه محکمې ویلي، چې په پاکستان کې د افغانانو لپاره د (پي او ار) او (اې‌سي‌سي) کارټونه نور اعتبار نه‌لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د یادې محکمې قاضي په دې اړه په خپله اعلان شوې پرېکړه کې ویلي: «دا یوه منل شوې خبره ده، د نیولو پرمهال دغه کسانو له ځان سره هېڅ ډول معتبر اسناد نه‌لرل چې په پاکستان کې دوی ته د اوسېدو اجازه ورکړي؛ بلکې په هېواد کې د هغوی پاتې کېدل ناقانونه شوي وو».

د قاضي په خبره؛ دغه قانوني بندیز په داسې مسلو کې د ضمانت د رعایت ورکولو په وړاندې نور هم سخت دی. خو عریضه کوونکي بیا وایي، چې د نیول شویو ۵۰ کسانو اوسېدل ناقانونه نه وو.

ډان ورځپاڼې بیا د پېښور د قاضي په حواله لیکلي، چې د دغه کارتونو د اعتبار مودې ختمېدو په اړه یې ټولو کډوالو ته د ۲۰۲۵کال په نیمايي خبر ورکړی و. له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی.

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

د خبریالانو ملي ورځ؛ د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي په روان کال کې دوه خبریالان وژل شوي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز (د کب ۲۷مه) د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو د سرغړونو پېښو پربنسټ چمتو شوي راپور کې ویلي، چې د طالبانو واکمنې ادارې پر رسنیو کنټرول سخت کړی او د ځپلو او سانسور لړۍ په بې‌ساري ډول پراخه شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي، د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۴کال کې د رسنیو د ازادۍ سرغړونو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږترلږه ۲۰۷ پېښې ثبت کړې دي چې په‌کې دوه د وژنې او د یوه ټپي کېدو، ۱۸۳ ګواښونو، د ۲۱ خبریالانو او د رسنیو فعالانو نیول کېدو پېښې شاملې دي.

د راپور له مخې؛ یو بل مهم ګواښ د ساکښو د تصویر په خپرولو د بندیز پراختیا ده، چې په ۱۴۰۳کال کې په اوو ولایتونو کې د ساکښو د انځور په خپرولو او له طالب چارواکو سره پر ویډیویي مرکې بندیز ولګېده؛ خو دغه لړۍ په ۱۴۰۴کال کې ۱۸ نورو ولایتونو ته وغځېده.

راپور زیاتوي، چې په ۱۴۰۴کال کې لږترلږه ۲۱ سیمه‌ییزې ټلوېزیوني شبکې د ساکښو انځورونو د خپرولو بندیز له امله وتړل شوې او یا هم په راډیو بدلې شولې؛ برسېره پردې په دغه موده کې اته رسنۍ او د خبریالانو ملاتړي سازمانونه د طالبانو له‌خوا د نه ژمنتیا په تور د فعالیت بندولو ته اړ اېستل شول او د لږترلږه ۱۰ د خبریالانو او رسنیو ملاتړو سازمانونو جوازونه لغوه شول.
راپور کاږي، د زنداني خبریالانو د جبري اعترافونو خپرول، د طالبانو د لوړپوړو حکومتي چارواکو په خبري ناستو کې د ګډون څخه د ښځینه خبریالانو مخنیوی، یا په ژوندیو خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږونو سانسورول د ویرې، ځپلو او جنسیتي تبعیض پالیسۍ ښکاره بېلګې دي.

روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. په تېرو وروستیو کې دغه لړۍ د خیبرپښتونخوا ایالت ته هم غځېدلې ده.

د خیبر پښتونخوا امنیتي چارواکو تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د بې‌اسناده افغان کډوالو پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې تر ۲زره ډېر افغانان نیول شوي دي. د دوی په وینا؛ د دغه کډوالو پر وړاندې قضیې ثبت شوې او محکمې امر کړی، چې د قضیو ترڅېړنې دې دوی زندان ته انتقال شي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه څاري

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د ګډ امنیتي تړون سازمان ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو اړوند پرمختګونه له نږدې څاري. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې د وضعیت لا کړکېچنېدل امنیتي ګواښ رامنځته کوي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ به د کړکېچ د حل لپاره ژر تر ژره «معناداره» خبرې اترې پیل شي. ګډ امنیتي تړون سازمان یوه سیمه‌ییزه پوځي-امنیتي ډله ده. روسیه، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د دغه پوځي-امنیتي سازمان غړي هېوادونه دي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی. نوموړي ویلي، چې روسیه د همدې شخړې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو ده.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي وویل: «د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي په یوې بشپړې جګړې بدل شي».