• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې د زیانمنو شویو خلکو روایتونه

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل په کابل کې د ډیپلوماتیکو سرچینو، د سپوږمکۍ انځورونو څېړلو او د دوشنبې شپې د بمبارۍ له ژغورل شویو کسانو سره د مرکو له لارې د پاکستان د هوايي برید د ابعادو په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان جنګي الوتکو د روږدو د درملنې مرکز هدف ګرځولی او د قربانیانو شمېر ښايي سلګونو کسانو ته ورسېږي.

په دې څېړنه کې د امید مرکز له کارکوونکو سره هم مرکې شوې دي، چې ویلي یې دي د قربانیانو په منځ کې له۱۸ کالو کم عمره ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو ویاند حمدالله فطرت ویلي چې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په دې پېښه کې وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د چارشنبې په ورځ ویلي چې د مرګ‌ژوبلې شمېر ښايي کره وي. پاکستان ادعا کوي چې دا برید یو «دقیق عملیات» و او لاهم ټینګار لري چې د «ترهګرو د ملاتړ تاسیسات» یې هدف ګرځولي دي.

100%

د بشري حقونو فعالانو د دې پېښې د بې‌طرفه او مستقلې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو یوه نړیوال کارپوه ویلي چې که پاکستان د برید په اصل تناسب عمل نه وي کړی، نو دا پېښه ښايي جنګي جنایت وګڼل شي.

د امید مرکز یوه برخه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ۲۰۰۰ بسترونو ظرفیت لري، د برید له امله ویجاړه شوې ده. د سپوږمکۍ انځورونو له مخې درې ودانۍ ډېرې زیانمنې شوې دي، چې لومړۍ ودانۍ د خوړو خونه او د خوب خونې وې، چې چتونه یې بشپړ را غورځېدلي دي.

دویمه ودانۍ د مرکز د ساتونکو خونه وه او درېیمه ودانۍ اداري دفتر و، چې د چاودنې له امله یې اور اخیستی دی.

ژغورل شویو کسانو ویلي چې برید هغه وخت وشو چې لږ تر لږه ۴۰ کسانو د شپې ډوډۍ خوړله، او بیا بم د ساتونکو پر ساحه وغورځېد. د دفتر ودانۍ هم اور اخیستی دی.

د برید پر مهال د ناروغانو او ډاکټرانو وضعیت ډېر خراب و. د کابل یوې اوسېدونکې نیلوفر وویل چې د هغې تره، چې په مرکز کې و، ورک شوی و او وروسته یې د مړینې خبر تایید شو. ډېرې کورنۍ لا هم د خپلو عزیزانو له برخلیکه خبرې نه دي. طالبانو ویلي چې د برید پر مهال شاوخوا درې زره کسان په مرکز کې وو.

هغه سالون چې د امید درملنې مرکز کې د خوړنځي او د استوګنې (خوبخونې) په توګه کارېده، په انځورونو کې په سره رنګ نښه شوی دی، له هوايي برید وروسته انځورونه.
100%
هغه سالون چې د امید درملنې مرکز کې د خوړنځي او د استوګنې (خوبخونې) په توګه کارېده، په انځورونو کې په سره رنګ نښه شوی دی، له هوايي برید وروسته انځورونه.

دغه برید له روژه ماتي وروسته وشو او د کابل اوسېدونکي یې ووېرول.

شاهدانو د بریدونو صحنې ډېرې وحشتناکې بللې دي. یو امبولانس چلوونکي فهیم وویل چې کله ځای ته ورسید، هر څه اور اخیستي وو او خلک سوځېدلي وو. هغه وویل چې سهار وختي ورته بیا زنګ وشو او وویل شول چې ځینې جسدونه لا هم د سوځېدلې ودانۍ لاندې دي.

امید مرکز په څرخي پله سیمه کې موقعیت لري، چې د کابل په ختیځ کې د پخواني فینکس کمپ په سیمه جوړ شوی دی.

دا کمپ د کابل د روږدو د درملنې تر ټولو مرکز دی، چې د څو زره بسترونو ظرفیت لري. د مرکز شاوخوا د طالبانو د بدري قطعې پوځي تاسیسات هم شته، خو هغه نه دي په نښه شوي.

امو تلویزیون راپور ورکړی چې د امید مرکز ترڅنګ د بهیر په نوم یوه فابریکه د وړو بې‌پیلوټه الوتکو فعالیت کوي. د برید په شپه، د بهیر مرکز څراغونه بند وو، خو د امید مرکز څراغونه روښانه وو. شاهدانو وویل چې کله بریدګرې الوتکې په اسمان کې راښکاره شوې، له بهیر مرکزه پرې ډزې وشوې.

د امید درملنې مرکز خوړنځی، خوبخونه او د ساتونکو خونه په سره رنګ نښه شوي، او د امید کاري خونه په نارنجي رنګ ښودل شوې ده، له برید څخه مخکې انځورونه.
100%
د امید درملنې مرکز خوړنځی، خوبخونه او د ساتونکو خونه په سره رنګ نښه شوي، او د امید کاري خونه په نارنجي رنګ ښودل شوې ده، له برید څخه مخکې انځورونه.

طالبانو په سیمه کې ددغسې مرکز شته والی نه دی تایید کړی.

مخکې ډیلي میل او ډیپلوماټ رسنیو هم خبر ورکړی و، چې طالبان په فینکس سیمه کې بې پیلوټه الوتکې جوړوي او وروسته یې په لوګر کې ازمويي. دغه رپوټونه هم د طالبانو او نورو نړیوالو بنسټونو له خوا نه دي تایید شوي.

فینکس کمپ تر ۲۰۱۴ کال پورې د متحده ایالاتو او ناټو لوی پوځي مرکز و. د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، دا مرکز افغان دولت ته وسپارل شو او وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.

د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۵ کال کې د فینکس ځای د روږدو د بیا رغونې مرکز «احیای امید» په نامه ونوماوه. کارکوونکو ویلي چې د مرکز د دیوال شاته یوه فابریکه او نور تاسیسات هم دي.

د دوشنبې پر شپه په کابل او ننګرهار کې پاکستاني الوتکو اووه ځایونه په نښه کړي، چې پنځه په کابل او څلور په ننګرهار کې دي.

دغه برید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړې تر ټولو سخت برید ګڼل کیږي او داسې اټکل دی، چې د پاکستان پر ښارونو د طالبانو د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته یې تصمیم نیول شوی. د پاکستان په فیض اباد کې د حمزه په نامه د پاکستان پر یوه پوځي مرکز د طالبانو برید غبرګون پاروونکی و.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اختر ته په پام او د سعودي عربستان، قطر او ترکيې په غوښتنه یې پرېکړه کړې چې د افغانستان پر ضد روان عملیات د اخترو ورځو کې په لنډمهاله ډول ودروي. پاکستان وايي، چې دغه پرېکړه د مارچ له ۱۸مې نه تر ۲۴مې پورې پلې کیږي.

د حکومت په رسمي اعلامیه کې دا ګام د ښه نیت په توګه بلل شوی، خو خبرداری یې ورکړی، چې که کوم ډرون د پاکستان خاورې ته ننوځي او یا ترهګریز برید وشي، بریدونه به یې بېرته پیل شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

ډیپلوماتیکې سرچینې: د پاکستان د هوايي برید د تلفاتو شمېر ښايي سلګونو تنو ته ورسیږي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۰

له کابل څخه ډیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کابل د روږدو د درملنې روغتون د وژل شویو کسانو شمېر کېدای شي سلګونو تنو ته لوړ شي. د دغو سرچینو په وینا، چې څو ساعته مخکې یې له کابل نه خبرې وکړې، د ملګرو ملتونو شمېرې لومړنۍ دي او زیاتره یې د پرونې ورځې دي.

سرچینو له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې قربانیان ډېری ملکي وګړي دي.

د دغو سرچینو په وینا، چې څو ساعته مخکې یې له کابل نه خبرې وکړې، د پاکستان هوايي بریدونو د روږدو د درملنې مرکز ودانۍ په نښه کړې ده.

سرچینې څرګندوي چې د تلفاتو شمېر ښايي سلګونو ته ورسېږي.

رویټرز تازه د یوناما له قوله د ۱۴۳ تنو د وژل کېدو او ۱۱۹ د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو سرچینې وايي، دا شمېرې لومړنۍ او ډېری پرونۍ دي.

طالبانو د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي برید په پایله کې د ۴۰۸ تنو د وژل کېدو او شاوخوا ۲۵۰ نورو د وژل کېدو خبر ور کړی دی.

نن د چارشنبې په ورځ ټاکل شوې، چې د یو شمېر وژل شویو کسانو د مړو ټوټې، چې هویت یې د تشخیص وړ نه دی، په ډله ییز ډول د کابل په سرای شمالي کې خاورو ته وسپارل شي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د دې پېښې د بې پرې پلټنې غوښتنه کړې ده.

طالبان د پاکستان هوايي برید د یو شمېر قربانیانو مړي په ډله ییز ډول خاورو ته سپاري

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۸ GMT+۰

طالبان وايي، چې د کابل د روږدو درملنې پر روغتون د پاکستان د برید د ځینو هغو قربانیانو مړي، چې د پېژندلو وړ نه دي، په ډله ییز ډول په سرای شمالي کې خاورو ته سپاري. له سیمې نه ترلاسه شوې ویډیوګانې ښيي چې د قبر اېستلو چارې روانې دي.

طالبانو تراوسه ددغو مړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې د مړو هویت د پېژندل کېدو وړ نه و.

طالب چارواکو ویلي، چې د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي د هغوی کورنیو ولایتونو ته لیږدولي او د شاوخوا سل نورو کسانو مړي چې د کابل اړوند دي، په کابل کې د هغوی کورنیو ته سپارل کیږي.

د طالبانو ویندویانو اعلان کړی، چې د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او له ۲۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونونو دفتر او نورو نړیوالو سازمانونو د پېښې په تړاو د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه یوناما او نورو نړیوالو ادارو ددغې پېښې کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.

د هبت الله اخوندزاده په حکم د کوچني اختر په مناسبت ۴۵۰۰ بندیان خوشې شوي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د کوچني اختر په مناسبت د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ له زندانونو څخه نږدې لس زره بندیان خوشې شوي یا یې د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی. په دغه شمېر کې ۴۵۹۶ تنه خوشي شوي او د ۴۴۰۷ تنو د بند سزا کمه شوې ده.

د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د هبت الله اخوندزاده د (۴۴۱۴) شمېرې حکم له مخې پلې شوې ده.

اعلامیه وايي، چې دغه بهیر د طالبانو د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په لارښوونه، د یوې ځانګړې کړنلار له مخې پلی شوی دی.

یاده محکمه وايي، چې په ټولیز ډول ۹۰۰۳ تنه مستحق بندیان له زندانونو ازاد شوي یا یې د سزا موده کمه شوې ده.

له دې ډلې ۴۵۹۶ تنه هغه بندیان دي چې بشپړه بښنه ورته شوې او خوشې شوي دي او ۴۴۰۷ تنو نورو بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.

د طالبانو د چارواکو په وینا، د بندیانو د ارزونې او خوشې کېدو لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی و چې مشري یې د دې ډلې د سترې محکمې د قضایي تفتیش عمومي رییس کوله.

طالبانو ۶ ولایتونو کې لسګونه سوداګریز مارکېټونه له «اسلامي قوانینو د سرغړونې» له امله تړلي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزارت اعلان کړی، د دوی محتسبانو د بیو د کنټرول د ګزمو پرمهال لسګونه هټۍ او سوداګریز مارکېټونه له «اسلامي اصولو او احکامو د سرغړونې» له امله تړلي دي. دغه هټۍ او مارکېټونه په کابل، پروان، زابل، جوزجان، بادغیس او بغلان ولایتونو کې مهرولاک شوي دي.

یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محتسبانو په دغه ولایتونو کې د توکو د بیو د کنټرول ترڅنګ د احتکار، د مودې تېرو توکو د پلور او «د سوداګرۍ په برخه کې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې کړنو» مخه هم نیولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې محتسبانو په بازارونو کې د بیو د «ناقانونه لوړوالي» څارنه هم کړې ده. دغه وزارت ویلي، چې د تړل شویو هټیو او مارکېټونو څښتنان او مسوولین عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي دي.

د دوی په خبره؛ محتسبانو شاوخوا دوه ټنه «بې‌کیفیته او تاریخ‌ تېر خوراکي توکي» راټول او له‌منځه وړي دي. طالبانو د هېواد په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره نرخنامه هم جوړه کړې.

د یادې ډلې محتسبان د خلکو د عقایدو، چلند او کړنو د څار ترڅنګ د بیو د کنټرول او څار مسوولیت هم لري. دوی په تېرو ورځو کې هم په ځینو ښارونو کې یوشمېر کاروبارونه او مارکېټونه د توکو د لوړو بیو له امله تړلي وو.

د راپورونو له مخې؛ له پاکستان سره د افغانستان د لارو د څه باندې شپږو میاشتو تړل پاتې کېدو وروسته په هېواد کې د ځینو وارداتي توکو بیې خورا لوړې شوې دي. سوداګرو ویلي، چې طالبان غواړي د زور او فشار له لارې د وارداتي توکو بیې کنټرول کړي.

انځوریز راپور؛ په کندهار کې د اختر پر چمتووالي د بې‌وزلۍ غوړېدلی سیوری

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د اختر په درشل کې که څه هم په کندهار کې بازارونه د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک دي او ګڼ شمېر خلک د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره له کورونو راوتلي دي؛ خو په بازار کې پلورونکي وايي، له دغه ګڼې ګوڼې سره، سره د اختر پر چمتووالي د بې‌وزلۍ سیوری غوړېدلی.

د کندهار له بېلابېلو بازارونو څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د اختر د چمتووالي انځورونه لېږلي. سرچینو د ناامنۍ وېرې، د عامو خلکو د ګڼې ګوڼې او د کندهار په بازارونو کې د توکو په پېرلو کې د خلکو پراخې بې‌وزلۍ او کمزوري اقتصادي‌ وضعیت ته اشارې کړې ده.

شېرمحمد چې د کندهار په هرات بازار کې وچه مېوه پلوري‌ وايي، بازارونه تر پخوا ساړه دي او خلک یوازې د اړتیا وړ توکي‌ پېري: «سودا نه کېږي او خلک یوازې ګرځي، نرخونه ګوري، لږه سودا کوي او اکثره بېرته تش لاسونه ستنېږي».

د خلکو په وینا؛ بې‌وزلي، د عوایدو کمښت او د کار نشتوالی هغه څه دي چې د اختر پر چمتووالي یې سیوری غوړولی دی. د بوټونو یو سوداګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي‌ وايي، د وروستۍ ناامنۍ وېرې هم د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کړی او دغه وضعیت د سوداګرۍ پر بهیر منفي اغېز لري.

ناوړه اقتصادي وضعیت، امنیتي اندېښنې او په بې‌سارې توګه د کډوالۍ دوام هغه ستونزې او اندېښنې دي، چې افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي. له دغه ټولو ناخوالو سره - سره بیا هم د اختر نمانځل افغانانو ته تر نورو ټولو مراسمو خورا مهم وي او په پراخه توګه یې نمانځي.

کندهار ښار په انځورونو کې

100%

کندهار هرات بازار خلک د اختر تیاریو لپاره راوتلي

100%

دا د کندهار شهیدانو چوک ته څېرمه د سړک پر غاړه د څپلیو پلورونکی دی. ډېر هغه خلک دلته سودا کوي چې اقتصادي‌ وضعیت یې ښه نه وي؛ ځکه د دې بیې تر مغازو مناسبې وي.

100%

دا د کندهار په هرات بازار کې د وچې مېوې پلورونځي دي، په دې شپو او ورځو کې ډېری خلک د سړکونو پر سر هم وچه مېوه پلوري.

100%

په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې؛ د اختر د شپو او ورځو د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې ۱۰۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه په ښار کې ځای پر ځای کړې. او دا هم د یادې قطعې یوه برخه ده.

100%

چهارسوو د سړکونو پر سر د وچې مېوې او جامو د پلور کراچۍ او هټۍ

100%

د بې‌وزلی نښې: سپين ږېری د سړک پر سر د کورونو زاړه توکي او د ماشومانو استعمال شوي کالي پلوري.

100%

تنکی ځوان په چهارسو کې له یوې رېړۍ څخه ځان ته د اختر لپاره خولۍ خوښوي.

100%

د کندهار په شاه بازار کې د سړک پر سر د وچې مېوې پلورونکي او پېرېدونکي.

100%

د شهیدانو پر چوک یو شمېر خلک ښکاري، چې تر سودا پېرلو وروسته کورونو ته روان دي.

100%

د بې‌وزلۍ نښې: د ښار په یوه څنډه کې یو شمېر خلک د اختر لپاره په تیاریو بوخت دي؛ خو په څو مترۍ کې یې بیا ډېری کسان کړۍ ورځ د کار په لټه د سړک پر غاړه تېروي.

100%

کندهار شهیدان څلور لارې