• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړۍوال پروګرام: په سیمه کې د جګړې دوام په نړۍ کې سخته لوږه زیاتوي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی، چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې دوام او د سوداګرۍ او اقتصاد ګډوډېدل ښايي په نړۍ کې ۴۵ میلیونه نور کسان هم له سختې لوږې سره مخ کړي.

د دغه بنسټ په وینا، د افریقا د لويې دښتې سوېلي هېوادونه او اسیايي هېوادونه تر هر چا زیات زیانمنونکي دي.

دغه بنسټ د خپلو تحلیلونو د پایلو پر بنسټ ویلي: «که دا نښتې د کال تر نیمايي پورې پای ته ونه رسېږي او د تېلو بیه د هر بېلر په بدل کې له ۱۰۰ ډالرو پورته پاتې شي، ښايي نږدې ۴۵ میلیونه نور کسان له سختې خوراکي ناامنۍ یا تر هغه له بدتر حالت سره مخ شي».
د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستیال او عملیاتي مدیر کارل اېسکو په یوه بیانیه کې ویلي: «که دا شخړه دوام وکړي، په ټوله نړۍ کې به د شاک یوه څپه رامنځته کړي او هغه کورنۍ به تر ټولو زیات زیانمنې شي چې همدا اوس هم د خپل د یوه وخت ډوډۍ د پوره کولو وس نه لري».

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۰
بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی
100%

د بښنې نړیوال سازمان سیمه‌ییز دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) یوازې د دریو میاشتو لپاره تمدید د اندېښنې وړ دی.

یاد سازمان په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د یو کال تمدید به د یوناما ماموریت ته ثبات او د پام وړ وړتیا ورکړې وای، تر څو په بشپړ ډول د خپلې دندې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو څارنې او راپور ورکولو او د ښځو، سولې او امنیت برخې پر پلي کولو تمرکز وکړي.

دوی زیاتوي چې لنډمهاله تمدیدونه د یوناما ماموریت د اصل صلاحیتونو په بیا کتنه کې ګواښ پېښوي، له پلي کولو پام اړوي او د طالبانو د غیر رسمي چارواکو د کړنو د دوامداره نړیوال څار کمزوري کولای شي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د یوناما د ماموریت هر ډول بیا کتنه باید روښانه، شفافه وي او د افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو، مدني ټولنې او لږکیو سره په معنی‌داره مشوره ترسره شي.

امریکايي سناتور کونز، د نذیر پکتیاوال د مړینې دوسیې د پلټنې غوښتنه کړې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۴ GMT+۰
امریکايي سناتور کونز، د نذیر پکتیاوال د مړینې دوسیې د پلټنې غوښتنه کړې
100%

ډیموکراټ سناتور کریس کونز د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د مړ شوي افغان کډوال د دوسیې د څېړنې غوښتنه کړې. د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال د دغې ادارې په بندخونه کې د یوې ورځې له تېرولو وروسته د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې مړ شوی دی.

سناتور کریس کونز ویلي چې نذیر پکتیاوال د امریکایي سرتیرو ترڅنګ په افغانستان کې جګړه کړې او امریکا ته د خوندیتوب د ژمنې سره راغلی و. نوموړي د یادې قضیې د څېړنې او حساب ورکولو غوښتنه کړې او زیاته کړې: «د هغه د نیولو او مړینې په اړه باید خپلواکه څېړنه وشي او د ناوړه چلند لپاره حساب ورکول اړین دي.»

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم یاده پېښه خواشنونکې یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې کډوالي جرم نه دی.

هغې په ایکس لیکلي: «کډوالې جرم نه دی. هیڅوک د خپل کور پریښودو پریکړه نه کوي مګر هغه مهال چې پاتې کېدل وروستي حد ته ورسیږي.»

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دمګړی د هغه د مړینې په اړه څېړنې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «پکتیاوال یوه پېژندل شوې جرمي مخینه درلوده؛ هغه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۶مه د ځايي چارواکو له‌خوا د خوراکي توکو د مرستې په پروګرام کې د درغلۍ په تور چې یو جنایت بلل کېږي، نیول شوی وو. وروسته بیا د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د غلا په تور د دویم ځل لپاره هم ونیول شو».

خبرپاڼه زیاتوي، محمد نذیر پکتیاوال د مارچ په ۱۳مه (جمعه د کب ۲۲مه) په موخه‌ییزو عملیاتو کې ونیول شو او په وینا یې، د نیولو او لومړنیو څېړنو پر مهال هغه د کومې پخوانۍ ناروغۍ راپور نه‌وو ورکړی.

تر دې مخکې د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان مشر شاون وان ډیور ویلي وو، محمد نذیر پکتیاوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه او شپږ اولادونه یې لرل.

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره له امنیتي اندېښنو سره سره پیل شوه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰
 د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره له امنیتي اندېښنو سره سره پیل شوه
100%

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) په لس‌انجلس کې د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې پر سرې غالۍ د مېلمنو په ورتګ سره پیل شوه. ټاکل شوې چې په دې مراسمو کې د سینما په بېلابېلو برخو کې لکه د غوره اداکارۍ، ډایرېکټرۍ او غوره فلم ګټونکي اعلان شي.

د دغو مراسمو لپاره جدي امنیتي تابیاوې نیول شوي او د مراسمو سمبالوونکو ویلي، د کلیفورنیا پر وړاندې د ایران له‌خوا د احتمالي ګواښ په اړه د فدرالي حکومت له خبرداري وروسته، د لس‌انجلس له پولیسو او اف‌بي‌ای سره نږدې همکاري لري.

مسوولینو څرګنده کړې، چې سمدستي دغه مراسم له مشخص او یا هم واقعي ګواښ سره مخ نه‌دی. دغه مراسم د دویم پرله‌پسې کال لپاره د مشهور ټلوېزیوني ویاند کانن اوبراین له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

اډرین برودي، واګنر مورا، رناته رینس‌وه او نور سینمايي لوبغاړي په ښایسته جامو کې پر سرې غالۍ راڅرګند شول او د عکاسانو او خبریالانو پام یې ځان ته واړاوه.

د اسکار جایزو سږنۍ سیالۍ خورا نږدې او د نه وړاندوینې وړ دي. ټیموټي شالامه، لیوناردو ډیکاپریو او مایکل بي جورډن د غوره نارینه لوبغاړي په کټګورۍ کې سیالي کوي او جیسي باکلي د غوره ښځینه لوبغاړې لپاره تر ټولو احتمالي غوراوی ګڼل کېږي.

نور هنرمندان هم د اصلي جایزو د ترلاسه کولو لپاره چانس لري. په دې سیالۍ کې دوه فلمونه «ګناهکاران» او «له یوې جګړې وروسته بله جګړه» غوره شوي، خو لا تر اوسه هم د اصلي جایزې د ترلاسه کولو لپاره کوم قطعي ګټونکی نه‌دی څرګند شوی.

د اسکار د سرو زرو د تندیسونو ګټونکي د نږدې ۱۰ زره هنرمندانو، پروډیوسرانو، ډایرېکټرانو او تخنیکي کارکوونکو له‌خوا غوره کېږي.

فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰
فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي
100%

فرانس پرېس اژانس د اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د فرانسې په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او تلپاتې سولې په اړه جدي مذاکرات پیل شي.

سرچینو ویلي، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتناهو استازی ران درمر د خپل هېواد له لوري د یادو مذاکراتو مشري کوي او فرانسه به هم په یادو مذاکراتو کې ونډه ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې د لبنان حکومت د مذاکراتو لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو بوخت دی، خو تر اوسه د مذاکراتو په اړه نېټه نه ده مشخصه شوې.

پر همدې مهال درېیو لبناني چارواکو هم یاد فرانسوي خبري اژانس ته ویلي، چې بیروت د مذاکراتو د پیل لپاره د اسراییل له‌خوا د «بشپړ اوربند» پر منلو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون ساعر د خپل هېواد او لبنان ترمنځ د ایران پلوي حزب‌الله ډلې په اړه هر ډول پلان شوي مذاکرات رد کړي وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ
100%

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ویلي، چې په لبنان، عراق او سوریه کې د روغتیایي خدماتو د ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره بېړنۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.

د رغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګبریسوس خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د سیمې روغتیايي سیستمونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې له امله د اغېزمنو شویو هېوادونو لبنان، عراق او سوریې د روغتیايي ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.

پر همدغه مهال نوموړي په منځني ختیځ کې پر روغتونونو او روغتیايي کارکوونکو بریدونه وغندل او له ښکېلو خواوو یې غوښتنه کړې، چې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره د سولې لاره خپله کړي.