• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ د لبنان په سوېل کې د «بریدونو نوې څپې» د پیل خبر ورکړ

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۰

صور ښار او په سیمه کې د فلسطیني کډوالو پنډغالو اوسېدونکو ته تر خبرداري څو ساعته وروسته اسراییلي پوځ اعلان وکړ، چې دوی په سویلي لبنان کې «د بریدونو نوې څپه» پیل کړې ده.

اسراییل ادعا کړې، چې دغه اقدام د حزب الله له‌خوا «د اسراییل په خاوره د توغندیز برید» په ځواب کې شوی دی. ورته مهال رویټرز خبري اژانس د یوه عیني شاهد په حواله لیکلي، چې د چهارشنبې په سهار (د کب ۲۷مه) د بیروت بچورا سیمه په هوايي بریدونو کې په نښه شوه او په سیمه کې د یوې زورورې چاودنې غږ هم اورېدل شوی.

دغه برید وروسته له هغه شوی، چې د اسراییل پوځ د بیروت په مرکزي سیمه کې د یوې ودانۍ د خالي کولو غوښتنه وکړه.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۰
بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی
100%

د بښنې نړیوال سازمان سیمه‌ییز دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) یوازې د دریو میاشتو لپاره تمدید د اندېښنې وړ دی.

یاد سازمان په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د یو کال تمدید به د یوناما ماموریت ته ثبات او د پام وړ وړتیا ورکړې وای، تر څو په بشپړ ډول د خپلې دندې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو څارنې او راپور ورکولو او د ښځو، سولې او امنیت برخې پر پلي کولو تمرکز وکړي.

دوی زیاتوي چې لنډمهاله تمدیدونه د یوناما ماموریت د اصل صلاحیتونو په بیا کتنه کې ګواښ پېښوي، له پلي کولو پام اړوي او د طالبانو د غیر رسمي چارواکو د کړنو د دوامداره نړیوال څار کمزوري کولای شي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د یوناما د ماموریت هر ډول بیا کتنه باید روښانه، شفافه وي او د افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو، مدني ټولنې او لږکیو سره په معنی‌داره مشوره ترسره شي.

امریکايي سناتور کونز، د نذیر پکتیاوال د مړینې دوسیې د پلټنې غوښتنه کړې

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۴ GMT+۰
امریکايي سناتور کونز، د نذیر پکتیاوال د مړینې دوسیې د پلټنې غوښتنه کړې
100%

ډیموکراټ سناتور کریس کونز د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د مړ شوي افغان کډوال د دوسیې د څېړنې غوښتنه کړې. د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال د دغې ادارې په بندخونه کې د یوې ورځې له تېرولو وروسته د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې مړ شوی دی.

سناتور کریس کونز ویلي چې نذیر پکتیاوال د امریکایي سرتیرو ترڅنګ په افغانستان کې جګړه کړې او امریکا ته د خوندیتوب د ژمنې سره راغلی و. نوموړي د یادې قضیې د څېړنې او حساب ورکولو غوښتنه کړې او زیاته کړې: «د هغه د نیولو او مړینې په اړه باید خپلواکه څېړنه وشي او د ناوړه چلند لپاره حساب ورکول اړین دي.»

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم یاده پېښه خواشنونکې یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې کډوالي جرم نه دی.

هغې په ایکس لیکلي: «کډوالې جرم نه دی. هیڅوک د خپل کور پریښودو پریکړه نه کوي مګر هغه مهال چې پاتې کېدل وروستي حد ته ورسیږي.»

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دمګړی د هغه د مړینې په اړه څېړنې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «پکتیاوال یوه پېژندل شوې جرمي مخینه درلوده؛ هغه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۱۶مه د ځايي چارواکو له‌خوا د خوراکي توکو د مرستې په پروګرام کې د درغلۍ په تور چې یو جنایت بلل کېږي، نیول شوی وو. وروسته بیا د ۲۰۲۵ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د غلا په تور د دویم ځل لپاره هم ونیول شو».

خبرپاڼه زیاتوي، محمد نذیر پکتیاوال د مارچ په ۱۳مه (جمعه د کب ۲۲مه) په موخه‌ییزو عملیاتو کې ونیول شو او په وینا یې، د نیولو او لومړنیو څېړنو پر مهال هغه د کومې پخوانۍ ناروغۍ راپور نه‌وو ورکړی.

تر دې مخکې د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان مشر شاون وان ډیور ویلي وو، محمد نذیر پکتیاوال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه او شپږ اولادونه یې لرل.

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره له امنیتي اندېښنو سره سره پیل شوه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰
 د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره له امنیتي اندېښنو سره سره پیل شوه
100%

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) په لس‌انجلس کې د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې پر سرې غالۍ د مېلمنو په ورتګ سره پیل شوه. ټاکل شوې چې په دې مراسمو کې د سینما په بېلابېلو برخو کې لکه د غوره اداکارۍ، ډایرېکټرۍ او غوره فلم ګټونکي اعلان شي.

د دغو مراسمو لپاره جدي امنیتي تابیاوې نیول شوي او د مراسمو سمبالوونکو ویلي، د کلیفورنیا پر وړاندې د ایران له‌خوا د احتمالي ګواښ په اړه د فدرالي حکومت له خبرداري وروسته، د لس‌انجلس له پولیسو او اف‌بي‌ای سره نږدې همکاري لري.

مسوولینو څرګنده کړې، چې سمدستي دغه مراسم له مشخص او یا هم واقعي ګواښ سره مخ نه‌دی. دغه مراسم د دویم پرله‌پسې کال لپاره د مشهور ټلوېزیوني ویاند کانن اوبراین له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

اډرین برودي، واګنر مورا، رناته رینس‌وه او نور سینمايي لوبغاړي په ښایسته جامو کې پر سرې غالۍ راڅرګند شول او د عکاسانو او خبریالانو پام یې ځان ته واړاوه.

د اسکار جایزو سږنۍ سیالۍ خورا نږدې او د نه وړاندوینې وړ دي. ټیموټي شالامه، لیوناردو ډیکاپریو او مایکل بي جورډن د غوره نارینه لوبغاړي په کټګورۍ کې سیالي کوي او جیسي باکلي د غوره ښځینه لوبغاړې لپاره تر ټولو احتمالي غوراوی ګڼل کېږي.

نور هنرمندان هم د اصلي جایزو د ترلاسه کولو لپاره چانس لري. په دې سیالۍ کې دوه فلمونه «ګناهکاران» او «له یوې جګړې وروسته بله جګړه» غوره شوي، خو لا تر اوسه هم د اصلي جایزې د ترلاسه کولو لپاره کوم قطعي ګټونکی نه‌دی څرګند شوی.

د اسکار د سرو زرو د تندیسونو ګټونکي د نږدې ۱۰ زره هنرمندانو، پروډیوسرانو، ډایرېکټرانو او تخنیکي کارکوونکو له‌خوا غوره کېږي.

فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۰
فرانس پرېس: اسراییل او لبنان په راتلونکو ورځو کې د حزب‌الله په اړه مذاکرات کوي
100%

فرانس پرېس اژانس د اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د فرانسې په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو او تلپاتې سولې په اړه جدي مذاکرات پیل شي.

سرچینو ویلي، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتناهو استازی ران درمر د خپل هېواد له لوري د یادو مذاکراتو مشري کوي او فرانسه به هم په یادو مذاکراتو کې ونډه ولري.

تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و، چې د لبنان حکومت د مذاکراتو لپاره د یو پلاوي پر ټاکلو بوخت دی، خو تر اوسه د مذاکراتو په اړه نېټه نه ده مشخصه شوې.

پر همدې مهال درېیو لبناني چارواکو هم یاد فرانسوي خبري اژانس ته ویلي، چې بیروت د مذاکراتو د پیل لپاره د اسراییل له‌خوا د «بشپړ اوربند» پر منلو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون ساعر د خپل هېواد او لبنان ترمنځ د ایران پلوي حزب‌الله ډلې په اړه هر ډول پلان شوي مذاکرات رد کړي وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۴ GMT+۰
د روغتیا نړۍوال سازمان له لبنان، عراق او سوریې سره د ۲ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ
100%

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ویلي، چې په لبنان، عراق او سوریه کې د روغتیایي خدماتو د ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره بېړنۍ بودیجه ځانګړې کړې ده.

د رغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګبریسوس خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د سیمې روغتیايي سیستمونه له ګواښ سره مخ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د جګړې له امله د اغېزمنو شویو هېوادونو لبنان، عراق او سوریې د روغتیايي ملاتړ لپاره یې ۲ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.

پر همدغه مهال نوموړي په منځني ختیځ کې پر روغتونونو او روغتیايي کارکوونکو بریدونه وغندل او له ښکېلو خواوو یې غوښتنه کړې، چې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره د سولې لاره خپله کړي.