پاکستان طالبانو ته: که ټيټيپي راوسپارئ، سوله کوو

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسلاماباد له افغان طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو دا خبرې په دې شرط دي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي دوی ته وسپارل شي.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسلاماباد له افغان طالبانو سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو دا خبرې په دې شرط دي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) غړي دوی ته وسپارل شي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري له «جیو نیوز» سره په خبرو کې وویل: «پاکستان له افغان طالبانو سره مذاکراتو ته چمتو دی، خو لومړی باید ترهګر موږ ته وسپاري». هغه ټینګار وکړ، چې افغان طالبان باید پرېکړه وکړي چې د دوی لپاره «تحریک طالبان پاکستان مهم دی که پاکستان» او همداراز «ترهګري مهمه ده که سوله؟»د پاکستان د پوځ ویاند همداراز ادعا وکړه، چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې ترهګرو ته پناه ورکړې او دا کسان ان په ځینو دولتي ودانیو کې شتون لري. د هغه په وینا، د خبرو اترو د پیل شرط دا دی چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د ترهګرۍ مرکزونه له منځه یوسي او مطلوب کسان پاکستان ته وسپاري.په ورته وخت کې، د سیمې ځینو هېوادونو لکه ترکیې، سعودي عربستان، قطر او چین د کړکېچ په کمولو او د خبرو اترو پر بیا پیل ټینګار کړی دی. ایران او روسیې هم د اوربند او نښتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. طالبانو تل ویلي، چې دوی د خبرو اترو او سیاسي حل له لارې د روان کړکېچ د پای ته رسولو غوښتونکي دي.احمد شریف چودري په خپلو خبرو کې دا ادعا هم وکړه، چې افغان طالبانو د سومالیا د «الشباب» ډلې ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي او هلته مېشت شي. هغه همداراز وویل، چې طالبان د اسامه بن لادن له زوی حمزه بن لادن سره په اړیکه کې دي او له هغه یې هم غوښتي، چې افغانستان ته ولاړ شي.د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، چې ځواکونو یې په کابل کې د وسلو ډیپوګان او د ډرون الوتکو زېرمې په نښه کړې دي، هغه اهداف چې د ده په وینا د پاکستان پر ضد بریدونو کې کارول کېدل.هغه وویل، دا بریدونه د هغو ۵۳ بریدونو په ځواب کې شوي چې د طالبانو له خوا د پاکستان پر امنیتي پوستو شوي وو. چودري ټینګار وکړ: «د نښتو پیل د هغوی له لوري و او پاکستان یوازې ځواب ورکړی دی».د هغه په خبره، د پاکستان پوځ په مجموع کې ۸۱ ځایونه په نښه کړي او دا بریدونه پر هغو بنسټونو شوي، چې د پاکستان ضد ترهګرو ملاتړ یې کاوه. په همدې حال کې، په کابل کې پر فینکس کمپ او د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان په وروستیو بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي. یوناما او یو شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو په دې بریدونو کې د ملکي وګړو مرګژوبله تایید کړې ده.