حامد کرزی: د بهرني یرغل په وړاندې درېدل د هېواد علمي بنسټونو پياوړتیا ته اړتیا لري

د افغانستان پخواني ولسسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پیغام کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو یادونه کړې او هغه یې غندلي دي. نوموړي ویلي: «د بهرني یرغل پر وړاندې درېدل او ملي ځواک رامنځته کول د هېواد علمي بنسټونو پياوړتیا، عمومي اجماع او ګډون ته اړتیا لري».
