• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: زموږ اټومي وړتیا یوازې دفاعي ده

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد د توغندیز پروګرام اړه ویلي، چې اټومي وړتیاوې یې یوازې دفاعي بڼه لري. د امریک د ملي استخباراتو رییسې په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې روسیه، چین، شمالي کوریا، ایران او پاکستان پر داسې توغندیزو سیستمونو بوخت دي، چې امریکا ته رسېدای شي.

یاد وزارت اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان پوځي وړتیاوې «په بشپړه توګه دفاعي» دي او د «لږ تر لږه باوري مخنیوي» پر اصل ولاړې دي.

د اعلامیې له مخې، «د پاکستان توغندیز پروګرام د دغه هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې او په سویلي اسیا کې د ثبات د ټینګښت لپاره جوړ شوی دی». اندرابي ټینګار کړی چې د پاکستان د توغندیو واټن د ځمکه پر ځمکه وړتیا تر کچې نه رسېږي او دا پروګرام تر ډېره له هند سره د سیمه‌ییزو امنیتي شرایطو په چوکاټ کې تعریف شوی دی.

په اعلامیه کې د هند د توغندیزو پرمختګونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې د دغه هېواد ځینې توغندي له ۱۲زره کیلومترو څخه زیات واټن لري، چې دا د سیمې له اړتیاوو هاخوا دي او ښايي پر نړیوال ثبات هم اغېز وکړي.

پاکستان همداراز له امریکا سره د رغنده اړیکو پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې متوازن او پر حقایقو ولاړ چلند غوره شي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو د «یرغمل نیونې ډيپلوماسي» به بې‌ځوابه پاتې نه شي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبان د سیاسي ګټو لپاره د امریکا وګړي نیسي او له دې لارې د «برمتې ډيپلوماسۍ» تګلاره کاروي. د دغه وزارت یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د امریکا د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ به د طالبانو دا چلند بې‌ځوابه پاتې نه شي.

تېره اونۍ امریکا د طالبانو اداره د «غیرقانوني نیونو د ملاتړو حکومتونو» په نوملړ کې شامله کړه. د یاد چارواکي په وینا، دا پرېکړه د طالبانو له‌خوا د امریکايي وګړو د پرله‌پسې او ناعادلانه نیونو په غبرګون کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې طالبان د «یرغمل نیونې ډيپلوماسۍ» له لارې هڅه کوي سیاسي امتیازات ترلاسه کړي، خو واشنګټن به د دې ډول کړنو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

د دغه چارواکي په وینا، د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې نامه طالبانو ته روښانه پیغام ورکړی چې که امریکایي وګړي ونیول شي، نو د دې اقدام پایلې به هم موجودې وي.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته هم اشاره وکړه چې ویلي یې و: «دا کرکجن تاکتیکونه باید پای ته ورسېږي.»

جرمني وايي چې له پوځي لارې د هرمز تنګي په پرانېستلو کې برخه نه اخلي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د جرمني صدراعظم فریدریښ مرڅ وايي، پر ایران د برید د بریالیتوب قانع کوونکی پلان نشته او واشنګټن له اروپا سره مشوره هم نه ده کړې. مرڅ وویل، «تر هغه چې جګړه روانه وي، موږ به د هرمز تنګي په پرانېستلو کې، د بېلګې په توګه له پوځي لارې، برخه وانخلو».

د جرمني صدراعظم فریدریښ مرڅ، چې ځان د اتلانتيکي اړیکو ملاتړی بولي، په دې وروستیو کې ډېر روښانه او سخت دریځ خپل کړی دی.

کله چې د امریکا ولسمشر له هېوادونو وغوښتل چې د ایران پر ضد نړیوالو هڅو کې برخه واخلي او بېړۍ واستوي څو د هرمز تنګی پرانېزي، نو د امریکا ځینو نږدې متحدینو دا غوښتنه رد کړه.

مرڅ د چارشنبې په ورځ جرمني وکیلانو ته وویل چې دی هم دا مني چې ایران باید د خپلو ګاونډیانو لپاره ګواښ ونه ګرځي، خو د امریکا او اسراییل د جګړې د منطق په اړه یې شک څرګند کړ.

هغه وویل، « تر اوسه پورې داسې قانع کوونکی پلان نشته چې دا عملیات څنګه بریالي کېدای شي. واشنګټن موږ سره مشوره نه ده کړې او نه یې ویلي چې د اروپا مرسته ضروري ده.»

هغه زیاته کړه، « موږ به د دې تګلارې پر وړاندې مشوره ورکړې وای. له همدې امله موږ اعلان کړی چې تر هغه وخته چې جګړه روانه وي، موږ به د هرمز تنګي په پرانېستلو کې، د بېلګې په توګه له پوځي لارې، برخه وانخلو».

د رویټرز د رپوټ له مخې، اروپايي مشرانو د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل په پوځي عملیاتو کې مستقیمه برخه رد کړې، ځکه هغوی وېره لري چې په داسې نامعلومه او پېچلې شخړه کې ښکېل نه شي چې هدفونه یې روښانه نه دي او د خلکو تر منځ هم محبوبه نه ده.

په دې کار سره هغوی دا حساب کوي چې په څنګ کې پاتې کېدل د اتلانتيکي اړیکو له خطرونو غوره دي، هغه اړیکې چې لا له وړاندې د اوکراین جګړې او سوداګریزو شخړو له امله کمزورې شوې دي.

تحریک انصاف ګوند تر اختر وروسته له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره غورځنګ پيلوي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.

د تحریک انصاف ګوند عمومي‌ منشي سلمان اکرم راجا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوی به له اختر وروسته سوله‌ییز حرکت پيل کړي. د نوموړي‌ په خبره؛ په پاکستان کې مېلیونونه ځوانان د بې‌وزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله له نهیلۍ سره مخ دي.

هغه وویل: «دا زموږ دنده ده، چې پاکستان په سم لوري روان کړو. د دغه هېواد ځوانان به له کړکېچ څخه د وتلو لپاره خپل رول ولوبوي». راجا ویلي، چې د همدغه حرکت موخې د «اساسي قانون بیا پلي کول او د قانون حاکمیت»، له زندانه د عمران خان خلاصون او د هر پاکستاني لپاره د ازادۍ حق ترلاسه کول دي.

تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند مشرانو خبرداری ورکړی و، که د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیایي حالت ته پام ونه شي؛ نو له اختر وروسته به له زندانه د هغه د خلاصون لپاره لوی سیاسي غورځنګ پیل کړي. دوی د فدرالي حکومت چلند «جنایي بې‌پامي» یاده کړې وه.

رواداري: د کابل د وروستۍ پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې دغه ډول کړنې د نړۍوالو بشرپاله حقونو د بنسټيزو اصولو ښکاره سرغړونه یاده کړې او دغه ډول برید یې جګړه‌ییز جرم یاد کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «د وسله‌واله شخړو اړوند قوانينو له مخې؛ ښکېلي خواوې مکلفې دي، چې د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ توپير وکړي». د اعلامیې له مخې؛ پر درملیز او روغتیايي تاسیساتو هر ډول قصدي بریدونه د عاملینو لپاره جدي حقوقي پایلې لرلای شي.

رواداري بنسټ له ښکېلو لورو غوښتنه کړې، چې د نړۍوالو بشري حقونو بنسټیز اصول له قید او شرط پرته رعایت کړي. دوی دارنګه ویلي: «له اړونده نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ژوند او کرامت د ساتنې او د دغه ډول له ناورینونو ډکو بشري پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته او عملي کړي».

د پاکستان په کراچۍ کې د سختو بادونو او بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان ویلي، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «یوازې د ښار په بلدیه مواچ ګوټ سیمه کې د یوې ونې د غورځېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي».
نوموړي همدارنګه زیاته کړې: «په دغه سیمه کې روږدي کسان له باران او سخت باد څخه پټ شوي وو، چې لومړی پرې دېوال راغورځېدلی او بیا پرې ودانۍ نړېدلې ده».

نوموړي ویلي، چې د کراچۍ ښار په نورو سیمو کې هم د کورونو دېوالونه نړېدلي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

د کراچۍ ښار د ژغورنې ادارې ویاند ویلي، چې په قربانیانو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي.

ځايي خبریالانو ویلي، چې دمګړی په ښار کې په نړېدلو کورنو کې د ژغورنې عملیات دوام لري.