• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جرمني کې «د افغانستان مېرمنې» په نامه یو هنري نندارتون پرانېستل شوی

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د جرمني د سترالسوند ښار په «شنه دفتر» کې د «افغانستان مېرمنې» په نوم د افغان ښځو د ژوند، زړورتیا او د ظلم د پای ته رسېدو د هیلو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي. دا نندارتون د افغانې هنرمندې حفیظه قاسمي هنري کارونو ته ځانګړی شوی چې د ښځو د ژوند ستونزې، مقاومت او هیلي بیانوي.

قاسمي، چې د خپلو اصلي اثار له ویجاړیدو وروسته له افغانستان څخه وتښتېده، یوازې د عکسونو له لارې یې خپل اثار مستند کړي، او په دغه نندارتون کې یې د خپلو پخوانیو اثارو ټوټې او جرمني ته له رسېدو وروسته نوي پنځولي اثار نندارې ته وړاندې کړي دي.

په نندارتون کې د افغانستان د ښځو د ورځني ژوند، محدودیتونو او د هغوی د خپلواکۍ لپاره د هڅو بېلابېلې کیسې انځور شوي دي.

نندارتون د راروانې میاشتې اپرېل تر پای پورې د سترالسوند ښار په «شنه دفتر» کې د لیدو وړ دی.

په دغه نندارتون کې خلکو ته دا فرصت برابریږي چې د افغان ښځو د ژوند او مقاومت انځورونه وګوري او د هغوی د تجربو په اړه خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

بلجیمۍ سناتوره: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان چلند «جنسيتي اپارټایډ» دی

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰
بلجیمۍ سناتوره: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان چلند «جنسيتي اپارټایډ» دی
100%

د بلجیم د سنا مجلس غړې ویوین ټایټل‌بام له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي،‌ په افغانستان کې پر ښځو روان بندیزونه او ورسره کېدونکی چلند په ښکاره توګه «جنیستي اپارټایډ» دی. نوموړې وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسني سیاستونه د بشریت پر ضد جنایت دی.

هغې وویل: «د افغانستان د اپوزیسیون او په ځانګړې توګه د ښځو غږونه باید راپورته کړو او طالبانو ته باید نور ټرېبیون ورنه‌کړو». د ټایټل‌بام په خبره، افغانستان باید د ډیموکراسۍ ارزښتونو ته بېرته ورستون شي او برابري د دغه ارزښتونو مهمه برخه ده.

دې بلجیمۍ سناتورې ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید افغانستان کې روان وضعیت درک کړي چې هېڅ ډول عدالت او برابري هلته نشته. نوموړې وویل: «دا سخته ده چې نیمه ټولنه له خپلو حقونو بې‌برخې شي،‌ ان بسنټیزو حقونو لکه روغتیايي خدمتونه چې ترې محرومې دي. افغانستان کې ښځې له ازاد ژوند څخه هم بې‌برخې دي».

هم‌مهاله په بلجیم کې د طالبانو د حکومت مخالفې څېرې هم راټولې شوي او د افغانستان پر روان وضعیت بحثونه کوي. دغو افغان سیاستوالو د بلجیم له یو شمېر سناتورانو سره د هېواد پر روان وضعیت او د طالبانو له لوري د سختدریځه قوانینو پر پلي کېدو باندې بحثونه کړي دي.

ملګري ملتونه: ایران کې شخړې افغان ښځې بېرته له بندیزونو ډک ژوند ته ستنېدو ته مجبوروي

۲۶ کب ۱۴۰۴ - ۱۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰
ملګري ملتونه: ایران کې شخړې افغان ښځې بېرته له بندیزونو ډک ژوند ته ستنېدو ته مجبوروي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سوزن فرګوسن ویلي، چې په ایران کې د روانو جګړو او کړکېچ له امله افغان ښځې اړې شوې دي، چې له خپلو کورنیو سره بېرته افغانستان ته ستنې شي. هغې زیاته کړې، دا مېرمنې داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د نوموړې په وینا، دا راستنېدونکې مېرمنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له سخت ناورین سره مخ کېږي، نو ځکه د دوی سازمان هڅه کوي چې دغو کورنیو ته اړینې مرستې برابرې کړي. هغې زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې سرپناه، روغتیايي خدمتونه او خوراکي توکي شامل دي.

د سوزن په وینا، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځو ته لازم خدمتونه نه وړاندې کېږي. د ملګرو ملتونو دا استازې اندېښنه څرګندوي، چې افغان ښځې په کورنیو کې د مېړونو له لوري له تاوتریخوالي سره هم مخ دي. یو شمېر افغان مېرمنو غوښتنه کړې، چې نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې له مېرمنو سره کېدونکی ناوړه چلند عادي ونه ګڼي او پر وړاندې یې باید جدي اقدامات وکړي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکې نجونې او مېرمنې په افغانستان کې د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ کېږي چې له مخې یې د ښوونځیو له زده‌کړو او کار کولو څخه محرومېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د ښځو پر ضد سخت بندیزونه ولګول، پر هغوی یې د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې بندې کړې او د کار کولو بندیز یې هم پرې اعلان کړی دی. یاده دې وي، چې افغان ښځینه فعالانو د طالبانو دغه استبدادي کړنو ته د «جنسي اپارټایډ» نوم ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری: د طالبانو نوې مقرره د افغان ښځو حقونه محدودوي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰
د بښنې نړیوال سازمان خبرداری: د طالبانو نوې مقرره د افغان ښځو حقونه محدودوي
100%

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا دفتر خبرداری ورکړی چې د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د نوې جنايي مقررې له امله له عدالت، مساوات او خپلواکۍ څخه د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ کېږي، او د بشري حقونو د دغو سرغړونو په وړاندې بېړنی اقدام اړین دی.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا دفتر د خبرپانې له مخې، د طالبانو حکومت لخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د کلونو راهیسې په تدریجي ډول کمزوري شوي او اوس د یوې نوې جنايي مقرره له لارې دغه فشار لا زیاتېږي. دغه اداره ټینګار کوي چې دا مقرره د ښځو او نجونو د عدالت، مساوات او شخصي خپلواکۍ پر وړاندې ستر محدودیتونه رامنځته کوي.

د بشري حقونو مدافعین د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دا «ظالمانه او جابره مقرره» ژر تر ژره لغوه کړي او د افغان ښځو حقونو ته د درناوي تضمین وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغان ښځو د حقونو لپاره باید د نړۍ په کچه غږ پورته شي.»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د حقونو کمښت یوه دوامداره ستونزه ده، چې له تعلیمي، کاري او ټولنیزو حقونو نیولې د قضایي خپلواکۍ محدودیتونو پورې ټولې برخې رانغاړي. اوس د نوې مقررې سره دا محدودیتونه نور هم جدي بڼه غوره کړې.

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره له امنیتي اندېښنو سره سره پیل شوه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۹ GMT+۰
 د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره له امنیتي اندېښنو سره سره پیل شوه
100%

د اسکار د جایزو ۹۸مه دوره د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۴مه) په لس‌انجلس کې د امنیتي اندېښنو تر سیوري لاندې پر سرې غالۍ د مېلمنو په ورتګ سره پیل شوه. ټاکل شوې چې په دې مراسمو کې د سینما په بېلابېلو برخو کې لکه د غوره اداکارۍ، ډایرېکټرۍ او غوره فلم ګټونکي اعلان شي.

د دغو مراسمو لپاره جدي امنیتي تابیاوې نیول شوي او د مراسمو سمبالوونکو ویلي، د کلیفورنیا پر وړاندې د ایران له‌خوا د احتمالي ګواښ په اړه د فدرالي حکومت له خبرداري وروسته، د لس‌انجلس له پولیسو او اف‌بي‌ای سره نږدې همکاري لري.

مسوولینو څرګنده کړې، چې سمدستي دغه مراسم له مشخص او یا هم واقعي ګواښ سره مخ نه‌دی. دغه مراسم د دویم پرله‌پسې کال لپاره د مشهور ټلوېزیوني ویاند کانن اوبراین له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

اډرین برودي، واګنر مورا، رناته رینس‌وه او نور سینمايي لوبغاړي په ښایسته جامو کې پر سرې غالۍ راڅرګند شول او د عکاسانو او خبریالانو پام یې ځان ته واړاوه.

د اسکار جایزو سږنۍ سیالۍ خورا نږدې او د نه وړاندوینې وړ دي. ټیموټي شالامه، لیوناردو ډیکاپریو او مایکل بي جورډن د غوره نارینه لوبغاړي په کټګورۍ کې سیالي کوي او جیسي باکلي د غوره ښځینه لوبغاړې لپاره تر ټولو احتمالي غوراوی ګڼل کېږي.

نور هنرمندان هم د اصلي جایزو د ترلاسه کولو لپاره چانس لري. په دې سیالۍ کې دوه فلمونه «ګناهکاران» او «له یوې جګړې وروسته بله جګړه» غوره شوي، خو لا تر اوسه هم د اصلي جایزې د ترلاسه کولو لپاره کوم قطعي ګټونکی نه‌دی څرګند شوی.

د اسکار د سرو زرو د تندیسونو ګټونکي د نږدې ۱۰ زره هنرمندانو، پروډیوسرانو، ډایرېکټرانو او تخنیکي کارکوونکو له‌خوا غوره کېږي.

طالبان وايي چې په بغلان کې یې دوه زره کلنې پخوانۍ تاریخي سیمې وموندلې

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰
طالبان وايي چې په بغلان کې یې دوه زره کلنې پخوانۍ تاریخي سیمې وموندلې
100%

د طالبانو د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی، چې په دغه ولایت کې یې دوه لرغونې سیمې کشف کړي، چې «تاریخي مخینه یې د کوشانیانو دورې ته رسېږي». دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه سیمې د بغلان د مرکز د ۸ او ۹ سړکونو په مسیر او د «چمقله» لرغونې سیمې په اوږدو کې پرتې دي. طالب چارواکي وایي دا سیمې د فرهنګي میراثونو د ساتنې د مدیریت د هڅو په پایله کې کشف او تثبیت شوې دي.

د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، د لرغون‌پوهانو په حضور کې د دغو سیمو د دېوالونو پاتې شوني موندل شوي چې له خښتو او پخڅې جوړ شوي دي. همدارنګه د خاورینو لوښو ټوټې، اېرې او د هډوکو ځینې پاتې شوني هم کشف شوي.

طالبان په داسې حال کې د تاریخي سیمو او میراثونو د خوندي ساتلو خبره کوي چې دې ډلې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال په بامیان کې د بودا تاریخي مجسمې ونړولې.