• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وايي د درملنې مرکزونه باید له پوځي اهدافو جلا وساتل شي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې دفتر استازي پوللیک اوک سري افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د درملنې مرکزونه باید له پوځي اهدافو جلا وساتل شي. د اوک سري په وینا، د پاکستان هوایي برید کې په نښه شوی مرکز د طالبانو کورنیو چارو وزارت کنټرولاوه.

د نوموړي په وینا، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې دفتر باور لري چې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونه باید د عامې روغتیا وزارت له خوا اداره شي او د درملنې بهیر باید په خپله خوښه، پرته له زور او فشار څخه ترسره شي.

د نوموړي په وینا، دغه مرکز د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې نه و.

د راپورونو له مخې، د دوشنبې په شپه پاکستان یو ځل بیا پر کابل او ننګرهار بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه درې بمونه د کابل په ختیځ کې د «امېد» په نامه د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز ولګېدل. طالبانو ویلي چې په دې پېښه کې ۴۰۰کسان وژل شوي او ۲۵۰نور ټپیان دي. یوې ډیپلوماټیکې سرچینې هم تایید کړې چې د مرګ‌ژوبلې شمېر ښايي سلګونو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو استازي ټینګار کړی چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، درملنیز مرکزونه باید له پوځي اهدافو جلا وساتل شي. همداراز، د شخړې ښکېلې خواوې باید پر ملکي اهدافو، په ځانګړې توګه پر روغتونونو او درملنې مرکزونو، له بریدونو ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

رواداري: د کابل د وروستۍ پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې دغه ډول کړنې د نړۍوالو بشرپاله حقونو د بنسټيزو اصولو ښکاره سرغړونه یاده کړې او دغه ډول برید یې جګړه‌ییز جرم یاد کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «د وسله‌واله شخړو اړوند قوانينو له مخې؛ ښکېلي خواوې مکلفې دي، چې د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ توپير وکړي». د اعلامیې له مخې؛ پر درملیز او روغتیايي تاسیساتو هر ډول قصدي بریدونه د عاملینو لپاره جدي حقوقي پایلې لرلای شي.

رواداري بنسټ له ښکېلو لورو غوښتنه کړې، چې د نړۍوالو بشري حقونو بنسټیز اصول له قید او شرط پرته رعایت کړي. دوی دارنګه ویلي: «له اړونده نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ژوند او کرامت د ساتنې او د دغه ډول له ناورینونو ډکو بشري پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته او عملي کړي».

د ګډ امنیتي تړون سازمان وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه څاري

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د ګډ امنیتي تړون سازمان ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو اړوند پرمختګونه له نږدې څاري. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې د وضعیت لا کړکېچنېدل امنیتي ګواښ رامنځته کوي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان هیله څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ به د کړکېچ د حل لپاره ژر تر ژره «معناداره» خبرې اترې پیل شي. ګډ امنیتي تړون سازمان یوه سیمه‌ییزه پوځي-امنیتي ډله ده. روسیه، بېلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان د دغه پوځي-امنیتي سازمان غړي هېوادونه دي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښمن دی. نوموړي ویلي، چې روسیه د همدې شخړې د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو ده.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي وویل: «د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالی کولای شي په یوې بشپړې جګړې بدل شي».

حیات‌الله حیات: پر افغانستان اوسني واکداران باید ژر تر ژره د پاکستان سفير وشړي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۱ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري نظام د کورنیو چارو پخوانی وزیر حیات‌الله حیات پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه انساني ناورین بللی او زیاته کړې یې ده، چې اوسني واکداران باید ژر تر ژره د پاکستان سفیر وشړي.

حیات‌الله حیات ویلي، چې پاکستان د پخوا په څېر په افغانستان کې د ناامنۍ پروژه مخ ته وړي او له دې یې موخه د جمهوري نظام د پاتو وسلو له‌منځه وړل، د افغانانو ترمنځ سمتي او ژبني نفاق خپرول او د افغانستان کمزوري کول دي.

نوموړي د پاکستان بریدونه د «انساني او اسلامي ارزښتونو» خلاف یاد کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې «اوسني واکداران باید خپلې تګلارې اصلاح کړي، د ولس غږ واوري او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي. د پاکستان سفیر باید ژر تر ژره وشړل شي».

نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان ته باید پیاوړی او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي. ښاغلي حیات ویلي، چې د یوې رښتینې لویې جرګې له لارې دې ملي یووالی پياوړی او د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي.

پاکستان د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه اسلام‌اباد ته وربللي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پاکستان د طالبانو ضد یو شمېر مهم سیاسي جریانونه اسلام اباد ته وربللي دي او د هغوی د سفر په اړه لومړنۍ سلا مشورې روانې دي.

لږ تر لږه دوو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو ترمنځ غونډې شوې دي او په دغو ناستو کې د پاکستان د بلنې په اړه بحثونه او سلا مشورې شوې دي.

د طالبانو ضد یوې پوځي جبهې یوه چارواکي هم تایید کړې چې د دې بلنې په اړه د مخالفو سیاسي جریانونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

تمه کېږي چې د کوچني اختر له پای ته رسېدو وروسته به په اسلام‌اباد کې یوه غونډه وشي چې د طالبانو د مخالفو مهمو سیاسي جریانونو استازي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي به پکې ګډون وکړي.

تر اوسه د دې غونډې د ګډونوالو وروستی نوملړ نه دی خپور شوی.

سرچینې وایي پاکستان په داسې حال کې د طالبانو پر حکومت سیاسي فشارونه زیاتوي چې له بلې خوا یې د پوځي فشارونو کچه هم لوړه کړې ده.

فطرت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ ټپيان دي

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په خوست، نورستان، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په بریدونو کې ۴ ملکي کسان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. نوموړي ویلي چې په بریدونو کې د ملکي کسانو کورونه په نښه شوي.

فطرت د دوشنبې په ورځ د (د کب ۲۵مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ او توپونو پر مټ د ملکي کسانو کورونه په نښته کړي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان په برید کې تېره شپه د خوست په سپېرې، ځاځي‌ میدان، ګربز او علیشېرو- تریزیو ولسوالیو کې درې ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او ‍۴ ښځې، دوه ماشومان او درې نارینه نور ټپيان شوي دي. د هغه په خبره چې د عامو خلکو یو شمېر کورونه هم تخریب شوي دي.

فطرت وايي د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ په سیمه کې د پاکستان په هاوان مرمۍ برید کې یو کور سوځېدلی او د پکتیکا ولایت په شکین او برمل ولسوالیو کې هم د ملکي کسانو هغه کورنه چې تخلیه شوي و په نښه شوي دي.

طالبانو ویلي چې پاکستان د پکتیکا په شکین ولسوالۍ ۴۳ د هاوان مرمۍ توغولي چې ځاني تلفات نه لري.