• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران ته د سعودي عربستان خبرداری: د پوځي اقدام حق ځان ته محفوظ ګڼو

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۱۲ GMT+۰

«د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان اعلان وکړ، چې د ایران له لوري فشار به له سیاسي او اخلاقي پلوه برعکس پایله ولري. نوموړي ټینګار وکړ، چې ریاض «د اړتیا په صورت کې د پوځي اقداماتو حق ځان ته محفوظ ساتي».

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د ریاض په سیمه کې پر دوو د تېلو تصفیه‌خونو برید شوی دی او زیاته کړې یې ده، چې د دغه هېواد مشرتابه به په مناسب وخت کې لازمې پرېکړې وکړي.
هغه اشاره وکړه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بریدونو ځواب کولای شي هم سیاسي او هم غېرسیاسي وي او زیاته یې کړه: «د ایران ټینګار د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر نقض د دې لامل شوی چې پر هغه باور کمزوری شي».
بن فرحان د دې په اعلانولو سره چې د ایران اسلامي جمهوریت خپل بریدونه له مخکې پلان کړي وو، زیاته کړه: «دا بریدونه به د ایران انزوا نوره هم زیاته کړي».
هغه د فارس خلیج عربي هېوادونو پر وړاندې د ایران بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ: «د سمندري تګ‌راتګ په ازادۍ کې لاسوهنه د نړۍوال امنیت او سولې لپاره ګواښ دی».
بن فرحان د دې لپاره چې د ایران اسلامي جمهوریت «د نړۍوالې ټولنې پیغام نه دی درک کړی او نه غواړي چې هغه درک کړي» تر نیوکې لاندې راوست او ویې ویل: «ایران باید سمدستي په سیمه کې د نیابتي ډلو ملاتړ بند کړي او د سمندري تګ‌راتګ خوندیتوب تضمین کړي».
هغه ټینګار وکړ، چې تهران باید په خپلو «ناسمو محاسبو» بیاکتنه وکړي، ځکه چې د هغه بریدونه به هېڅ لاسته راوړنه ونه لري.

ترویج لرونکی

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي
۱

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۴
د جولای ۸مه

له پوتین او نتنیاهو تر ملا هبت‌الله؛ کوم مشران د نیولو حکم لري او ولې نه دي نیول شوي؟

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په کراچۍ کې د سختو بادونو او بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰
د پاکستان په کراچۍ کې د سختو بادونو او بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي
100%

د پاکستان په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان ویلي، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «یوازې د ښار په بلدیه مواچ ګوټ سیمه کې د یوې ونې د غورځېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي».
نوموړي همدارنګه زیاته کړې: «په دغه سیمه کې روږدي کسان له باران او سخت باد څخه پټ شوي وو، چې لومړی پرې دېوال راغورځېدلی او بیا پرې ودانۍ نړېدلې ده».

نوموړي ویلي، چې د کراچۍ ښار په نورو سیمو کې هم د کورونو دېوالونه نړېدلي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

د کراچۍ ښار د ژغورنې ادارې ویاند ویلي، چې په قربانیانو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي.

ځايي خبریالانو ویلي، چې دمګړی په ښار کې په نړېدلو کورنو کې د ژغورنې عملیات دوام لري.

بلجیمۍ سناتوره: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان چلند «جنسيتي اپارټایډ» دی

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰
بلجیمۍ سناتوره: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان چلند «جنسيتي اپارټایډ» دی
100%

د بلجیم د سنا مجلس غړې ویوین ټایټل‌بام له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي،‌ په افغانستان کې پر ښځو روان بندیزونه او ورسره کېدونکی چلند په ښکاره توګه «جنیستي اپارټایډ» دی. نوموړې وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسني سیاستونه د بشریت پر ضد جنایت دی.

هغې وویل: «د افغانستان د اپوزیسیون او په ځانګړې توګه د ښځو غږونه باید راپورته کړو او طالبانو ته باید نور ټرېبیون ورنه‌کړو». د ټایټل‌بام په خبره، افغانستان باید د ډیموکراسۍ ارزښتونو ته بېرته ورستون شي او برابري د دغه ارزښتونو مهمه برخه ده.

دې بلجیمۍ سناتورې ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید افغانستان کې روان وضعیت درک کړي چې هېڅ ډول عدالت او برابري هلته نشته. نوموړې وویل: «دا سخته ده چې نیمه ټولنه له خپلو حقونو بې‌برخې شي،‌ ان بسنټیزو حقونو لکه روغتیايي خدمتونه چې ترې محرومې دي. افغانستان کې ښځې له ازاد ژوند څخه هم بې‌برخې دي».

هم‌مهاله په بلجیم کې د طالبانو د حکومت مخالفې څېرې هم راټولې شوي او د افغانستان پر روان وضعیت بحثونه کوي. دغو افغان سیاستوالو د بلجیم له یو شمېر سناتورانو سره د هېواد پر روان وضعیت او د طالبانو له لوري د سختدریځه قوانینو پر پلي کېدو باندې بحثونه کړي دي.

د پاکستان هوایي شرکت د متحده عرب اماراتو فجیرې سیمې ته الوتنې وځنډولې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۰
د پاکستان هوایي شرکت د متحده عرب اماراتو فجیرې سیمې ته الوتنې وځنډولې
100%

د پاکستان ملي هوايي شرکت پي ای اې د خلیجي هېوادونو د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته اعلان کړی چې د راتلونکو ۴۸ساعتونو لپاره به خپلې الوتنې د متحده عربي اماراتوفجیرې ته وځنډوي.

د یاد شرکت وياند عبدالله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پی اې اې الوتکې به تر نوي اعلان پورې یوازې د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې کوي.

د نوموړي په وینا، له پاکستان څخه د پي اې اې عادي الوتنې د دوبۍ، شارجې، ابوظبۍ او العین لور ته تللې، خو د دوبۍ او ابوظبۍ پر هوايي ډګرونو له بریدونو وروسته د شرکت مدیریت پرېکړه وکړه چې د دوبۍ پر ځای فجیرې او د ابوظبۍ پر ځای العین هوايي ډګرونه وکاروي.

هغه زیاته کړه چې د پرونۍ میزایل حملې وروسته د امنیتي خطرونو د زیاتوالي له امله فجیرې ته الوتنې هم ځنډول شوې او دا مهال يوازې العین د پی اې اې له خوا د بدیل هوايي ډګر په توګه کارول کېږي.

د امنیتي حل په توګه؛ زېلېنسکي د هرمز تنګي لپاره د لارښود شويو اوبتلونو د پراختیا خبر ورکړ

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۰
د امنیتي حل په توګه؛ زېلېنسکي د هرمز تنګي لپاره د لارښود شويو اوبتلونو د پراختیا خبر ورکړ
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په منځني ختیځ کې د دغه هېواد تر ۲۰۰ څخه زیاتو متخصصینو د حضور او په راتلونکو ورځو کې سیمې ته د ۳۴نورو د لېږد یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغه کسان له متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او کوېټ سره د بې‌پیلوټه الوتکو په نسکورولو کې مرسته کوي.

هغه د برېتانیا په پارلمان کې ټینګار کړی، چې منځني ختیځ ته د اوکرایني متخصصینو لېږد اوس د متحده ایالاتو او د ایران شاوخوا هېوادونو په غوښتنه ترسره کېږي. زېلېنسکي زیاته کړه: «دا د ډرون تړون یوه برخه ده، چې موږ متحده ایالاتو ته وړاندیز کړې وه او دا لاهم د مېز په سر ده».

هغه د اوکراین د سمندري ډرون سیسټمونو دوامداره پرمختګ ته په اشارې سره وویل:« موږ په سمندر کې په دې پرمختګ تمرکز کولو سره بریالي شو؛ موږ له ساده ډرونونو سره پیل وکړ، بیا مو داسې ډرونونه جوړ کړل چې برجونه لري او چورلکې نسکورولای شي. اوس موږ داسې ډرونونه لرو، چې کولای شي له سمندر څخه روسي جېټ الوتکې نسکورې کړي».

هغه د هغو کښتیو پراختیا ته اشاره وکړه، چې ډرونونه لېږدوي: «موږ داسې کښتۍ رامنځته کړې، چې ډرونونه لېږدوي او دارنګه هغه کښتۍ چې له سمندر څخه ځمکنۍ موخې په نښه کوي». زېلېنسکي زیاته کړه: «سربېره پر دې موږ په اغېزمنو اوبتل سیسټمونو کار کوو او په تور سمندر کې د ګواښونو سره د مقابلې لپاره مو مناسب امنیتي حل لارې موندلې دي».

بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی

۲۵ کب ۱۴۰۴ - ۱۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۷ GMT+۰
بښنې نړیوال سازمان: د یوناما د ماموریت درې میاشتنی تمدید اندېښمنوونکی دی
100%

د بښنې نړیوال سازمان سیمه‌ییز دفتر وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) یوازې د دریو میاشتو لپاره تمدید د اندېښنې وړ دی.

یاد سازمان په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د یو کال تمدید به د یوناما ماموریت ته ثبات او د پام وړ وړتیا ورکړې وای، تر څو په بشپړ ډول د خپلې دندې، په ځانګړي ډول د بشري حقونو څارنې او راپور ورکولو او د ښځو، سولې او امنیت برخې پر پلي کولو تمرکز وکړي.

دوی زیاتوي چې لنډمهاله تمدیدونه د یوناما ماموریت د اصل صلاحیتونو په بیا کتنه کې ګواښ پېښوي، له پلي کولو پام اړوي او د طالبانو د غیر رسمي چارواکو د کړنو د دوامداره نړیوال څار کمزوري کولای شي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د یوناما د ماموریت هر ډول بیا کتنه باید روښانه، شفافه وي او د افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو، مدني ټولنې او لږکیو سره په معنی‌داره مشوره ترسره شي.