تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې طالبانو د چارشنبې په ورځ په هرات کې یو شمېر شیعه عالمان نیولي دي. دا کسان وروسته له هغه ونیول شول چې د طالبانو د کوچني اختر د اعلان مطابق اختر ترسره کولو نه یې ډډه کړې وه.
د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلامجار له دینی مشرانو سره لیدلي، خو په خبرپاڼه کې د شیعه علماوو د نیولو او د ازادولو غوښتنې ته اشاره نه ده شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې عالمانو د ټولنې د بېلابېلو طبقو ترمنځ د اتحاد او وحدت پر اهمیت ټینګار کړی او د تلپاتې ثبات او پرمختګ لپاره یې د طالبانو د نظام د دوامداره ملاتړ یادونه کړې.
سرچینې وايي چې نوراحمد اسلامجار په دې لیدنه کې د هرات د مشرانو او د شیعه ټولنې استازو ته وویل چې د شیعه علماوو د ازادولو موضوع دې د طالبانو د علماوو شورا ته وړاندي کړي.
سرچینې زیاتوي چې د والي له دفتر څخه تر وتلو وروسته، د نیول شویو کسانو کورنۍ او استازو هڅه وکړه چې د شورا له څو غړو سره اړیکه ونیسي، خو غړو وویل چې د اختر د ورځو د تېرولو لپاره ولسوالیو ته تللي دي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې مسوولین هم په هرات کې د دې موضوع په اړه حاضر نه شول چې ځواب ورکړي.
که څه هم طالبانو لومړی یوازې دوه شیعه عالمان نیولي وو، خو سرچینې وايي چې اوس د نیول شویو کسانو شمېر پنځو ته رسېدلی دی.
په نیول شویو شعیه علماوو کې محمد روحاني، خداداد احساني، محمد اکبري، رجب زاده او رضا زاده شامل دي.
سرچینې وايي تر اوسه له دغو کسانو سره د اړیکو نیولو امکانات نه دي برابر شوي او د هغوی د ساتنې ځای هم معلوم نه دی.