• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني وايي چې له پوځي لارې د هرمز تنګي په پرانېستلو کې برخه نه اخلي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د جرمني صدراعظم فریدریښ مرڅ وايي، پر ایران د برید د بریالیتوب قانع کوونکی پلان نشته او واشنګټن له اروپا سره مشوره هم نه ده کړې. مرڅ وویل، «تر هغه چې جګړه روانه وي، موږ به د هرمز تنګي په پرانېستلو کې، د بېلګې په توګه له پوځي لارې، برخه وانخلو».

د جرمني صدراعظم فریدریښ مرڅ، چې ځان د اتلانتيکي اړیکو ملاتړی بولي، په دې وروستیو کې ډېر روښانه او سخت دریځ خپل کړی دی.

کله چې د امریکا ولسمشر له هېوادونو وغوښتل چې د ایران پر ضد نړیوالو هڅو کې برخه واخلي او بېړۍ واستوي څو د هرمز تنګی پرانېزي، نو د امریکا ځینو نږدې متحدینو دا غوښتنه رد کړه.

مرڅ د چارشنبې په ورځ جرمني وکیلانو ته وویل چې دی هم دا مني چې ایران باید د خپلو ګاونډیانو لپاره ګواښ ونه ګرځي، خو د امریکا او اسراییل د جګړې د منطق په اړه یې شک څرګند کړ.

هغه وویل، « تر اوسه پورې داسې قانع کوونکی پلان نشته چې دا عملیات څنګه بریالي کېدای شي. واشنګټن موږ سره مشوره نه ده کړې او نه یې ویلي چې د اروپا مرسته ضروري ده.»

هغه زیاته کړه، « موږ به د دې تګلارې پر وړاندې مشوره ورکړې وای. له همدې امله موږ اعلان کړی چې تر هغه وخته چې جګړه روانه وي، موږ به د هرمز تنګي په پرانېستلو کې، د بېلګې په توګه له پوځي لارې، برخه وانخلو».

د رویټرز د رپوټ له مخې، اروپايي مشرانو د ایران پر ضد د امریکا او اسراییل په پوځي عملیاتو کې مستقیمه برخه رد کړې، ځکه هغوی وېره لري چې په داسې نامعلومه او پېچلې شخړه کې ښکېل نه شي چې هدفونه یې روښانه نه دي او د خلکو تر منځ هم محبوبه نه ده.

په دې کار سره هغوی دا حساب کوي چې په څنګ کې پاتې کېدل د اتلانتيکي اړیکو له خطرونو غوره دي، هغه اړیکې چې لا له وړاندې د اوکراین جګړې او سوداګریزو شخړو له امله کمزورې شوې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

تحریک انصاف ګوند تر اختر وروسته له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره غورځنګ پيلوي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.

د تحریک انصاف ګوند عمومي‌ منشي سلمان اکرم راجا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوی به له اختر وروسته سوله‌ییز حرکت پيل کړي. د نوموړي‌ په خبره؛ په پاکستان کې مېلیونونه ځوانان د بې‌وزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله له نهیلۍ سره مخ دي.

هغه وویل: «دا زموږ دنده ده، چې پاکستان په سم لوري روان کړو. د دغه هېواد ځوانان به له کړکېچ څخه د وتلو لپاره خپل رول ولوبوي». راجا ویلي، چې د همدغه حرکت موخې د «اساسي قانون بیا پلي کول او د قانون حاکمیت»، له زندانه د عمران خان خلاصون او د هر پاکستاني لپاره د ازادۍ حق ترلاسه کول دي.

تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند مشرانو خبرداری ورکړی و، که د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیایي حالت ته پام ونه شي؛ نو له اختر وروسته به له زندانه د هغه د خلاصون لپاره لوی سیاسي غورځنګ پیل کړي. دوی د فدرالي حکومت چلند «جنایي بې‌پامي» یاده کړې وه.

د پاکستان په کراچۍ کې د سختو بادونو او بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان ویلي، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «یوازې د ښار په بلدیه مواچ ګوټ سیمه کې د یوې ونې د غورځېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي».
نوموړي همدارنګه زیاته کړې: «په دغه سیمه کې روږدي کسان له باران او سخت باد څخه پټ شوي وو، چې لومړی پرې دېوال راغورځېدلی او بیا پرې ودانۍ نړېدلې ده».

نوموړي ویلي، چې د کراچۍ ښار په نورو سیمو کې هم د کورونو دېوالونه نړېدلي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

د کراچۍ ښار د ژغورنې ادارې ویاند ویلي، چې په قربانیانو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي.

ځايي خبریالانو ویلي، چې دمګړی په ښار کې په نړېدلو کورنو کې د ژغورنې عملیات دوام لري.

بلجیمۍ سناتوره: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان چلند «جنسيتي اپارټایډ» دی

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د بلجیم د سنا مجلس غړې ویوین ټایټل‌بام له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي،‌ په افغانستان کې پر ښځو روان بندیزونه او ورسره کېدونکی چلند په ښکاره توګه «جنیستي اپارټایډ» دی. نوموړې وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسني سیاستونه د بشریت پر ضد جنایت دی.

هغې وویل: «د افغانستان د اپوزیسیون او په ځانګړې توګه د ښځو غږونه باید راپورته کړو او طالبانو ته باید نور ټرېبیون ورنه‌کړو». د ټایټل‌بام په خبره، افغانستان باید د ډیموکراسۍ ارزښتونو ته بېرته ورستون شي او برابري د دغه ارزښتونو مهمه برخه ده.

دې بلجیمۍ سناتورې ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید افغانستان کې روان وضعیت درک کړي چې هېڅ ډول عدالت او برابري هلته نشته. نوموړې وویل: «دا سخته ده چې نیمه ټولنه له خپلو حقونو بې‌برخې شي،‌ ان بسنټیزو حقونو لکه روغتیايي خدمتونه چې ترې محرومې دي. افغانستان کې ښځې له ازاد ژوند څخه هم بې‌برخې دي».

هم‌مهاله په بلجیم کې د طالبانو د حکومت مخالفې څېرې هم راټولې شوي او د افغانستان پر روان وضعیت بحثونه کوي. دغو افغان سیاستوالو د بلجیم له یو شمېر سناتورانو سره د هېواد پر روان وضعیت او د طالبانو له لوري د سختدریځه قوانینو پر پلي کېدو باندې بحثونه کړي دي.

د پاکستان هوایي شرکت د متحده عرب اماراتو فجیرې سیمې ته الوتنې وځنډولې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۰

د پاکستان ملي هوايي شرکت پي ای اې د خلیجي هېوادونو د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته اعلان کړی چې د راتلونکو ۴۸ساعتونو لپاره به خپلې الوتنې د متحده عربي اماراتوفجیرې ته وځنډوي.

د یاد شرکت وياند عبدالله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پی اې اې الوتکې به تر نوي اعلان پورې یوازې د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې کوي.

د نوموړي په وینا، له پاکستان څخه د پي اې اې عادي الوتنې د دوبۍ، شارجې، ابوظبۍ او العین لور ته تللې، خو د دوبۍ او ابوظبۍ پر هوايي ډګرونو له بریدونو وروسته د شرکت مدیریت پرېکړه وکړه چې د دوبۍ پر ځای فجیرې او د ابوظبۍ پر ځای العین هوايي ډګرونه وکاروي.

هغه زیاته کړه چې د پرونۍ میزایل حملې وروسته د امنیتي خطرونو د زیاتوالي له امله فجیرې ته الوتنې هم ځنډول شوې او دا مهال يوازې العین د پی اې اې له خوا د بدیل هوايي ډګر په توګه کارول کېږي.

د امنیتي حل په توګه؛ زېلېنسکي د هرمز تنګي لپاره د لارښود شويو اوبتلونو د پراختیا خبر ورکړ

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په منځني ختیځ کې د دغه هېواد تر ۲۰۰ څخه زیاتو متخصصینو د حضور او په راتلونکو ورځو کې سیمې ته د ۳۴نورو د لېږد یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دغه کسان له متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر او کوېټ سره د بې‌پیلوټه الوتکو په نسکورولو کې مرسته کوي.

هغه د برېتانیا په پارلمان کې ټینګار کړی، چې منځني ختیځ ته د اوکرایني متخصصینو لېږد اوس د متحده ایالاتو او د ایران شاوخوا هېوادونو په غوښتنه ترسره کېږي. زېلېنسکي زیاته کړه: «دا د ډرون تړون یوه برخه ده، چې موږ متحده ایالاتو ته وړاندیز کړې وه او دا لاهم د مېز په سر ده».

هغه د اوکراین د سمندري ډرون سیسټمونو دوامداره پرمختګ ته په اشارې سره وویل:« موږ په سمندر کې په دې پرمختګ تمرکز کولو سره بریالي شو؛ موږ له ساده ډرونونو سره پیل وکړ، بیا مو داسې ډرونونه جوړ کړل چې برجونه لري او چورلکې نسکورولای شي. اوس موږ داسې ډرونونه لرو، چې کولای شي له سمندر څخه روسي جېټ الوتکې نسکورې کړي».

هغه د هغو کښتیو پراختیا ته اشاره وکړه، چې ډرونونه لېږدوي: «موږ داسې کښتۍ رامنځته کړې، چې ډرونونه لېږدوي او دارنګه هغه کښتۍ چې له سمندر څخه ځمکنۍ موخې په نښه کوي». زېلېنسکي زیاته کړه: «سربېره پر دې موږ په اغېزمنو اوبتل سیسټمونو کار کوو او په تور سمندر کې د ګواښونو سره د مقابلې لپاره مو مناسب امنیتي حل لارې موندلې دي».