• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انس حقاني: له پاکستان سره شخړه لویه ستونزه نه ده او خلک دې اندېښنه نه کوي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو او پلازمېنې له هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو جګپوري غړي انس حقاني ویلي، چې «له پاکستان سره روانه شخړه لویه ستونزه نه ده او خلک دې تشویش نه کوي».

د طالبانو جګپوړي غړي انس حقاني په خوست کې د اختر لمانځه پرمهال ویلي، چې خلک دې له پاکستان سره د روان کړکېچ په اړه اندېښنه نه کوي، ځکه د هغه په وینا، «له پاکستان سره روانه شخړه لویه ستونزه نه ده».

انس حقاني له پاکستان سره د شخړې په اړه زیاته کړې:« نور ان شاالله داسې د تشویش وړ خبره نه شته، دا ان شاالله دومره لویه ستونزه نه ده، دا ولس ورسره بلد دی، په ډېره مینه همیشه باید قربانۍ ته حاضر وي. نظام ستاسو په غم کې دی».

نوموړی پر داسې مهال له پاکستان سره شخړه لویه نه ګڼي، چې د مارچ په ۱۶مه پاکستاني الوتکو په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز برید وکړ او طالبانو اعلان وکړ چې په دغه برید کې ۴۰۰ روږدي کسان وژل شوي او له ۲۵۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

په ارګ او سپېدار کې د اختر دوه لمونځونه؛ مولوي کبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا ادا کړ

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر یو وار بیا د اختر لمونځ جلا په سپېدار ماڼۍ کې وکړ، چې له ارګ سره شریک دېوال لري. تر نوموړي مخکې، یو شمېر نورو طالب مشرانو په ارګ کې د اختر لمونځ ادا کړی و.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ پاڼې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) اعلان وکړ، چې د اختر لمونځ په ارګ کې د یادې ډلې د اقتصادي او اداري مرستیالانو او د ریس الوزرا د دفتر عمومي رییس په حضور کې ادا شو.

ورته مهال د طالبانو د کابینې یوشمېر غړو د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او په کابل کې د بهرنیو هېوادونو ډېپلوماتانو په سپېدار ماڼۍ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ. مولوي عبدالکبیر تر دې وړاندې هم څو ځلې د ارګ پر ځای په سپیدار ماڼۍ کې د اختر لمونځ ادا کړی و.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خپلې اختریزې وینا کې ویلي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړل شي چې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری وکړي یا د هېواد په کورنیو چار کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي د پاکستان له لوري وروستي بریدونه وغندل او ویې ویل، چې دغه کړنې د نړۍوالو او اسلامي اصولو خلاف دي. د هغه په وینا؛ جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه‌ده او د پاکستان علماء او ولسونه باید اجازه ورنه‌کړي، چې د دواړه ولسونو اړیکې د بهرنیو قدرتونو د غوښتنو قرباني شي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان د خبرو اترو دروازې پرانستې ساتلې؛ خو د هر ډول یرغل پر وړاندې ځواب ویلو لپاره چمتو دي او دوی به د خپل هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

طالبانو د ملاهبت الله د امنیت لپاره په عیدګاه جومات کې درنې وسلې ځای پرځای کړې وې

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو د خپل مشر د امنیت خوندي کولو لپاره په عیدګاه جومات کې درنې وسلې ځای پرځای کړې وې. سرچینو ویلي، چې د عیدګاه جومات شاوخوا د طالبانو ځانګړي‌ ځواکونه، د بې‌پيلوټه الوتکو ویشتګر او دفاعي سیټمونه ځای پرځای شوي وو.

سرچینې وايي، دغه وسلې د جومات دننه، دېوالونو او شاوخوا کې اېښودل شوې وې. د دوی په خبره؛ عیدګاه جومات ته ټولې لارې له تېرو څو ورځو راهیسې تر کلک امنیتي‌ څار لاندې وې او جومات ته نږدې کورونه هم پلټل شوي وو.

د طالبانو د مشر د وینا او لمانځه پرمهال په ټول کندهار کې مخابراتي شبکې او ټلیفونونه هم د لنډمهال لپاره بند وو. سرچینو ویلي، چې د ملاهبت الله د وینا پرمهال د عیدګاه جومات دننه هم د ساده ټېلیفونو په کارونې بندیز لګېدلی و.

طالبانو یوه اونۍ وړاندې د اختر لمانځه او ورځو د امنیت ساتلو لپاره ۱۰۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه هم جوړه کړې وه. طالبانو ویلي، چې دغه قطعه د ښار په بېلابیلو برخو کې د امنیت د خوندي‌ ساتلو، د مشکوکو کسانو او کړنو د څار او د خطرناکو پېښو د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي.

ملاهبت الله: پر موږ دې بمبار وکړي خو تاسو په خپلو عقیدو او ایمان کې تغییر مه راولئ

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د طالبانو مشر د کندهار په عیدګاه جومات کې زرګونه کسانو ته په اختریزه وینا کې د پاکستان نوم له اخیستلو پرته وویل: «که څوک پر موږ بمبار کوي، یا مو په توپونو ولي ودې کړي؛ خو تاسو په عقیدو او ایمان کې تغییر مه راولئ».

د طالبانو مشر نن د اختر د لمانځه پرمهال شاوخوا ۴۶ دقیقې خبرې وکړې؛ خو ډېره برخه یې د خپلو فرمانونو پر پلي کېدو، یووالي، اطاعت او د خپل نظام په ملاتړ راڅرخېده. نوموړي د پاکستان او طالبانو د وروستۍ جګړې هیڅ یادونه ونه کړه او یوازې یې د خپلې وینا په وروستۍ برخه کې وویل، چې «موږ توپ او طیارې نه‌شي خرابولی».

هغه د وینا په یوې بله برخه کې ویلي: «موږ توپ او طیاره نه‌شي خرابولی، که یې موږ په توپ او طیاره له‌منځه وړلای شوای؛ نو امریکا او شورویانو به وړي وای». نوموړي وویل: «دا زموږ د وحدت اسلام، دین او شریعت» برکت دی.

هبت الله اخوندزاده ویلي‌، چې «کافران» زموږ په منځ کې د تفرقې رامنځ ته کولو هڅه کوي. نوموړي پر رسنیو هم نیوکه وکړه او یوشمېر یې د اسلام پر ضد یادې کړې: «د غرب رسنیو ته غوږ مه نیسئ، دا د اسلام پرضد دي».

د طالبانو مشر د خپلو فرمانونو او قوانیو پر پلي کولو ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا د خلکو د اصلاح لپاره دي. هغه وویل: «زه مجبور یم، زه د دغه مسلمانانو مشر یم زه به خامخا دوی د الله لارې ته برابروم».

هغه له ټولو وغوښتل، چې سره یو شي او د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي. نوموړي‌ ویلي: «که دغه دین او اسلام نه‌وای؛ نو قسم په الله اوس به ما او تا پتلون اغوستی وای او د امریکایانو، ناټو او اېروپ خادمان او غلامان به وای. اوس ازاد یو، په ټوله نړۍ کې بې‌ساری نظام لرو».

طالبانو کندهار کې د اختر لمانځه پرمهال مخابراتي شبکې او انټرنېټ په لنډمهالي ډول بند کړي وو

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰

له کندهار نه ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د اختر لمانځه پرمهال مخابراتي شبکو فعالیت او انټرنېټ د شاوخوا درې ساعتونو لپاره پرې وو. د طالبانو ځایي امنیتي سرچینو هم ویلي، چې دغه اقدام په هر اختر کې د امنیتي تدابیرو لپاره ترسره کېږي.

په کندهار کې سږکال هم د کوچني اختر لمونځ د عیدګاه جومات ترڅنګ د ښار په بېلابېلو برخو کې ادا شو. د کندهار ځایي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ښار په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د اختر لمونځ لپاره په جوماتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

ښاریانو ویلي، چې د سهار له ۶ بیا تر څه باندې ۹ بجو پورې مخابراتي شبکو او انټرنېټ هم کار پرېښی و. په کندهار کې د یوه خصوصي‌ مخابراتي شرکت کارکوونکي ویلي، چې طالب استخباراتو دوه ورځې وړاندې په همدې ساعتونو کې دوی ته د نه فعالیت سپارښتنې کړې وې.

امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه اقدام یې د امنیتي تدابیرو په موخه ترسره کړی او هر کال د اختر لمانځه پرمهال د څو ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ پرې کوي.

د ملاحسن اختریز پيغام: د پاکستان بریدونه تجاوز، جنایت او نه بښوونکی جرم دی

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د طالبانو د رییس الوزرا ملاحسن اخوند په اختریز پيغام کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه «تجاوز، جنایت او نه بښوونکی جرم» یاد شوی او زیاته کړې یې ده، چې دغه جګړه د پاکستان له‌خوا پيل شوې. په پيغام کې راغلي، چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع یې مسوولیت دی.

د طالبانو د رییس الوزرا په اختریز پيغام کې راغلي، چې پاکستان د ټولو اصولو خلاف د افغانستان پر بېلابیلو سیمو بریدونه کړي او طالبان د تېر په څېر په تفاهم او د موضوعاتو په سوله‌ییز حل باور لري.

د طالبانو رییس الوزرا چې په ارګ کې د اختر د لمانځه پرمهال په خپله حاضر نه‌و، پيغام یې د دفتر مشر عبدالواسع له‌خوا وړاندې شو. په پيغام کې ویل شوي: «موږ دغه جنایت او د پاکستاني رژيم هر تجاوز په سختو ټکو غندو او دا یو نه بښونکی جرم دی. د مسوول دولت په توګه دا زموږ مسوولیت دی، چې د خلکو او هېواد دفاع وکړو».

هغه ویلي، ځواکونو یې د دفاع په موخه دوښمن ته ځواب ورکړی او مقابل اړخ یې پوه کړی چې «افغانستان بې‌څښتنه» نه‌دی. د ملاحسن اخوند په پيغام کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی، چې «موږ هڅه کوو، له هر جهت سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړو؛ تر څو هېواد مو له کړاونو سره مخامخ نه‌شي».