• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله روسیې ته په ماتې سره د نړۍوالو سیالیو بل پړاو ته ولاړه

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د وزلویې ملي لوبډلې روسیې ته په ماتې ورکولو سره په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې نړۍوالو سیالیو بل پړاو ته لاره وموندله. د دغه سیالیو پر دوام، د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د روسیې لوبډلې ته ۵-۰ په توپیر ماتې ورکړه.

دا په دغه سیالیو کې د افغان لوبغاړو دویمه پرله‌پسې بریا ده. د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې د هنګري لوبډلې ته د ۱۴-۰ په توپیر ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به نن د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو په خپله درېیمه لوبه کې د منګولیا په وړاندې ولوبېږي. افغانستان د دغه سیالیو په دویم ګروپ کې له روسیې، هنګري او منګولیا سره همډلی دی.

په دغه سیالیو کې ۹ لوبډلو ګډون کړی، چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي؛ لومړی ګروپ پنځه لوبډلې لري او دویم ګروپ بیا څلور لوبډلې لري. د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د ترکیې، قزاقستان، چین، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شاملې دي.
دغه سیالۍ سې‌شنبه (د کب ۲۶مه) پیل شوې، چې د وري میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي. دغه سیالۍ د قزاقستان په کوربه‌توب په ترکستان ښار کې ترسره کېږي.

100%

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال د وزلوبې نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان په لوی توپیر هنګري ته ماتې ورکړه

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ کال د وزلوبې نړۍوال جام په خپلې لومړۍ لوبه کې هنګري لوبډلې ته ۱۴-۰ په توپیر ماتې ورکړه. د یادې لوبې لومړۍ پاڼۍ د افغانستان په ګټه د ۰-۷ په توپیر پای ته ورسېده.

افغانستان د دغه سیالیو په دویم ګروپ کې له روسیې، هنګري او منګولیا سره همډلی دی. په دغه سیالیو کې ۹ لوبډلو ګډون کړی، چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي؛ لومړی ګروپ پنځه لوبډلې لري او دویم ګروپ بیا څلور لوبډلې لري.

د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د ترکیې، قزاقستان، چین، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شاملې دي. دغه سیالۍ پرون سې‌شنبه (د کب ۲۶مه) پیل شوې، چې د وري میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي. دغه سیالۍ د قزاقستان په کوربه‌توب په ترکستان ښار کې ترسره کېږي.

د سیالیو ګروپ بندي:
لومړی ګروپ: ترکیه، چین، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان
دویم ګروپ: افغانستان، هنګري، روسیه او منګولیا

100%

په دغه سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې جوړښت:
لوبغاړي: عبدالسلام ایماق، سید مقصود شېرپور، نجیب الله کاروان، احمد جاوید نظري، محمد ابراهیم حکیمي، عبدالسمیع عاشوري، محمد الیاس عمرخیل، دادالله احمدي، صدرالحق پهلوان‌زاده، صفت الله پهلوان، محمد افغان او فرید صفري.
روزونکی: ذبیح الله حاجي‌زاده

چارسمبالی: حیات الله نظري

رییس: غلام سرور جلال

100%

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۳ GMT+۰

د وزلوبې فدراسیون اعلان وکړ، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د «کوک پار» په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللې ده. دغه سیالۍ به د یکشنبې په ورځ د کب ۲۴مه تر د وري لومړۍ نېټې د قزاقستان په ترکستان ښار کې د ۹ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون ترسره شي.

په دغه سیالیو کې به د افغانستان، چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د المپیک او بدني روزنې ادارې مشر احمدالله وثیق هم ویلي و، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربه‌توب د «کوک پار» په نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

وزلوبه یا کوک پار د منځنۍ اسیا او افغانستان دودیزه لوبه ده، چې په وروستیو کلونو کې یې نړۍوالې سیالۍ هم جوړېږي.

د کرېک انفو جایزې؛ د افغانستان د کرېکټ لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د ۲۰۲۵کال غوره توپ وهونکی شو

۲۳ کب ۱۴۰۴ - ۱۴ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۰۱ GMT+۰

د ESPN کرېک انفو معتبرې رسنۍ د ۲۰۲۵کال لپاره د خپلو جایزو ګټونکي اعلان کړل. په دغه نوملړ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د پنځوس اوریزو (یو ورځنیو) لوبو په کټګورۍ کې د کال غوره توپ وهونکی ونومول شو.

دغه جایزه ابراهیم ځدراڼ ته د پاکستان په کوربه‌توب د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د هغه تر اغېزمن فعالیت وروسته ورکړل شوه. نوموړي په لاهور لوبغالي کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کې په ​​۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې جوړې کړې وې.

په هغه لوبه کې افغان لوبډلې د لوبې په پیل کې خپل درې لوبغاړي یوازې ۱۴ منډو سره له لاسه ورکړي وو؛ خو د ځدران په راتګ سره د لوبې رنګ بدل شو او هغه خپله لوبډله د غوره فعالیت سره بریا ته ورسوله.

ځدراڼ اوس‌مهال د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر هم دی. په ټوله کې د هند اته لوبغاړي، د اسټرالیا درې لوبغاړي، د سویلي افریقا دوه لوبغاړي او د افغانستان او بنګله‌دېش یو، یو لوبغاړی د ۲۰۲۵کال د کرېک انفو جایزې وګټلې.

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله له نهو کلونو ځنډ وروسته نړیوالو سیالیو ته ځي

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د المپیک او بدني روزنې ادارې مشر، احمد الله وثیق، ویلي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربه‌توب د «کوک پار» نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه سیالۍ به د روانې میلادي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.

وثیق زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې به د افغانستان تر څنګ د نهو هېوادونو لوبډلې برخه واخلي.

وزلوبه یا کوک پار د منځنۍ اسیا او افغانستان دودیزه لوبه ده چې په وروستیو کلونو کې یې نړیوالې سیالۍ هم جوړېږي.

د افغانستان د ووشو لوبډله د ځوانانو د اولمپیک په غوراوي سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۲ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې په «تالو» څانګه کې د افغان ځوانانو ووشو لوبډله د بودجې د کمښت له امله په چین کې د ځوانانو اولمپیک د غوراوي په سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه.

د معلوماتو له مخې؛ په دغه سیالیو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې او چمتووالي اعلان وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶کال د مارچ ۸مه ټاکل شوې وه. د پلان له مخې؛ د افغانستان د ووشو لوبډلې غړي باید د ۱۴۰۵ کال (د وري په ۳مه) چین ته سفر وکړي، چې په سیالۍ کې برخه واخلي؛ خو ویل کېږي چې د افغانستان د بدني روزنې ادارې د بودجې د نشتوالي له امله د لوبډلې د سفر لګښتونو له ورکولو ډډه کړې ده.

ټاکل شوې ده، چې د ځوانانو اولمپیک نړۍوالې لوبې په سېنګال کې ترسره شي او د غوراوي سیالۍ به یې په راتلونکو ورځو کې د چین په تیانجېن کې پیل شي؛ دا ځل به دغه سیالۍ د افغان لوبغاړو له ګډون پرته ترسره شي.

ووشو د افغانستان یو له هغو لوبو څخه ده، چې په نړۍوالو سیالیو کې یې ګڼ مډالونه ګټلي دي. له دې ډلې محمد طه د روان کال (د زمري په ۶مه) یې د اسیا د ځوانانو په اتلولۍ کې د تالو په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه او د اتلولۍ مقام یې خپل کړ.
خو لاتر اوسه د ورزش برخې چارواکو او د افغانستان د ووشو فدراسیون په رسمي ډول په دغه سیالیو کې د افغان لوبډلې د نه ګډون په اړه څه نه‌دي ویلي.

100%