• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحریک انصاف ګوند تر اختر وروسته له زندانه د عمران خان د خلاصون لپاره غورځنګ پيلوي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۰

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.

د تحریک انصاف ګوند عمومي‌ منشي سلمان اکرم راجا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوی به له اختر وروسته سوله‌ییز حرکت پيل کړي. د نوموړي‌ په خبره؛ په پاکستان کې مېلیونونه ځوانان د بې‌وزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله له نهیلۍ سره مخ دي.

هغه وویل: «دا زموږ دنده ده، چې پاکستان په سم لوري روان کړو. د دغه هېواد ځوانان به له کړکېچ څخه د وتلو لپاره خپل رول ولوبوي». راجا ویلي، چې د همدغه حرکت موخې د «اساسي قانون بیا پلي کول او د قانون حاکمیت»، له زندانه د عمران خان خلاصون او د هر پاکستاني لپاره د ازادۍ حق ترلاسه کول دي.

تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند مشرانو خبرداری ورکړی و، که د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیایي حالت ته پام ونه شي؛ نو له اختر وروسته به له زندانه د هغه د خلاصون لپاره لوی سیاسي غورځنګ پیل کړي. دوی د فدرالي حکومت چلند «جنایي بې‌پامي» یاده کړې وه.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

رواداري: د کابل د وروستۍ پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په کابل کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پېښې عاملین باید د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې حساب ورکړي.

یاد بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې دغه ډول کړنې د نړۍوالو بشرپاله حقونو د بنسټيزو اصولو ښکاره سرغړونه یاده کړې او دغه ډول برید یې جګړه‌ییز جرم یاد کړی.

په اعلامیه کې راغلي: «د وسله‌واله شخړو اړوند قوانينو له مخې؛ ښکېلي خواوې مکلفې دي، چې د پوځي او ملکي اهدافو ترمنځ توپير وکړي». د اعلامیې له مخې؛ پر درملیز او روغتیايي تاسیساتو هر ډول قصدي بریدونه د عاملینو لپاره جدي حقوقي پایلې لرلای شي.

رواداري بنسټ له ښکېلو لورو غوښتنه کړې، چې د نړۍوالو بشري حقونو بنسټیز اصول له قید او شرط پرته رعایت کړي. دوی دارنګه ویلي: «له اړونده نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړو، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ژوند او کرامت د ساتنې او د دغه ډول له ناورینونو ډکو بشري پېښو د تکرار د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته او عملي کړي».

د پاکستان په کراچۍ کې د سختو بادونو او بارانونو له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د پاکستان په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان ویلي، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.

په کراچۍ کې د ژغورنې ادارې ویاند حسان خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته تایید کړې، چې د چهارشنبې په شپه د سختو بادونو او بارانونو له امله د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ ډېر کسان مړه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې: «یوازې د ښار په بلدیه مواچ ګوټ سیمه کې د یوې ونې د غورځېدو له امله ۱۳ کسان مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي».
نوموړي همدارنګه زیاته کړې: «په دغه سیمه کې روږدي کسان له باران او سخت باد څخه پټ شوي وو، چې لومړی پرې دېوال راغورځېدلی او بیا پرې ودانۍ نړېدلې ده».

نوموړي ویلي، چې د کراچۍ ښار په نورو سیمو کې هم د کورونو دېوالونه نړېدلي او مرګ‌ژوبله یې هم اړولې ده.

د کراچۍ ښار د ژغورنې ادارې ویاند ویلي، چې په قربانیانو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي.

ځايي خبریالانو ویلي، چې دمګړی په ښار کې په نړېدلو کورنو کې د ژغورنې عملیات دوام لري.

بلجیمۍ سناتوره: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان چلند «جنسيتي اپارټایډ» دی

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د بلجیم د سنا مجلس غړې ویوین ټایټل‌بام له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي،‌ په افغانستان کې پر ښځو روان بندیزونه او ورسره کېدونکی چلند په ښکاره توګه «جنیستي اپارټایډ» دی. نوموړې وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسني سیاستونه د بشریت پر ضد جنایت دی.

هغې وویل: «د افغانستان د اپوزیسیون او په ځانګړې توګه د ښځو غږونه باید راپورته کړو او طالبانو ته باید نور ټرېبیون ورنه‌کړو». د ټایټل‌بام په خبره، افغانستان باید د ډیموکراسۍ ارزښتونو ته بېرته ورستون شي او برابري د دغه ارزښتونو مهمه برخه ده.

دې بلجیمۍ سناتورې ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید افغانستان کې روان وضعیت درک کړي چې هېڅ ډول عدالت او برابري هلته نشته. نوموړې وویل: «دا سخته ده چې نیمه ټولنه له خپلو حقونو بې‌برخې شي،‌ ان بسنټیزو حقونو لکه روغتیايي خدمتونه چې ترې محرومې دي. افغانستان کې ښځې له ازاد ژوند څخه هم بې‌برخې دي».

هم‌مهاله په بلجیم کې د طالبانو د حکومت مخالفې څېرې هم راټولې شوي او د افغانستان پر روان وضعیت بحثونه کوي. دغو افغان سیاستوالو د بلجیم له یو شمېر سناتورانو سره د هېواد پر روان وضعیت او د طالبانو له لوري د سختدریځه قوانینو پر پلي کېدو باندې بحثونه کړي دي.

د پاکستان هوایي شرکت د متحده عرب اماراتو فجیرې سیمې ته الوتنې وځنډولې

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۱ GMT+۰

د پاکستان ملي هوايي شرکت پي ای اې د خلیجي هېوادونو د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته اعلان کړی چې د راتلونکو ۴۸ساعتونو لپاره به خپلې الوتنې د متحده عربي اماراتوفجیرې ته وځنډوي.

د یاد شرکت وياند عبدالله افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پی اې اې الوتکې به تر نوي اعلان پورې یوازې د متحده عربي اماراتو العین ښار ته الوتنې کوي.

د نوموړي په وینا، له پاکستان څخه د پي اې اې عادي الوتنې د دوبۍ، شارجې، ابوظبۍ او العین لور ته تللې، خو د دوبۍ او ابوظبۍ پر هوايي ډګرونو له بریدونو وروسته د شرکت مدیریت پرېکړه وکړه چې د دوبۍ پر ځای فجیرې او د ابوظبۍ پر ځای العین هوايي ډګرونه وکاروي.

هغه زیاته کړه چې د پرونۍ میزایل حملې وروسته د امنیتي خطرونو د زیاتوالي له امله فجیرې ته الوتنې هم ځنډول شوې او دا مهال يوازې العین د پی اې اې له خوا د بدیل هوايي ډګر په توګه کارول کېږي.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه شهباز شریف ته: د افغان خبریالانو د نیولو او اېستلو لړۍ ودروئ

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۰

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو ملاتړو دوو نورو بنسټونو سره یوځای په یوه پرانیستي لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي، چې په دغه هېواد کې دې د جلاوطنه افغان خبریالانو د نیولو، ځورولو او اېستلو لړۍ ودروي.

دغه ګډ لیک کې چې (د کب په ۲۲مه) نوموړي ته لېږل شوی په‌کې راغلي، هغه افغان خبریالان چې د طالبانو د ګواښونو له امله جلاوطنه شوي؛ اوس په پاکستان کې د اسلام‌اباد او طالبانو د کړکېچ له امله په نښه کېږي.

د دغه لیک له مخې؛ افغانستان ته د دغه خبریالانو اېستل دوی د غچ اخیستنې، خپلسرې نیونې او د نورو جدي زیانونو په ګډون له احتمالي ګواښونو سره مخ کړي دي.

په دغه لیک کې له پاکستان نه غوښتل شوي، چې سملاسي دې د افغان خبریالانو د خپلسرو نیونو، ځورونو او جبري اېستلو لړۍ ودروي او د هغه کسانو لپاره دې د ساتنې لنډمهاله چوکاټ رامنځته کړي، چې درېیمو هېوادونو ته د بیا مېشتېدنې په تمه دي.