د سعودي عربستان په ګډون په خلیجي او لوېدیځو هېوادونو کې کوچنی اختر نن نمانځل کېږي

د سعودي عربستان په ګډون په خلیجي او لوېدیځو هېوادونو کې کوچنی اختر نن جمعه (د کب ۲۹مه) نمانځل کېږي. د کوچني اختر د لمانځه لپاره تر ټولو لویې غونډې نن په مسجدالحرام او نبوي جومات کې ترسره شوې.
ورته مهال نن په ترکیه، لبنان، یمن، فلسطین او عراق کې هم اختر نمانځل کېږي. په اسټرالیا کې هم اختر نن نمانځل کېږي. د اسټرالیا لومړی وزیر انتوني البانیز په سیډني کې یوه جومات ته لاړ او هلته یې د مسلمانانو سره د اختر په نمانځلو کې برخه واخیسته او هغوی ته یې مبارکي ورکړه.
په امریکا کې هم میاشت لیدل شوې او نن به اختر ونمانځل شي. د برېتانیا په ګډون په ټوله اروپا کې ګڼ شمېر مسلمانو ټولنو نن د اختر د نمانځلو اعلان کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اختر لمونځ تېره ورځ پنجشنبه (د کب ۲۸مه) ادا شو؛ خو په پاکستان، هند، بنګلهدېش، سریلانکا، مالیزیا او اندونیزیا کې بیا سبا شنبه (د وري لومړۍ نېټه) د اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.
