• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې د سوریې پر سویلي سیمو د اسراییل بریدونه غندلي دي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

ترکيې د سوريې په سوېل کې د اسرایيل وروستی بريد، چې پوځي بنسټونه يې په نښه کړي، «د تاوتريخوالي خطرناکه زياتوالی» بللی او په کلکه يې غندلی دی. انقرې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې خپله دنده ترسره کړي او د دغو بريدونو د سملاسي درولو غوښتنه يې کړې ده.

ترکیې همداراز ټينګار کړی، چې دا کړنې له نړيوالو قوانينو، د سوريې له ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره سرغړونه ده.

ترکيې دا هم ويلي، چې د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلتون تړون پلي کېدل ډېر ارزښت لري او زياته کړې يې ده، چې دا هېواد به د سوريې د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ وي، څو د يووالي، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا پر بنسټ تلپاتې ثبات او امنيت ته ورسېږي.

بل لور ته، اسراییل ويلي، چې دا هوايي بريدونه يې په سوېدا ولايت کې پر دروزي ملکي وګړو د بريد په غبرګون کې کړي دي. د اسراییل پوځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوريې د پوځ اړوند د قوماندې يو مرکز او د وسلو زېرمتونونه يې په نښه کړي دي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې اسرایيل به «په سوريه کې دروزي وګړو ته زيان ونه زغمي» او د هغوی د ساتنې لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت بیا دغه بريدونه «د سوريې پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره تېری» بللی او د اسرایيل دليلونه يې «کمزوري او جوړې شوې پلمې» ګڼلي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو څار اداره: هنګري باید د بنیامین نتنیاهو د سفر په صورت کې هغه ونیسي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د بشري حقونو څار اداره وایي، د هنګري چارواکي باید د دغه هېواد خاورې ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د داخلېدو په صورت کې هغه ونیسي. د دې ادارې په وینا، ټاکل شوې چې نتنیاهو د مارچ په ۲۱مه یعنې سبا هنګري ته سفر وکړي او هلته به د محافظه‌کارانو په کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د هنګري ملي ټاکنې د اپرېل په ۱۲مه ترسره کېږي.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۱مه د نتنیاهو او د اسراییل د پخواني دفاع وزیر یوآو گالانت د نیولو حکم صادر کړی دی. پر دوی تور دی، چې د غزې په تړانګه کې یې جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جرمونه ترسره کړي دي. دغه دواړه اوس هم د دې محکمې له نظره تښتېدلي بلل کېږي، او د یادې محکمې غړي هېوادونه مکلف دي، چې د دوی خپل قلمرو ته د داخلېدو په صورت کې هغوی ونیسي.

د بشري حقونو د څار ادارې د نړیوال عدالت څېړونکې، الیس اوتین ویلي، که څه هم هنګري د جرمونو له نړۍوالې محکمې څخه د وتلو هڅه کړې، خو لا هم د دې محکمې غړی هېواد دی او باید خپلې قانوني ژمنې پوره کړي، چې په کې د تعقیب لاندې کسانو نیول هم شامل دي.

د هغې په خبره، د دغو ژمنو له پامه غورځول به د فلسطین په قضیه کې د جدي جرمونو عاملینو ته د معافیت زمینه برابره کړي او یو ځل بیا به قربانیان له عدالت څخه بې‌برخې کړي.

دغه اداره زیاتوي، چې د نتنیاهو پلان شوی سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې پوځي کړکېچ زیات شوی دی. په دې کې پر ایران د اسراییل او امریکا پراخ هوايي بریدونه، د ایران غبرګونونه او همدارنګه په لبنان کې د اسراییل د بریدونو زیاتوالی شامل دي، چې د پراخو سیمو د عاجلې تخلیې له امرونو سره مل دي او د «جبري بې‌ځایه کېدو» د جنګي جرم خطر یې زیات کړی دی.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې، اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې جنګي جرمونه، د بشریت پر ضد جرمونه او ان د نسل‌وژنې کړنې ترسره کړې دي. همدارنګه، پر بشردوستانه مرستو روان محدودیتونه د درملو، خوړو، اوبو او د بیا رغونې د وسایلو سخت کمښت رامنځته کړی دی.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشت کې هم نتنیاهو هنګري ته سفر کړی و، خو د دې هېواد چارواکو هغه ونه نیوه. له هغې وروسته، د ICC قاضیانو د جولای په میاشت کې اعلان وکړ، چې هنګري له دې محکمې سره د همکارۍ په برخه کې خپلې ژمنې نه‌دي پوره کړي او موضوع یې د غړو هېوادونو شورا ته راجع کړه.

همدارنګه، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د همدې سفر پر مهال اعلان کړی و، چې حکومت یې غواړي د روم له اساسنامې (چې د ICC بنسټیز تړون دی) ووځي. دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د جون په دویمه نېټه ملګرو ملتونو ته وسپارل شوه او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال په جون کې عملي شي. دغه اقدام په هنګري کې د حقوقپوهانو او مدني ټولنو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

د بشري حقونو څار ادارې له اروپايي ټولنې څخه هم غوښتي، چې په هنګري کې د قانون د حاکمیت د کمزوري کېدو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړي. د دې ادارې په وینا، اروپايي بنسټونو تر اوسه د ICC د رول د کمزوري کېدو او د بنسټیزو ارزښتونو د نقض د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه نه‌دي پورته کړي.

په پای کې، دې ادارې ټینګار کړی، چې د اروپايي ټولنې مشران او د جرمونو نړیوالې محکمې غړي هېوادونه باید پر هنګري فشار زیات کړي، څو له دې محکمې د وتلو پرېکړه بېرته واخلي، خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او که نتنیاهو دې هېواد ته سفر وکړي، نو هغه ونیسي. د دې ادارې په خبره، د اروپايي اتحادیې چوپتیا او بې‌عملي کولای شي دا خطرناک پیغام ورکړي، چې ګواکې د بشري حقونو جدي سرغړونې په پټه توګه منل کېږي.

په استانبول کې طالب او ازبک چارواکي د پاکستان د وروستي برید په اړه غږېدلي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګري وايي، چې ددې ډلې جنرال قونسل محمد اکبر عظیمي د ازبکستان جمهوریت له قونسل شیرزاد عبدالنظروف سره کتلي. دوی لیکلی:« د پاکستان د پوځي رژیم د جرمي کړنو او د دې رژیم لخوا د روغتیایی تاسیساتو په نښه کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.»

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تاریخي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په اړه خبرې اترې شوې دي.

په استانبول کې د ازبکستان قونسل عبدالنظروف د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

طالبانو او پاکستان د کوچني اختر په ورخو کې یو لنډمهاله اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو ویلي، چې پاکستان د اوربند سره د اختر په ورځو کې پر کونړ راکیټي بریدونه کړي دی او پر شوي اوربند یې عمل نه دی کړی.

هند کابل ته د پاکستان د وروستي برید ټپیانو لپاره طبي مرستې استولې

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د وروستي برید له ټپیانو سره د مرستې لپاره یې کابل ته ۲،۵ټنه بیړني درمل، طبي توکي او تجهیزات استولي دي.

د راپورونو له مخې، دا مرستې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید له ټپیانو سره د درملنې او ژر رغېدو لپاره چمتو شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او په دې سخت وخت کې به خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هند به د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هر ډول ممکنه مرستې ته دوام ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان: په پاکستان کې پنځه بلوڅ فعالان له پټو محاکمو سره مخ دي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د ښځو په ګډون پنځه تنه بلوڅ فعالان په پاکستان کې له پټو محاکمو او ناوړه روغتیايي حالت سره مخ دي. دغه سازمان د بلوچستان له اعلی وزیر څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشې شي.

د بښنې نړۍال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو پنځو تنو بلوڅ فعالانو د برخلیک په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې له تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې بندیان دي.

په اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی، چې ماهرنګ بلوڅ، بېبرګ زهري، بېبو بلوڅ، شاه جي صبغت‌الله او ګلزادي بلوڅ دې سملاسي خوشې کړي.

یاد سازمان ویلي، چې دغه بلوڅ فعالان د رسنیو او خپلواکو څارنګو له شتون پرته په زندان کې په پټه محاکمه کېږي او د جعلي تورونو په لګولو د هغوی د بند موده غځول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د «عامه نظم ساتنې» قانون له‌مخې د یادو فعالانو د احتیاطي توقیف موده پای ته رسېدلې، خو پرې د «ترهګرۍ ضد قانون» په چوکاټ کې نوي جعلي تورونه پورې شوي دی.

په اعلامیه کې دغه سازمان د یادو فعالانو د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلي او زیاته کړې یې ده چې«بېبرګ زهري د معلولیت له امله له سختو ننګونو سره مخ دی او د فزیوتراپي خدماتو ته لاسرسی نه لري. ماهرنګ بلوڅ په زندان کې د ملا د تیر په جدي ناروغۍ اخته شوې او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري».

یاد سازمان د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشي او پر هغوی لګول شوي ټول تورونه دې لغوه شي.

همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان غوښتنه کړې، چې د بلوڅ فعالانو د عادلانه محاکمې تضمین دې وشي او له کورنیو او وکیلانو سره دې د لیدنې اجازه ورکړل شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: زموږ اټومي وړتیا یوازې دفاعي ده

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد د توغندیز پروګرام اړه ویلي، چې اټومي وړتیاوې یې یوازې دفاعي بڼه لري. د امریک د ملي استخباراتو رییسې په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې روسیه، چین، شمالي کوریا، ایران او پاکستان پر داسې توغندیزو سیستمونو بوخت دي، چې امریکا ته رسېدای شي.

یاد وزارت اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان پوځي وړتیاوې «په بشپړه توګه دفاعي» دي او د «لږ تر لږه باوري مخنیوي» پر اصل ولاړې دي.

د اعلامیې له مخې، «د پاکستان توغندیز پروګرام د دغه هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې او په سویلي اسیا کې د ثبات د ټینګښت لپاره جوړ شوی دی». اندرابي ټینګار کړی چې د پاکستان د توغندیو واټن د ځمکه پر ځمکه وړتیا تر کچې نه رسېږي او دا پروګرام تر ډېره له هند سره د سیمه‌ییزو امنیتي شرایطو په چوکاټ کې تعریف شوی دی.

په اعلامیه کې د هند د توغندیزو پرمختګونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې د دغه هېواد ځینې توغندي له ۱۲زره کیلومترو څخه زیات واټن لري، چې دا د سیمې له اړتیاوو هاخوا دي او ښايي پر نړیوال ثبات هم اغېز وکړي.

پاکستان همداراز له امریکا سره د رغنده اړیکو پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې متوازن او پر حقایقو ولاړ چلند غوره شي.