فضل محمود فضلي: پاکستان له افغاني روایت څخه ډار لري

د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، د افغان ولس په منځ کې د یوه نسل نه بل ته د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر وړاندي د انتقال شوي افغاني روایت نه پاکستان وېره لري.

د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، د افغان ولس په منځ کې د یوه نسل نه بل ته د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر وړاندي د انتقال شوي افغاني روایت نه پاکستان وېره لري.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د «مذهبيافراطیت له منافقانه ابزارو په استفادې پر افغان خاوره دوامداره مداخله او تجاوز کړی دی». د هغه په خبره؛ د پاکستان پوځ د افغاني روایت د کمزوري کولو لپاره د مجاهدینو د مشرانو غږونه چوپ کړل او د اوسني طالبانو د ټيټ پوړو ځوانانو احساسات له ګواښ سره مخ دي.
فضلي زیاتوي، پاکستان اوس هم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځینې پخواني جنګسالاران او مدني فعالان اسلاماباد ته وغواړي؛ ترڅو د پاکستان پر وړاندې افغاني روایت چوپ کړي.
فضلي دا هم ویلي، د پاکستان لهخوا طالب مشرانو ته ویل شوي چې په خپلو لیکو کې د پاکستان ضد روایت مدیریت او مهار کړي. د هغه په خبره: «په کابل او کندهار کې د تېرو دوو ورځو د خپرو شویو ویناو محتوا د دغه ادعا څرګند ثبوت دی».

د طالبانو مخالفه وسلهواله ډله د ازادۍ جبهه وایي، په داسې حال کې چې د پاکستان لهخوا د پلازمېنې په ګډون د افغانستان پربېلابېلو برخو بریدونه کېږي؛ طالب مشران د دې پرځای چې د دغه پېښو د لاملونو او پایلو په اړه معلومات ورکړي، دوی د پټولو او د ناسمو تبلیغاتو کمپاین پیلولو ته مخه کړې.
یادې جبهې په خپل اختریز پیغام کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه څرګنده کړې. په پیغام کې راغلي:« د طالبانو ډله خپل مېلمانه او وسلهوال ملګري لکه د تحریک طالبان پاکستان (ټيتيپي) غړي د ګڼې ګوڼې سیمو ته نږدې په دولتي ودانیو کې ساتي، چې پر دوی بیا د پاکستان د جنګي الوتکو بریدونه د ملکي تلفاتو او عامه تاسیساتو د ویجاړېدو لامل کېږي».
په پیغام کې راغلي:« د جګړې د ښکېلو خواوو لهخوا په هر حالت کې د بېګناه ملکي وګړو وژنه د منلو نهده او موږ یې غندو». یادې جبهې له نړۍوالو بنسټونو د کابل پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د وروستۍ خونړۍ پېښې د بېپرې او خپلواکه بشپړې څېړنې او بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
په دغه پیغام کې د وروستیو خونړیو پېښو د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده شوې.
څارونکي په دې باور دي، چې سیمهییز بدلونونه او د ایران جګړه ښایي طالبان او پاکستان دې ته وهڅوي چې تاوتریخوالی او شخړې کمې کړي. د دوی په وینا؛ دواړه هېوادونه د ایران د جګړې له پایلو په ځانګړې توګه د انرژۍ او خامو موادو په رسولو کې د خنډونو له امله سخت اغېزمن شوي دي.
د ایکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې افغانستان له ایران نه پر وارداتو تکیه لري او پاکستان هم د هرمز تنګي د تړلو له امله د انرژۍ په برخه کې سخت اغېزمن شوی دی. د دغه مجلې په وینا؛ د روژې په پای کې د پاکستان لهخوا د پنځه ورځني لنډمهاله اوربند اعلان د تاوتریخوالي د احتمالي کمښت نښه ګڼل کېږي.
پاکستان او طالبانو له خونړیو نښتو وروسته چې پهکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون برید هم شامل دی لنډمهالی اوربند اعلان کړ، د یاد برید له امله دغه روغتون ویجاړ او لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي، چې په یاد برید کې یې په دقیق ډول یوه ترهګریزه موخه په نښه کړې؛ خو شواهد ښيي چې ګڼ شمېر ناروغان او روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي. د الباني پوهنتون کریسټوفر کلیري وايي، لومړني شواهد ښيي چې روغتون ته نږدې «ډېر باوري پوځي هدفونه» وو؛ خو پاکستان ونه توانېد چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي.
په دغه برید کې لږترلږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. له همدې امله دغه پېښه د تېرې میاشتې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي.
د سواس پوهنتون اویناش پالیوال وايي: «پر ملکي وګړو د داسې ویجاړونکي برید وروسته به په ښکاره ډول خبرې اترې کول خورا ستونزمن وي» او وسلهوالې ډلې ښایي په پاکستان کې د لا لوی برید په ملاتړ غبرګون وښيي.
سره له دې ځینو پاکستاني دیپلوماتانو خبرداری ورکړی، تر هغه وخته چې طالبان د ټيټيپي وسلهوالو په مهارولو کې ښکاره او د باور وړ ګامونه وانخلي هر ډول خبرې او مذاکرې به بېمعنا وي.
په کندهار کې د طالبانو د حج او اوقافو رییس او د هبتالله سلاکار مولوي عبدالبصير فایض د پاکستان نوم اخیستلو پرته ویلي، یوشمېر هېوادونه د «کافرانو په لارښوونه پر موږ بریدونه کوي».
هغه وایي: «زموږ یو عسکر او د صحابهوو عسکر او بیا د برید کوونکو یو عسکر له یوه امریکايي سره ودروئ، هیڅ توپير نهلري». نوموړي ویلي، څوک چې پر افغانستان بریدونه کوي «الله دې په فتنو اخته کړي».
مولوي فایض پرون په عیدګاه جومات کې په خپلې اختریزې وینا کې ویلي، «څوک چې پر افغانستان بریدونه کوي او وسلې پرې ازمایي الله دې په فتنو اخته او وشرموي». نوموړي له افغانانو هم غوښتنه کړې، چې له اختلافاتو ځانونه وساتي او د دوی له «فرمانونو او قوانینو» ملاتړ وکړي. هغه ویلي، چې نظام یې په ټوله نړۍ کې بېساری دی.
فایض زیاته کړې: «هغوی چې پر موږ بېځایه تورونه تړي په دنیا او اخرت کې دې شرمنده شي». د طالبانو مشر ملاهبت الله هم پرون د کندهار په عیدګاه جومات کې زرګونه کسانو ته په اختریزه وینا کې د پاکستان نوم له اخیستلو پرته وویل: «که څوک پر موږ بمبار کوي، یا مو په توپونو ولي ودې کړي؛ خو تاسو په عقیدو او ایمان کې تغییر مه راولئ».
د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش بنسټ (پنجشنبه د کب ۲۸مه) اعلان وکړ، چې متحده ایالاتو کې یې د افغان ښځو اېتلاف (USAWC) جوړ کړی دی. د دې اېتلاف د موخو په اړه ویل شوي، چې د افغان ښځو او ماشومانو اړوند تګلارې پیاوړې کوي، یووالی رامنځته او د زیانمنو افغانانو غږونه پورته کوي.
مېرمن لورا بوش په دې اړه وویل: «زه منندویه یم چې د بوش بنسټ لا هم د افغانستان له ښځو او نجونو ملاتړ کوي. سره له دې چې د طالبانو واکمني له تاوتریخوالي ډکه ده او هڅه کوي افغان ښځې له ټولنې وباسي، موږ به هېڅکله خپله هیله له لاسه ور نهکړو چې زموږ افغان خویندې به یوه ورځ خپلې ازادۍ بېرته ترلاسه کړي»
د یاد بنسټ اعلامیه کې راغلي، دا ډله به د شبکو د همغږۍ، د تخصصي نظرونو د برابرولو او د اغېزناکو څېرو د ګډون د راجلبولو له لارې هڅې وکړي، څو د هغو کسانو لپاره د هیلو او زغم نښه وګرځي چې د افغانستان لپاره پر روښانه راتلونکې باور لري.
همدا راز زیاته شوې، دا نوښت د څه باندې دوو لسیزو اغېزناکو هڅو په پام کې نیولو سره، «د افغان-امریکايي ښځو شورا» ارزښتناک میراث ته درناوی هم دی.
دا بنسټ داسې مهال جوړ شوی چې طالبانو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو، کار او ژوند سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له مړینې وروسته، د دغه هېواد د کانګرس یوې غړې له یادې ادارې څخه د سمدستي ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.دغه ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال نومېده او د کب په ۲۳مه د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې وفات شوی دی.
د امریکا د کانګرس ډيموکراټ غړې جولي جانسون د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) وویل، چې په پارکلنډ روغتون کې د پخواني افغان سرتېري محمد نذیر پکتیاوال د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته یې د کډوالۍ ادارې له چارواکو وضاحت غوښتی دی. پکتیاوال په ریچارډسن ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته د کډوالۍ ادارې له لوري له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، په روغتون کې ساه ورکړه.
د امریکا د کډوالۍ ادارې تر اوسه د هغه د مړینې لامل نهدی اعلان کړی، خو په اړه یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.
محمد نذیر پکتیاوال د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری وو، چې د متحده ایالاتو له ځانګړو ځواکونو سره یې همکاري درلوده. هغه په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره دغه هېواد ته ولېږدول شو او له بشرپاله لنډمهاله مجوز سره هلته اوسېده. د هغه د اوسېدو دغه محوز د ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې پای ته رسېدلی وو.
نوموړي په ټېکزاس ایالت کې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره ژوند کاوه او د خوراکي توکو په یوه پلورنځي کې یې کار هم کاوه.
د کانګرس استازې د کډوالۍ ادارې رييس ته په یوه لیک کې، د دغې ادارې په مرکزونو کې د خرابو شرایطو او روغتیایي خدماتو د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او د پکتیاوال د نیول کېدو او روغتیایي وضعیت د جزییاتو په اړه یې پوښتنې مطرح کړې دي.
هغې لیکلي: «د دغې ادارې ناسمې پرېکړې او غیر ضروري نیول کېدل، د هغه د مړینې لاملونه دي.»
تر دې وړاندې د کانګرس یوه بل استازي مارکویسي هم د دغه افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي وو: «د محمد نذیر پکتیاوال مړینې جدي او عاجلې پوښتنې راپورته کړي چې سمدستي ځوابونو ته اړتیا لري او زه د یوې بشپړې او شفافې څېړنې غوښتونکی یم.»
هغه زیاته کړه: «که یو څوک چې له متحده ایالاتو سره د مرستې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وي، د حکومت په بند کې ساه ورکوي، دا نړۍ ته یو داسې اندېښمنونکی پیغام لېږدوي چې ایا امریکا به د خپلو همکارانو تر څنګ ودرېږي که نه.»
د امریکا د ګمرکونو او کډوالۍ ادارې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، پکتیاوال له نیول کېدو وروسته له ساه لنډۍ او د سینې له درد سره مخ شوی وو او بیا روغتون ته ولېږدول شو.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سرچینو په وینا، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۳۲ کسان د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیفځایونو کې مړه شوي دي. دې موضوع له کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان پناه غوښتونکو سره د چلند په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.