• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په استانبول کې طالب او ازبک چارواکي د پاکستان د وروستي برید په اړه غږېدلي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګري وايي، چې ددې ډلې جنرال قونسل محمد اکبر عظیمي د ازبکستان جمهوریت له قونسل شیرزاد عبدالنظروف سره کتلي. دوی لیکلی:« د پاکستان د پوځي رژیم د جرمي کړنو او د دې رژیم لخوا د روغتیایی تاسیساتو په نښه کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.»

د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تاریخي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په اړه خبرې اترې شوې دي.

په استانبول کې د ازبکستان قونسل عبدالنظروف د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

طالبانو او پاکستان د کوچني اختر په ورخو کې یو لنډمهاله اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو ویلي، چې پاکستان د اوربند سره د اختر په ورځو کې پر کونړ راکیټي بریدونه کړي دی او پر شوي اوربند یې عمل نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

هند کابل ته د پاکستان د وروستي برید ټپیانو لپاره طبي مرستې استولې

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د وروستي برید له ټپیانو سره د مرستې لپاره یې کابل ته ۲،۵ټنه بیړني درمل، طبي توکي او تجهیزات استولي دي.

د راپورونو له مخې، دا مرستې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید له ټپیانو سره د درملنې او ژر رغېدو لپاره چمتو شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او په دې سخت وخت کې به خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هند به د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هر ډول ممکنه مرستې ته دوام ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان: په پاکستان کې پنځه بلوڅ فعالان له پټو محاکمو سره مخ دي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د ښځو په ګډون پنځه تنه بلوڅ فعالان په پاکستان کې له پټو محاکمو او ناوړه روغتیايي حالت سره مخ دي. دغه سازمان د بلوچستان له اعلی وزیر څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشې شي.

د بښنې نړۍال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو پنځو تنو بلوڅ فعالانو د برخلیک په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې له تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې بندیان دي.

په اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی، چې ماهرنګ بلوڅ، بېبرګ زهري، بېبو بلوڅ، شاه جي صبغت‌الله او ګلزادي بلوڅ دې سملاسي خوشې کړي.

یاد سازمان ویلي، چې دغه بلوڅ فعالان د رسنیو او خپلواکو څارنګو له شتون پرته په زندان کې په پټه محاکمه کېږي او د جعلي تورونو په لګولو د هغوی د بند موده غځول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د «عامه نظم ساتنې» قانون له‌مخې د یادو فعالانو د احتیاطي توقیف موده پای ته رسېدلې، خو پرې د «ترهګرۍ ضد قانون» په چوکاټ کې نوي جعلي تورونه پورې شوي دی.

په اعلامیه کې دغه سازمان د یادو فعالانو د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلي او زیاته کړې یې ده چې«بېبرګ زهري د معلولیت له امله له سختو ننګونو سره مخ دی او د فزیوتراپي خدماتو ته لاسرسی نه لري. ماهرنګ بلوڅ په زندان کې د ملا د تیر په جدي ناروغۍ اخته شوې او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري».

یاد سازمان د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشي او پر هغوی لګول شوي ټول تورونه دې لغوه شي.

همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان غوښتنه کړې، چې د بلوڅ فعالانو د عادلانه محاکمې تضمین دې وشي او له کورنیو او وکیلانو سره دې د لیدنې اجازه ورکړل شي.

سندونه؛ طالبانو ته تسلیم شوی سرپرست سفیر عبدالباقي پوپل د سفارت محلي کارکوونکی ټاکل شوی

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې سندونه ترلاسه کړي، چې ښیي طالبانو په جرمني کې د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی او د لنډمهال لپاره یې د سفارت محلي کارکوونکي په توګه ټاکلی. د سند له مخې د طالبانو ریاست الوزرا له پوپل څخه غوښتي و، چې د دندې له پای وړاندې تسلیمي ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مکتوب له مخې د وزارت د کارکونکو د چارو رییس لطف الله خپلواک پر لاسلیک دوه میاشتې وړاندې په جرمنی کې د افغانستان سفارت ته په یوه مکتوب کې د سفارت د سرپرست عبدالباقي پوپل دنده د ۱۴۰۴ کال د مرغومي پر ۱۰مه پای ته رسولې وه او غوښتنه ورڅخه شوې وه، چې کابل ته مراجعه وکړي.

100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو د عبدالباقي پوپل د هغه لیک کاپي هم ترلاسه کړې ده، چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت ته په یوه استول شوي لیک کې یې غوښتنه کړې وه، چې نوموړی دې په سفارت کې د محلي کارمند په توګه وګمارل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عبدالباقي پوپل لیک رییس الوزرا ملاحسن اخوند ته لېږلی و او د نوموړي د دفتر رییس د لیک په ځواب کې لیکلي و، چې د پوپل ډېپلوماټیک حیثیت دې د کب میاشتې تر پایه وساتل شي خو ویلي یې دي، چې د وظیفې د پای یادښت دې له کوربه هېواد سره نه شریکیږي.

100%

طالبانو ریاست الوزرا په دې مکتوب کې له عبدالباقي پوپل څخه غوښتنه کړې وه، چې د ختم وظیفې تر وخت وړاندې تسلیمي ترسره کړي او د طالبانو له خوا ګمارل شوی ډېپلوماټ نبراس الحق عزیز ته تسلیمي ورکړي.

په مکتوب کې کې لیکل شوی، چې د عبدالباقي پوپل له تجربو د ګټې اخیستنې په موخه دې هغه په نوموړي سفارت کې د ۲۵۰۰ یورو په بدل کې د محلي کارمند په توګه وګمارل شي.

په مکتوبونو کې لیکل شوي، چې عبدالباقي پوپل د لنډمهال لپاره د محلي کارمند په توګه ګمارل شوی دی.

په برلین کې ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي ډول د دغه ګمارنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوی.

100%

د معلوماتو له مخې طالبان د سفارت او کوربه هېواد سره په رسمي چارو کې له ښاغلي پوپل څخه د سرپرست سفیر په توګه ګټه اخلي خو په سندونو کې عبدالباقي پوپل بیا محلي کارمند په توګه واک لري.

د ۱۴۰۴ کال د لړم په میاشت کې عبدالباقي پوپل د یما یاري پر ځای په جرمني کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه اخستی و.

عبدالباقي پوپل تر دې مخکې په برلین کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و. هغه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د سيمه ييزو ارګانونو د مرستيال په توګه يې کار کړى دى.

فضل محمود فضلي: پاکستان له افغاني روایت څخه ډار لري

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، د افغان ولس په منځ کې د یوه نسل نه بل ته د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر وړاندي د انتقال شوي افغاني‌ روایت نه پاکستان وېره لري.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د «مذهبي‌افراطیت له منافقانه ابزارو په استفادې پر افغان خاوره دوامداره مداخله او تجاوز کړی دی». د هغه په خبره؛ د پاکستان پوځ د افغاني روایت د کمزوري کولو لپاره د مجاهدینو د مشرانو غږونه چوپ کړل او د اوسني طالبانو د ټيټ پوړو ځوانانو احساسات له ګواښ سره مخ دي.

فضلي زیاتوي، پاکستان اوس هم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځینې پخواني جنګسالاران او مدني فعالان اسلام‌اباد ته وغواړي؛ ترڅو د پاکستان پر وړاندې افغاني روایت چوپ کړي.

فضلي دا هم ویلي، د پاکستان له‌خوا طالب مشرانو ته ویل شوي چې په خپلو لیکو کې د پاکستان ضد روایت مدیریت او مهار کړي. د هغه په خبره: «په کابل او کندهار کې د تېرو دوو ورځو د خپرو شویو ویناو محتوا د دغه ادعا څرګند ثبوت دی».

ازادۍ جبهې له نړۍوالو بنسټونو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د شوي برید د څېړنو غوښتنه کړې

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۵۵ GMT+۰

د طالبانو مخالفه وسله‌واله ډله د ازادۍ جبهه وایي، په داسې حال کې چې د پاکستان له‌خوا د پلازمېنې په ګډون د افغانستان پربېلابېلو برخو بریدونه کېږي؛ طالب مشران د دې پرځای چې د دغه پېښو د لاملونو او پایلو په اړه معلومات ورکړي، دوی د پټولو او د ناسمو تبلیغاتو کمپاین پیلولو ته مخه کړې.

یادې جبهې په خپل اختریز پیغام کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې. په پیغام کې راغلي:« د طالبانو ډله خپل مېلمانه او وسله‌وال ملګري لکه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌تي‌پي) غړي د ګڼې ګوڼې سیمو ته نږدې په دولتي ودانیو کې ساتي، چې پر دوی بیا د پاکستان د جنګي الوتکو بریدونه د ملکي تلفاتو او عامه تاسیساتو د ویجاړېدو لامل کېږي».

په پیغام کې راغلي:« د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا په هر حالت کې د بې‌ګناه ملکي وګړو وژنه د منلو نه‌ده او موږ یې غندو». یادې جبهې له نړۍوالو بنسټونو د کابل پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د وروستۍ خونړۍ پېښې د بې‌پرې او خپلواکه بشپړې څېړنې او بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

په دغه پیغام کې د وروستیو خونړیو پېښو د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده شوې.