هند کابل ته د پاکستان د وروستي برید ټپیانو لپاره طبي مرستې استولې

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د وروستي برید له ټپیانو سره د مرستې لپاره یې کابل ته ۲،۵ټنه بیړني درمل، طبي توکي او تجهیزات استولي دي.

د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د وروستي برید له ټپیانو سره د مرستې لپاره یې کابل ته ۲،۵ټنه بیړني درمل، طبي توکي او تجهیزات استولي دي.
د راپورونو له مخې، دا مرستې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید له ټپیانو سره د درملنې او ژر رغېدو لپاره چمتو شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او په دې سخت وخت کې به خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې هند به د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هر ډول ممکنه مرستې ته دوام ورکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د ښځو په ګډون پنځه تنه بلوڅ فعالان په پاکستان کې له پټو محاکمو او ناوړه روغتیايي حالت سره مخ دي. دغه سازمان د بلوچستان له اعلی وزیر څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشې شي.
د بښنې نړۍال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو پنځو تنو بلوڅ فعالانو د برخلیک په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې له تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې بندیان دي.
په اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی، چې ماهرنګ بلوڅ، بېبرګ زهري، بېبو بلوڅ، شاه جي صبغتالله او ګلزادي بلوڅ دې سملاسي خوشې کړي.
یاد سازمان ویلي، چې دغه بلوڅ فعالان د رسنیو او خپلواکو څارنګو له شتون پرته په زندان کې په پټه محاکمه کېږي او د جعلي تورونو په لګولو د هغوی د بند موده غځول کېږي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د «عامه نظم ساتنې» قانون لهمخې د یادو فعالانو د احتیاطي توقیف موده پای ته رسېدلې، خو پرې د «ترهګرۍ ضد قانون» په چوکاټ کې نوي جعلي تورونه پورې شوي دی.
په اعلامیه کې دغه سازمان د یادو فعالانو د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلي او زیاته کړې یې ده چې«بېبرګ زهري د معلولیت له امله له سختو ننګونو سره مخ دی او د فزیوتراپي خدماتو ته لاسرسی نه لري. ماهرنګ بلوڅ په زندان کې د ملا د تیر په جدي ناروغۍ اخته شوې او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري».
یاد سازمان د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشي او پر هغوی لګول شوي ټول تورونه دې لغوه شي.
همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان غوښتنه کړې، چې د بلوڅ فعالانو د عادلانه محاکمې تضمین دې وشي او له کورنیو او وکیلانو سره دې د لیدنې اجازه ورکړل شي.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو داسې سندونه ترلاسه کړي، چې ښیي طالبانو په جرمني کې د سفارت سرپرست عبدالباقي پوپل له دندې ګوښه کړی او د لنډمهال لپاره یې د سفارت محلي کارکوونکي په توګه ټاکلی. د سند له مخې د طالبانو ریاست الوزرا له پوپل څخه غوښتي و، چې د دندې له پای وړاندې تسلیمي ورکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مکتوب له مخې د وزارت د کارکونکو د چارو رییس لطف الله خپلواک پر لاسلیک دوه میاشتې وړاندې په جرمنی کې د افغانستان سفارت ته په یوه مکتوب کې د سفارت د سرپرست عبدالباقي پوپل دنده د ۱۴۰۴ کال د مرغومي پر ۱۰مه پای ته رسولې وه او غوښتنه ورڅخه شوې وه، چې کابل ته مراجعه وکړي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د عبدالباقي پوپل د هغه لیک کاپي هم ترلاسه کړې ده، چې د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت ته په یوه استول شوي لیک کې یې غوښتنه کړې وه، چې نوموړی دې په سفارت کې د محلي کارمند په توګه وګمارل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عبدالباقي پوپل لیک رییس الوزرا ملاحسن اخوند ته لېږلی و او د نوموړي د دفتر رییس د لیک په ځواب کې لیکلي و، چې د پوپل ډېپلوماټیک حیثیت دې د کب میاشتې تر پایه وساتل شي خو ویلي یې دي، چې د وظیفې د پای یادښت دې له کوربه هېواد سره نه شریکیږي.

طالبانو ریاست الوزرا په دې مکتوب کې له عبدالباقي پوپل څخه غوښتنه کړې وه، چې د ختم وظیفې تر وخت وړاندې تسلیمي ترسره کړي او د طالبانو له خوا ګمارل شوی ډېپلوماټ نبراس الحق عزیز ته تسلیمي ورکړي.
په مکتوب کې کې لیکل شوی، چې د عبدالباقي پوپل له تجربو د ګټې اخیستنې په موخه دې هغه په نوموړي سفارت کې د ۲۵۰۰ یورو په بدل کې د محلي کارمند په توګه وګمارل شي.
په مکتوبونو کې لیکل شوي، چې عبدالباقي پوپل د لنډمهال لپاره د محلي کارمند په توګه ګمارل شوی دی.
په برلین کې ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د جرمني بهرنیو چارو وزارت ته په رسمي ډول د دغه ګمارنې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوی.

د معلوماتو له مخې طالبان د سفارت او کوربه هېواد سره په رسمي چارو کې له ښاغلي پوپل څخه د سرپرست سفیر په توګه ګټه اخلي خو په سندونو کې عبدالباقي پوپل بیا محلي کارمند په توګه واک لري.
د ۱۴۰۴ کال د لړم په میاشت کې عبدالباقي پوپل د یما یاري پر ځای په جرمني کې د افغانستان د سفارت مسوولیت پر غاړه اخستی و.
عبدالباقي پوپل تر دې مخکې په برلین کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر و. هغه د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکى دى او د سيمه ييزو ارګانونو د مرستيال په توګه يې کار کړى دى.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، د افغان ولس په منځ کې د یوه نسل نه بل ته د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر وړاندي د انتقال شوي افغاني روایت نه پاکستان وېره لري.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د «مذهبيافراطیت له منافقانه ابزارو په استفادې پر افغان خاوره دوامداره مداخله او تجاوز کړی دی». د هغه په خبره؛ د پاکستان پوځ د افغاني روایت د کمزوري کولو لپاره د مجاهدینو د مشرانو غږونه چوپ کړل او د اوسني طالبانو د ټيټ پوړو ځوانانو احساسات له ګواښ سره مخ دي.
فضلي زیاتوي، پاکستان اوس هم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځینې پخواني جنګسالاران او مدني فعالان اسلاماباد ته وغواړي؛ ترڅو د پاکستان پر وړاندې افغاني روایت چوپ کړي.
فضلي دا هم ویلي، د پاکستان لهخوا طالب مشرانو ته ویل شوي چې په خپلو لیکو کې د پاکستان ضد روایت مدیریت او مهار کړي. د هغه په خبره: «په کابل او کندهار کې د تېرو دوو ورځو د خپرو شویو ویناو محتوا د دغه ادعا څرګند ثبوت دی».
د طالبانو مخالفه وسلهواله ډله د ازادۍ جبهه وایي، په داسې حال کې چې د پاکستان لهخوا د پلازمېنې په ګډون د افغانستان پربېلابېلو برخو بریدونه کېږي؛ طالب مشران د دې پرځای چې د دغه پېښو د لاملونو او پایلو په اړه معلومات ورکړي، دوی د پټولو او د ناسمو تبلیغاتو کمپاین پیلولو ته مخه کړې.
یادې جبهې په خپل اختریز پیغام کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه څرګنده کړې. په پیغام کې راغلي:« د طالبانو ډله خپل مېلمانه او وسلهوال ملګري لکه د تحریک طالبان پاکستان (ټيتيپي) غړي د ګڼې ګوڼې سیمو ته نږدې په دولتي ودانیو کې ساتي، چې پر دوی بیا د پاکستان د جنګي الوتکو بریدونه د ملکي تلفاتو او عامه تاسیساتو د ویجاړېدو لامل کېږي».
په پیغام کې راغلي:« د جګړې د ښکېلو خواوو لهخوا په هر حالت کې د بېګناه ملکي وګړو وژنه د منلو نهده او موږ یې غندو». یادې جبهې له نړۍوالو بنسټونو د کابل پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د وروستۍ خونړۍ پېښې د بېپرې او خپلواکه بشپړې څېړنې او بیاکتنې غوښتنه کړې ده.
په دغه پیغام کې د وروستیو خونړیو پېښو د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم څرګنده شوې.
څارونکي په دې باور دي، چې سیمهییز بدلونونه او د ایران جګړه ښایي طالبان او پاکستان دې ته وهڅوي چې تاوتریخوالی او شخړې کمې کړي. د دوی په وینا؛ دواړه هېوادونه د ایران د جګړې له پایلو په ځانګړې توګه د انرژۍ او خامو موادو په رسولو کې د خنډونو له امله سخت اغېزمن شوي دي.
د ایکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې افغانستان له ایران نه پر وارداتو تکیه لري او پاکستان هم د هرمز تنګي د تړلو له امله د انرژۍ په برخه کې سخت اغېزمن شوی دی. د دغه مجلې په وینا؛ د روژې په پای کې د پاکستان لهخوا د پنځه ورځني لنډمهاله اوربند اعلان د تاوتریخوالي د احتمالي کمښت نښه ګڼل کېږي.
پاکستان او طالبانو له خونړیو نښتو وروسته چې پهکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون برید هم شامل دی لنډمهالی اوربند اعلان کړ، د یاد برید له امله دغه روغتون ویجاړ او لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي، چې په یاد برید کې یې په دقیق ډول یوه ترهګریزه موخه په نښه کړې؛ خو شواهد ښيي چې ګڼ شمېر ناروغان او روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي. د الباني پوهنتون کریسټوفر کلیري وايي، لومړني شواهد ښيي چې روغتون ته نږدې «ډېر باوري پوځي هدفونه» وو؛ خو پاکستان ونه توانېد چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي.
په دغه برید کې لږترلږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. له همدې امله دغه پېښه د تېرې میاشتې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي.
د سواس پوهنتون اویناش پالیوال وايي: «پر ملکي وګړو د داسې ویجاړونکي برید وروسته به په ښکاره ډول خبرې اترې کول خورا ستونزمن وي» او وسلهوالې ډلې ښایي په پاکستان کې د لا لوی برید په ملاتړ غبرګون وښيي.
سره له دې ځینو پاکستاني دیپلوماتانو خبرداری ورکړی، تر هغه وخته چې طالبان د ټيټيپي وسلهوالو په مهارولو کې ښکاره او د باور وړ ګامونه وانخلي هر ډول خبرې او مذاکرې به بېمعنا وي.