• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کانګرس غړې د یوه افغان پناه‌ غوښتونکي د مړینې په اړه د ځواب ورکړې غوښتنه وکړه

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له مړینې وروسته، د دغه هېواد د کانګرس یوې غړې له یادې ادارې څخه د سمدستي ځواب ورکړې غوښتنه کړې ده.دغه ۴۱ افغان محمد نذیر پکتیاوال نومېده او د کب په ۲۳مه د ټېکزاس د دالاس ښار په پارکلنډ روغتون کې وفات شوی دی.

د امریکا د کانګرس ډيموکراټ غړې جولي جانسون د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) وویل، چې په پارکلنډ روغتون کې د پخواني افغان سرتېري محمد نذیر پکتیاوال د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته یې د کډوالۍ ادارې له چارواکو وضاحت غوښتی دی. پکتیاوال په ریچارډسن ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته د کډوالۍ ادارې له لوري له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، په روغتون کې ساه ورکړه.

د امریکا د کډوالۍ ادارې تر اوسه د هغه د مړینې لامل نه‌دی اعلان کړی، خو په اړه یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.

محمد نذیر پکتیاوال د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری وو، چې د متحده ایالاتو له ځانګړو ځواکونو سره یې همکاري درلوده. هغه په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره دغه هېواد ته ولېږدول شو او له بشرپاله لنډمهاله مجوز سره هلته اوسېده. د هغه د اوسېدو دغه محوز د ۲۰۲۵ کال په اګسټ کې پای ته رسېدلی وو.

نوموړي په ټېکزاس ایالت کې له خپلې مېرمنې او شپږو ماشومانو سره ژوند کاوه او د خوراکي توکو په یوه پلورنځي کې یې کار هم کاوه.

د کانګرس استازې د کډوالۍ ادارې رييس ته په یوه لیک کې، د دغې ادارې په مرکزونو کې د خرابو شرایطو او روغتیایي خدماتو د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او د پکتیاوال د نیول کېدو او روغتیایي وضعیت د جزییاتو په اړه یې پوښتنې مطرح کړې دي.

هغې لیکلي: «د دغې ادارې ناسمې پرېکړې او غیر ضروري نیول کېدل، د هغه د مړینې لاملونه دي.»

تر دې وړاندې د کانګرس یوه بل استازي مارک‌ویسي هم د دغه افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي وو: «د محمد نذیر پکتیاوال مړینې جدي او عاجلې پوښتنې راپورته کړي چې سمدستي ځوابونو ته اړتیا لري او زه د یوې بشپړې او شفافې څېړنې غوښتونکی یم.»

هغه زیاته کړه: «که یو څوک چې له متحده ایالاتو سره د مرستې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وي، د حکومت په بند کې ساه ورکوي، دا نړۍ ته یو داسې اندېښمنونکی پیغام لېږدوي چې ایا امریکا به د خپلو همکارانو تر څنګ ودرېږي که نه.»

د امریکا د ګمرکونو او کډوالۍ ادارې له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، پکتیاوال له نیول کېدو وروسته له ساه لنډۍ او د سینې له درد سره مخ شوی وو او بیا روغتون ته ولېږدول شو.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سرچینو په وینا، د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۳۲ کسان د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف‌ځایونو کې مړه شوي دي. دې موضوع له کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان پناه غوښتونکو سره د چلند په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

سمېع سادات: طالبان په حکومتولۍ نه پوهېږي او امنیتي پالیسي هم نه‌لري

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د مخکيني جمهوري نظام‌ لوړ پوړی پوځي جنرال سمېع سادات وایي، چې طالبان په حکومتولۍ نه‌پوهېږي، امنیتي ستراتېژي نه‌لري، په سیاست نه‌پوهېږي او نه هم په اقتصاد کې تخصصي پوهه لري. هغه زیاتوي، چې په یادو برخو کې د ناکامیو له امله افغانستان په سیمه او نړۍ کې «بې عزته» شوی دی.

د نوموړي به خبره، افغانان باید درک کړي، چې طالبان یوه «پردۍ او غیر اسلامي» پدیده ده او له اوسني ناورین څخه د وتلو ظرفیت نه‌لري. هغه په خپل اختریز پېغام کې وویل: «افغانان چې هر ځای کې وي، باید یو موټی شي او د افغانستان د ازادۍ لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي».

سمېع سادات زیاته کړې، چې دی او ملګري به یې د افغانستان د ازادۍ جبهې په چوکاټ کې د هېواد د ازادۍ او بیا لاسته راوړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو د طالبانو نظام ړنګ شي. هغه ملا هبت‌الله ته‌ په خطاب کې وویل: «ته ولې دا د پاکستان د تجاوز په باره کې هېڅ نه وایې، خاموشه یې، افغانان هره ورځ وژنې، نظامیان وژنې، لس میلیونه افغانان ستا او ستا د جابره شاګردانو دلاسه مهاجر دي. د افغانانو په مورد کې دې دومره ژبه راوتې، خو د پاکستان پر وړاندې بیا ګونګی یې».

د جمهوري نظام د دې لوړ پوړي پوځي جنرال په باور افغانانو په تاریخ کې ثابته کړې، چې دغه ډول «ظالم نظامونه» یې تل ړنګ کړي دي. هغه ټیټ پوړو طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې ملا هبت‌الله د پاکستان دی او د هغوی په رایه او خبره چلېږي.

له برېتانیې حکومت څخه په دغه هېواد کې د ۷ زره مېشتو افغانانو د کورونو ادرسونه ورک شوي

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د برېتانیې د ملي حساب‌رسۍ دفتر (NAO) د نوي راپور له‌مخې، د دغه هېواد چارواکي له هغو ۷ زرو څخه ډېرو افغانانو د اوسېدو له ځایونو نا‌خبره دي چې د بیا مېشتېدو پروګرامونو په چوکاټ کې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

د راپور له‌مخې، په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۳۸ زره افغانان برېتانیې ته لېږدول شوي، خو شاوخوا پنځمه برخه یې د دولتي ادارو له څار څخه وتلي دي. یاد بنسټ ویلي، چې ځینې له دغو کسانو وروسته له دې چې دې هېواد ته ورسېدل، خپله یې ځانونه ته د استوګنې ځایونه موندلي او یا هم پرته له دې چې نوی ادرس ثبت کړي، له لنډمهالو استوګنځایونو لکه هوټلونو څخه وتلي دي.

همدارنګه اټکل شوی، چې د دې بیا مېشتېدو پروګرام لګښت شاوخوا ۵.۷ میلیارده پونډه ته رسېدلی، چې د عامو وګړو له مالیاتو څخه برابر شوي دي.

د افغانانو د مېشتېدو پروګرام (ARP) اړوند راپور ښيي، چې لګښتونه د پخوانیو اټکلونو پرتله ۱۵ سلنه زیات شوي، سره له دې چې د ورتلونکو کسانو شمېر کمولو لپاره محدودیتونه هم لګول شوي دي. تمه کېږي چې دا پروګرام به تر ۲۰۳۳ کال پورې دوام وکړي او په ټولیز ډول به نږدې ۴۸ زره هغه کسان چې د افغانستان پخواني پوځ او پولیسو کې یې دندې کړې وې برېتانیې ته انتقال شي.

دا پروګرام په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پیل شو او موخه یې د هغو افغانانو ملاتړ دی چې له برېټانوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه. په دغو کسانو کې د ځانګړو ځواکونو غړي هم شامل دي چې د طالبانو پر ضد جګړه او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کې یې برخه لرله.

د راپور په بله برخه کې د ۲۰۲۲ کال هغه پېښه هم یاده شوې، چې په‌کې د زرګونو افغانانو معلومات په تېروتنې سره افشا شوي وو. هغه مهال یو اېکسېل فایل چې د هغو کسانو معلومات په‌کې شامل وو، چې له برېتانوي ځواکونو سره یې کار کړی و، په غلط ډول لېږل شوی و. چارواکو وېره لرله، که دا معلومات د طالبانو لاس ته ورشي، د دغو کسانو ژوند به له خطر سره مخ شي.

په همدې حال کې، برېتانیې ته د افغانانو د انتقال ټول لګښت شاوخوا ۷ میلیارده پونډه اټکل شوی، چې یوه برخه یې د عامه پوهاوي او د پارلمان له بشپړې څارنې پرته لګول شوې ده. دا موضوع د مالي روڼتیا او د دې پروګرام د مدیریت په اړه جدي بحثونه راپارولي دي.

د برېتانیې د دفاع وزارت چارواکو د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې د دغو کسانو د «ورکېدو» مساله ښايي ناسم پوهاوی رامنځته کړي او ټینګار یې کړی، چې کله کسان په ټولنه کې ځای پر ځای شي، حکومت اړ نه‌دی چې د هغوی د اوسېدو ځای تعقیب کړي.

د راپور له‌مخې، سیمه‌ییزې شوراګانې کولی شي د هر هغه افغان وګړي لپاره چې د دوی له لوري منل کېږي، تر ۲۶ زره پونډو پورې مالي مرسته ترلاسه کړي.

د برېتانیې د حکومت ویاند هم د دې پروګرام پېچلتیا ته په اشارې سره ویلي: «دا راپور د افغانانو د مېشتېدو پراخوالی او ستونزې ښيي، خو ورسره هغه پرمختګونه هم تاییدوي چې تر دې دمه شوي دي. موږ لا هم ژمن یو چې دا پروګرام د اوسني پارلمان تر پای پورې بشپړ کړو».

عطا نور: ملي تفاهم، بنسټیز اصلاحات او د سیاسي مسوولیت منل افغانستان له روان ناورینه ژغوري

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰

عطا محمد نور د کوچني اختر په مناسبت په یوه پېغام کې ویلي، هېواد باید د ملي تفاهم، بنسټیزو اصلاحاتو او سیاسي مسوولیت‌پذیرۍ له لارې له اوسنیو ستونزو وژغورل شي. هغه د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې خلک لا هم له ژورو اقتصادي، ټولنیزو او امنیتي بحرانونو سره مخ دي.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د یوې اعلامیې په یوې برخه کې پر افغانستان د پاکستان د شوي بریدونه په کلکه غندلي او دا یې له ملي حاکمیت، انساني اصولو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

په ورته وخت کې، عطا محمد نور ټینګار کړی، چې د دې ډول لاسوهنو زمینه د طالبانو د اوسني حکومت د ناسمو او انحصاري سیاستونو له امله برابره شوې ده. د هغه په وینا، د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو موجودیت او فعالیت، هېواد د سیمې د خطرناکو سیالیو پر ډګر بدل کړی او د ملي حاکمیت او د هېواد راتلونکي ته یې جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.

د بلخ پخواني والي زیاته کړې، چې افغانستان باید د نیابتي جګړو او سیمه‌ییزو سیالیو پر ډګر بدل نه‌شي او د هېواد پر خاوره هر ډول تېری او د ملکي وګړو وژل هېڅ‌کله د منلو وړ نه‌دي.

عطا محمد نور د اوسنیو ناورینونو د حل لاره د داسې یوه ټول‌ګډوني نظام جوړېدل بللي چې د خلکو پر اراده ولاړ وي، د قانون حاکمیت، ټولنیز عدالت او د ټولو قومونو او ټولنیزو قشرونو رښتینی ګډون په‌کې تضمین شوی وي. هغه زیاته کړې، چې د انحصار دوام، افراط‌پالنه او قومي او ژبني تعصبونه به هېواد لا زیات بحران ته ټېل وهي.

افغانستان یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو«غمجن»هېواد وپېژندل شو

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د نړۍ د خوښۍ کلني راپور له مخې، افغانستان یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی، په داسې حال کې چې فنلینډ د نهم پرله‌پسې کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد اعلان شوی دی.

په دغه کلني راپور کې راغلي چې افغانستان له ۲۰۱۳کال راهیسې په پرله‌پسې ډول د ژوند د رضایت په برخه کې شاته تللی دی، او په ځانګړي ډول د افغان ښځو د ژوند د رضایت کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

دغه راپور د ګالوپ د نړیوالې سروې پر بنسټ چمتو شوی، چې پکې د نړۍ له ۱۴۷څخه زیاتو هېوادونو له خلکو سره مرکې شوې دي.

د راپور له مخې، ایسلنډ، ډنمارک او کاستاریکا هېوادونه له فنلینډ وروسته د خوښۍ په درجه ‌بندۍ کې په لوړو ځایونو کې راغلي دي.

راپور څرګندوي چې د افغانستان وګړي تر ټولو لږ مثبت احساسات لري، او همداراز دا هېواد د منفي احساساتو له پلوه د نړۍ له پنځو تر ټولو لوړو هېوادونو څخه شمېرل شوی دی.

د ښځو د ژوند د رضایت منځنۍ کچه په افغانستان کې له ۱۰ امتیازونو څخه یوازې ۱.۲ښودل شوې، او راپور ټینګار کوي چې په ځانګړي ډول د ښځو ژوند ډېر ستونزمن دی.

د راپور له مخې، د شمالي اروپا هېوادونه بیا هم د خوشحاله هېوادونو په سر کې دي. سویډن، ناروې، هالنډ، اسراییل، لوکزامبورګ او سویس هم د نړۍ د لسو خوشحاله هېوادونو په ډله کې شامل دي.

همداراز، کاستاریکا څلورم مقام ته پورته شوې، چې دا د لاتینې امریکا لپاره تر ټولو لوړه درجه بلل شوې ده.

په دې راپور کې بوتسوانا، زیمبابوې، مالاوي او سیرالیون هم د نړۍ له تر ټولو غمجنو هېوادونو څخه بلل شوي، خو د افغانستان په پرتله لږ څه ښه وضعیت لري.

راپور وايي چې له افغانستان پرته هېڅ هېواد له ۳امتیازونو څخه کمې نمرې نه دي اخیستي، او سیرالیون د ۳.۲امتیازونو سره د افغانستان وروسته دویم غمجن هېواد دی. په همدې حال کې فنلینډ د ۷.۷امتیاز سره د جدول په سر کې ځای لري.

امریکا په دې درجه‌بندۍ کې ۲۳م ځای خپل کړی، په داسې حال کې چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې په ۲۰م مقام کې وه.

دا راپور د ګالوپ، د اکسفورډ د روغتیایي مطالعاتو مرکز، د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ حل لارې شبکه او د نړۍ د خوښۍ راپور د اډیټورانو په همکارۍ چمتو شوی دی.

د هېوادونو درجه‌بندي د ژوند د کیفیت، اقتصادي شرایطو، د ژوند تمه، د ازادۍ احساس، پر ټولنه باور، عدالت او پر حکومت د خلکو د باور پر بنسټ ترسره شوې ده.

په هرات کې د طالبانو والي د شیعه علماوو د ازادولو غوښتنه نه ده منلې

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۶ GMT+۰

په هرات کې سرچینې وايي چې د هغو شیعه علماوو د ازادولو هڅو، چې د طالبانو له حکم څخه د سرغړونې له امله نیول شوي وو، تر اوسه پایله نه ده ورکړې. ځینې مشران د دغو کسانو د ازادولو لپاره د طالبانو والي دفتر ته ورغللي وو، خو ‎نوراحمد اسلام‌جار ورته ویلي چې په دې برخه کې واک نه لري.

تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و چې طالبانو د چارشنبې په ورځ په هرات کې یو شمېر شیعه عالمان نیولي دي. دا کسان وروسته له هغه ونیول شول چې د طالبانو د کوچني اختر د اعلان مطابق اختر ترسره کولو نه یې ډډه کړې وه.

د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسلام‌جار له دینی مشرانو سره لیدلي، خو په خبرپاڼه کې د شیعه علماوو د نیولو او د ازادولو غوښتنې ته اشاره نه ده شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې عالمانو د ټولنې د بېلابېلو طبقو ترمنځ د اتحاد او وحدت پر اهمیت ټینګار کړی او د تلپاتې ثبات او پرمختګ لپاره یې د طالبانو د نظام د دوامداره ملاتړ یادونه کړې.

سرچینې وايي چې نوراحمد اسلام‌جار په دې لیدنه کې د هرات د مشرانو او د شیعه ټولنې استازو ته وویل چې د شیعه علماوو د ازادولو موضوع دې د طالبانو د علماوو شورا ته وړاندي کړي.

سرچینې زیاتوي چې د والي له دفتر څخه تر وتلو وروسته، د نیول شویو کسانو کورنۍ او استازو هڅه وکړه چې د شورا له څو غړو سره اړیکه ونیسي، خو غړو وویل چې د اختر د ورځو د تېرولو لپاره ولسوالیو ته تللي دي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف ادارې مسوولین هم په هرات کې د دې موضوع په اړه حاضر نه شول چې ځواب ورکړي.

که څه هم طالبانو لومړی یوازې دوه شیعه عالمان نیولي وو، خو سرچینې وايي چې اوس د نیول شویو کسانو شمېر پنځو ته رسېدلی دی.

په نیول شویو شعیه علماوو کې محمد روحاني، خداداد احساني، محمد اکبري، رجب زاده او رضا زاده شامل دي.

سرچینې وايي تر اوسه له دغو کسانو سره د اړیکو نیولو امکانات نه دي برابر شوي او د هغوی د ساتنې ځای هم معلوم نه دی.