شریف ته د سهیل اپریدي لیک؛ عمرانخان او مېرمنې ته دې له کورنۍ سره د ملاقات اجازه ورکړل شي

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک استولی. سهیل اپریدي په دغه لیک کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بيبي ته د اختر په ورځ له خپلې کورنۍ سره د ملاقات اجازې ورکولو غوښتنه کړې ده.
