په خیبر پښتونخوا کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور سرتیري ټپیان شوي

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند د باړې په شينکو سيمه کې د وسلهوالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور نور سرتیري ټپیان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند د باړې په شينکو سيمه کې د وسلهوالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور نور سرتیري ټپیان شوي دي.
سرچینو ویلي، چې د خیبر ولسوالۍ د چټک غبرګون ځواکونو د شینکو په سیمه کې د وسله والو د شتون په اړه د پلټنې د عملیاتو پرمهال له وسله والو سره نښته رامنځته شوي، چې له امله یې د چټک غبرګون یو افسر وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
په یاده نښته کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.
امینیتي چارواکو ویلي، چې په سیمه کې اوس هم د پلټنې عملیات دوام لري.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د ښځو په ګډون پنځه تنه بلوڅ فعالان په پاکستان کې له پټو محاکمو او ناوړه روغتیايي حالت سره مخ دي. دغه سازمان د بلوچستان له اعلی وزیر څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشې شي.
د بښنې نړۍال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو پنځو تنو بلوڅ فعالانو د برخلیک په اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې له تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې بندیان دي.
په اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی، چې ماهرنګ بلوڅ، بېبرګ زهري، بېبو بلوڅ، شاه جي صبغتالله او ګلزادي بلوڅ دې سملاسي خوشې کړي.
یاد سازمان ویلي، چې دغه بلوڅ فعالان د رسنیو او خپلواکو څارنګو له شتون پرته په زندان کې په پټه محاکمه کېږي او د جعلي تورونو په لګولو د هغوی د بند موده غځول کېږي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د «عامه نظم ساتنې» قانون لهمخې د یادو فعالانو د احتیاطي توقیف موده پای ته رسېدلې، خو پرې د «ترهګرۍ ضد قانون» په چوکاټ کې نوي جعلي تورونه پورې شوي دی.
په اعلامیه کې دغه سازمان د یادو فعالانو د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلي او زیاته کړې یې ده چې«بېبرګ زهري د معلولیت له امله له سختو ننګونو سره مخ دی او د فزیوتراپي خدماتو ته لاسرسی نه لري. ماهرنګ بلوڅ په زندان کې د ملا د تیر په جدي ناروغۍ اخته شوې او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري».
یاد سازمان د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې یاد فعلان دې ژر تر ژره خوشي او پر هغوی لګول شوي ټول تورونه دې لغوه شي.
همدارنګه د بښنې نړۍوال سازمان غوښتنه کړې، چې د بلوڅ فعالانو د عادلانه محاکمې تضمین دې وشي او له کورنیو او وکیلانو سره دې د لیدنې اجازه ورکړل شي.
د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، د افغان ولس په منځ کې د یوه نسل نه بل ته د پاکستان د «استعماري سیاستونو» پر وړاندي د انتقال شوي افغاني روایت نه پاکستان وېره لري.
هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د «مذهبيافراطیت له منافقانه ابزارو په استفادې پر افغان خاوره دوامداره مداخله او تجاوز کړی دی». د هغه په خبره؛ د پاکستان پوځ د افغاني روایت د کمزوري کولو لپاره د مجاهدینو د مشرانو غږونه چوپ کړل او د اوسني طالبانو د ټيټ پوړو ځوانانو احساسات له ګواښ سره مخ دي.
فضلي زیاتوي، پاکستان اوس هم په فعاله توګه هڅه کوي چې ځینې پخواني جنګسالاران او مدني فعالان اسلاماباد ته وغواړي؛ ترڅو د پاکستان پر وړاندې افغاني روایت چوپ کړي.
فضلي دا هم ویلي، د پاکستان لهخوا طالب مشرانو ته ویل شوي چې په خپلو لیکو کې د پاکستان ضد روایت مدیریت او مهار کړي. د هغه په خبره: «په کابل او کندهار کې د تېرو دوو ورځو د خپرو شویو ویناو محتوا د دغه ادعا څرګند ثبوت دی».
څارونکي په دې باور دي، چې سیمهییز بدلونونه او د ایران جګړه ښایي طالبان او پاکستان دې ته وهڅوي چې تاوتریخوالی او شخړې کمې کړي. د دوی په وینا؛ دواړه هېوادونه د ایران د جګړې له پایلو په ځانګړې توګه د انرژۍ او خامو موادو په رسولو کې د خنډونو له امله سخت اغېزمن شوي دي.
د ایکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې لیکلي، چې افغانستان له ایران نه پر وارداتو تکیه لري او پاکستان هم د هرمز تنګي د تړلو له امله د انرژۍ په برخه کې سخت اغېزمن شوی دی. د دغه مجلې په وینا؛ د روژې په پای کې د پاکستان لهخوا د پنځه ورځني لنډمهاله اوربند اعلان د تاوتریخوالي د احتمالي کمښت نښه ګڼل کېږي.
پاکستان او طالبانو له خونړیو نښتو وروسته چې پهکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون برید هم شامل دی لنډمهالی اوربند اعلان کړ، د یاد برید له امله دغه روغتون ویجاړ او لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
پاکستان ادعا کوي، چې په یاد برید کې یې په دقیق ډول یوه ترهګریزه موخه په نښه کړې؛ خو شواهد ښيي چې ګڼ شمېر ناروغان او روغتیايي کارکوونکي هم وژل شوي دي. د الباني پوهنتون کریسټوفر کلیري وايي، لومړني شواهد ښيي چې روغتون ته نږدې «ډېر باوري پوځي هدفونه» وو؛ خو پاکستان ونه توانېد چې د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي.
په دغه برید کې لږترلږه ۱۴۳ کسان وژل شوي دي. له همدې امله دغه پېښه د تېرې میاشتې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي.
د سواس پوهنتون اویناش پالیوال وايي: «پر ملکي وګړو د داسې ویجاړونکي برید وروسته به په ښکاره ډول خبرې اترې کول خورا ستونزمن وي» او وسلهوالې ډلې ښایي په پاکستان کې د لا لوی برید په ملاتړ غبرګون وښيي.
سره له دې ځینو پاکستاني دیپلوماتانو خبرداری ورکړی، تر هغه وخته چې طالبان د ټيټيپي وسلهوالو په مهارولو کې ښکاره او د باور وړ ګامونه وانخلي هر ډول خبرې او مذاکرې به بېمعنا وي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد د توغندیز پروګرام اړه ویلي، چې اټومي وړتیاوې یې یوازې دفاعي بڼه لري. د امریک د ملي استخباراتو رییسې په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې روسیه، چین، شمالي کوریا، ایران او پاکستان پر داسې توغندیزو سیستمونو بوخت دي، چې امریکا ته رسېدای شي.
یاد وزارت اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان پوځي وړتیاوې «په بشپړه توګه دفاعي» دي او د «لږ تر لږه باوري مخنیوي» پر اصل ولاړې دي.
د اعلامیې له مخې، «د پاکستان توغندیز پروګرام د دغه هېواد د ملي حاکمیت د ساتنې او په سویلي اسیا کې د ثبات د ټینګښت لپاره جوړ شوی دی». اندرابي ټینګار کړی چې د پاکستان د توغندیو واټن د ځمکه پر ځمکه وړتیا تر کچې نه رسېږي او دا پروګرام تر ډېره له هند سره د سیمهییزو امنیتي شرایطو په چوکاټ کې تعریف شوی دی.
په اعلامیه کې د هند د توغندیزو پرمختګونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې د دغه هېواد ځینې توغندي له ۱۲زره کیلومترو څخه زیات واټن لري، چې دا د سیمې له اړتیاوو هاخوا دي او ښايي پر نړیوال ثبات هم اغېز وکړي.
پاکستان همداراز له امریکا سره د رغنده اړیکو پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره دې متوازن او پر حقایقو ولاړ چلند غوره شي.
پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټربیون په یوه راپور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرانو په حواله لیکلي، چې تر اختر وروسته به له زندانه د دغه ګوند مشر عمران خان د خلاصون او په هېواد کې د اساسي قانون د حاکمیت راوستلو لپاره یو غورځنګ پيل کړي.
د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوی به له اختر وروسته سولهییز حرکت پيل کړي. د نوموړي په خبره؛ په پاکستان کې مېلیونونه ځوانان د بېوزلۍ او ناوړه اقتصادي وضعیت له امله له نهیلۍ سره مخ دي.
هغه وویل: «دا زموږ دنده ده، چې پاکستان په سم لوري روان کړو. د دغه هېواد ځوانان به له کړکېچ څخه د وتلو لپاره خپل رول ولوبوي». راجا ویلي، چې د همدغه حرکت موخې د «اساسي قانون بیا پلي کول او د قانون حاکمیت»، له زندانه د عمران خان خلاصون او د هر پاکستاني لپاره د ازادۍ حق ترلاسه کول دي.
تر دې وړاندې د پاکستان تحریک انصاف (پيټيای) ګوند مشرانو خبرداری ورکړی و، که د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیایي حالت ته پام ونه شي؛ نو له اختر وروسته به له زندانه د هغه د خلاصون لپاره لوی سیاسي غورځنګ پیل کړي. دوی د فدرالي حکومت چلند «جنایي بېپامي» یاده کړې وه.