• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا اوهایو کې د پاکستان پر ضد یو افغان اعتراض کوونکی د پاکستانیانو له لوري ډبول شوی

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۰

د امریکا د اوهایو ایالت په هیلیارد سیمه کې د کوچني اختر د لمانځه پر مهال د عزت‌الله پامیر په نوم یو افغان ځوان هغه مهال د یوې ډلې پاکستانیانو له لوري وډبول شو، چې د پاکستان پر ضد یې اعتراضیه انځور چاپ کړی و. سرچینو ویلي، شاوخوا اتو پاکستانیانو دغه افغان ټپي کړی دی.

په یاده سیمه کې د اختر د لمانځه پر مهال موجودو کسانو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې دغه افغان ځوان په کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان هوايي بریدونو پر ضد انځور چاپ کړی و او په‌کې یې یاد بریدونه ظالمانه بللي وو. پاکستاني برید کوونکو پر عزت‌الله پامیر سر مات کړی او جامې یې هم پرې څېرلي دي.

په سیمه کې د لمونځ کوونکو د امنیت په موخه ګومارل شویو پولیسو پامیر له بریدګرو ژغورلی، خو د پېښې د عاملینو د نیول کېدو په تړاو معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستان په کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې پر مرکز هوايي برید وکړ او د طالبانو په وینا، په یاد برید کې شاوخوا ۴۰۰ روږدي کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د پاکستان دغو بریدونو ګڼ غبرګونونه هم راوپارول.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

ایراني چارواکی: د افغانستان د ټرانزیټ فرصت د غیر اقتصادي لیدلوریو له امله له لاسه وځي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو په کابل کې د اهل تشیع اختر د لمانځه د مخنیوي لپاره ځواکونه ځای پر ځای کړي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جمعې له ورځې راهیسې په کابل ښار کې د شیعه مذهب د پیروانو جوماتونو ته څېرمه لسګونه وسله‌وال ځواکونه ځای پر ځای کړي، څو په دې ښار کې د اختر د لمانځه د ترسره کېدو مخه ونیسي.

د دغو سرچینو په وینا، د کابل ډېری شیعه اوسېدونکي هوډ لري، چې د شنبې په ورځ د کوچني اختر لمونځ ادا کړي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ هم په هرات ښار کې پنځه مخکښ شیعه دیني عالمان ونیول، چې غوښتل یې د طالبانو د امر خلاف د شنبې په ورځ د اختر لمونځ ترسره کړي.

د سرچینو په خبره، په مزارشریف ښار کې هم پنځه شیعه دیني عالمان د ورته تور له امله نیول شوي دي.

افغانستان له هغو محدودو هېوادونو څخه وو، چې د طالبانو په امر یې د کوچني اختر لومړۍ ورځ پنجشنبه اعلان کړه او له شیعه وګړو یې هم وغوښتل چې له دې اعلان سره سم اختر ونمانځي او د اختر لمونځ ادا کړي. افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د افغانستان د شیعه ټولنې ډېرو مشرانو د طالبانو دغه پرېکړه نه‌ده منلې.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د شیعه مذهب پیروان، لکه په ایران، پاکستان او عراق کې، د شنبې ورځ د کوچني اختر لومړۍ ورځ ګڼي.

شیعه دیني عالمان وایي، چې د دوی د مذهب له‌مخې، د کوچني اختر د ورځې ټاکل د تقلید د مراجعو صلاحیت دی.

فایننشل ټایمز: د طالبانو او وسله والو ډلو کارول اوس د پاکستان پر وړاندې په ګواښ بدل شوي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویل شوي، چې د پاکستان له لوري د لسیزو راهیسې د وسله والو ډلو کارول، چې پکې د ۱۹۸۰لسیزې افغان مجاهدین او وروسته طالبان شامل دي، اوس د اسلام‌اباد لپاره په یو جدي ګواښ بدل شوي دي.

راپور زیاتوي چې طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسلوالو ډلو ته پناه ورکوي، چې دا چاره د پاکستان پر وړاندې د امنیتي ګواښ لامل ګرځېدلې ده.

د څېړنې له مخې، د قبایلي سیمو وضعیت او د طالبانو ایډیالوژیکه نږدېوالي له تحریک طالبان پاکستان سره ژورې اړیکې رامنځته کړې دي. دا ډله له ۲۰۰۷کال راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

راپور وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ د دې له امله دی چې طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي پټنځایونو د له منځه وړلو ته چمتو نه دي. په مقابل کې، طالبان پاکستان تورنوي چې د دوی مخالفو ډلو، لکه د داعش سیمه‌ییزې څانګې، ملاتړ کوي.

سره له دې، فایننشل ټایمز ټینګار کوي چې افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري، ځکه چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او کاري ځواک له لارې یو له بل سره تړلي دي.

راپور یادونه کوي چې په افغانستان کې تر ۲۳میلیونه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۷میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. همداراز، له ۲۰۲۵کال د اکتوبر راهیسې له پاکستان سره مهمه سوداګري بنده شوې او پر ایران د ترانزیټ لپاره تکیه هم د سیمه‌ییزې جګړې له امله نامطمئنه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستان هم له اقتصادي رکود، نابرابرۍ او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ دی.

فایننشل ټایمز خبرداری ورکړی چې افغانستان ښايي یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د پټنځای په توګه وکارول شي، په ځانګړي ډول د سیمې د جګړو په پراخېدو سره. ورځپاڼه زیاتوي چې یو منزوي او بې‌وزله افغانستان نه د خپل ولس او نه هم د نړۍ په ګټه دی، ځکه اوږدمهاله بې‌ثباتي او اقتصادي سقوط د افراطیت لپاره زمینه برابروي.

راپور سپارښتنه کوي چې دواړه هېوادونه باید د اختر پر مهال د قطر، ترکیه او سعودي عربستان په منځګړیتوب شوی اوربند تکیه وکړي او هڅه وکړي چې دا لنډمهالی اوربند په دوامدارې سولې بدل کړي.

همداراز، طالبانو ته سپارښتنه شوې چې له سخت دریځه تګلارو واوړي او د بشري حقونو او د نجونو د زده‌کړو په ګډون یو ټول‌شموله حکومت ته لاره هواره کړي. په مقابل کې، له پاکستان څخه غوښتل شوي چې د زور پر ځای د خبرو اترو لاره خپله کړي او اقتصادي همکارۍ ته لومړیتوب ورکړي.

د راپور په پای کې ټینګار شوی چې د تېرو پنځو لسیزو تجربه ښيي، کله چې دا سیمه د نیابتي جګړو او افراطي نظریاتو ډګر ګرځي، پایلې یې تر پولو ډېرې هاخوا خپرېږي.

اروپايي ټولنه: هغه ورځې ته سترګې په لار یو چې هره نجلۍ بېرته خپل ټولګي ته لاړه شي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۹ GMT+۰

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نوي لمریز کال او د نوي تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د افغان نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ افغانانو ته په یوه پیغام د نوي کال او نوروز مبارکي ویلي او هرې کورنۍ لپاره یې د سولې او سوکالۍ هیله څرګنده کړي ده.

په پیغام کې راغلي:«د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره، موږ هغې ورځې ته سترګې په لار یو چې هره نجلۍ بېرته ټولګي ته ستنه شي».

اروپايي ټولنې په داسې حال کې د افغانستان خلکو ته د نوي کال مبارکي ورکړړې، چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم لا هم د څو کالونو راهیسې د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته نجونو باندې ښوونځیو ته پر تګ بندیز لګول شوی او میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخي دي.

په لومړي ځل اتحاد نړیوال هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند ورازت وايي، چې په لومړي ځل د اتحاد په نامه یوه نړیوال هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې. دوی زیاتوي، چې لومړنۍ الوتنه یې نن جمعه د کب پر۲۹مه تر سره شوه او دا شرکت به افغاتنستان ته هره اوونۍ ۴ پروازونه ولري.

له دې وړاندې د اتحاد هوايي شرکت (د غويي۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له کام ایر هوايي شرکت سره همکاري اعلان کړې وه.

د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې، د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبي په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

په افغانستان کې د کام ایر، په یونان کې اسکای اکسپریس، په استرالیا کې رکس ایرلاین، په جنوبي کوریا کې ججو ایر او د میانمار له ایرویز انټرنشنل هوايي شرکت سره یې هوکړه کړې ده.

د اتحاد هوايي شرکت یو مشر اریک ډې ویلي و، د هوايي شرکتونو ترمنځ دغه پنځه تړونونه به د ټولو هوايي شرکتونو د مېلمنو لپاره سفر اسانه کړي.

هغه زیاته کړه:«موږ خپلې شبکې پراخولو ته دوام ورکوو ترڅو په ټوله شبکه کې بې سیمه اتصال فعال کړو او خپلو مېلمونو ته د سفر پراخه انتخابونه وړاندې کړو.»

اتحاد هوايي شرکت وايي چې دا په ټوله نړۍ کې ۱۲۳ هوايي شرکتونو سره شراکتونه لري.

امسو بنسټ: طالبان دې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان پرته له قید او شرط څخه ازاد کړي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۰

د خبریالانو د ملاتړ سازمان(امسو) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له زندان څخه د خبریال مهدي انصاري را خوشې کېدل مثبت ګام بللی، خو ټینګار کوي چې دا ګام د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره کافي نه دی.

د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري د چارشنبې په ورځ له یو نیم کالن بند وروسته د طالبانو له زندان څخه خوشې شو.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د نوموړي خوشې کېدل مثبت ګام بللی دی، خو وايي، چې دا د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره کافي نه دی.

یاد سازمان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د نیونو، ګواښونو او محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلي او وايي چې هېڅ خبریال باید د خپلې مسلکي دندې له امله یا په بېلابېلو پلمو تر تعقیب، زندان او وېرې لاندې را نه شي.

امسو له طالبانو غوښتنه کړې، چې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان پرته له کوم قید او شرطه څخه ازاد کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د خبریالانو اساسي حقونو ته، د مدافع وکیل لرل، عادلانه محکمه او کاري خوندیتوب، درناوی وکړي؛ د جبري اعترافونو او د بشري حقونو خلاف کړنو څخه ډډه وکړي او د رسنیو د فعالیت لپاره یوه خوندي او ازاده فضا برابره کړي».

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمازن ټینکار کړی، چې د بیان ازادي او خپلواکې رسنۍ د هرې روغې او پرمختللي ټولنې بنسټونه ددي او د دې اصولو نقض کول به د هېواد راتلونکي ته ناوړه پایلې ولري.