طالبانو په پنجشېر کې څه باندې ۴زره قیراطه زمرد پلورلي

په پنجشېر کې د طالبانو مرستیال والي ملاشاه ملنګ روح الله وايي، چې تر ۴زره قیراطه زیات زمرد د داوطلبۍ له لارې پر مليسوداګرو د ۶.۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي. نوموړي ویلي، چې دغه زمرد تازه د پنجشېر ولایت له کانونو کېندل شوي وو.
