• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو بنسټ: دا مهال افغانستان کې نوروز له تاریخي پلوه تر ټولو تور پړاو تجربه کوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ بنسټ وايي، چې نوروز په افغانستان کې د استبداد، جنګ او محرومیت تر درانده سیوري لاندې د خپل تاریخ له تر ټولو تورو ورځو څخه یوه تجربه کوي. نن په داسې حالاتو کې چې له وېرې، تبعیض او بې‌عدالتی څخه ډک دي، نوروز د غمجنو زړونو سره نمانځو.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او پرختیا بنسټ (راوا) د یوې اعلامیه په خپرولو سره لیکلی:«نن په داسې فضا کې چې له وېرې، تبعیض او بې‌عدالتی ډکه ده، نوروز د غمجنو زړونو سره لمانځي.»

دغه بنسټ ویلي، چې په دې حساسو تاریخي شیبو کې د ښځو، نجونو او ټولو هغو وګړو غږ پورته کوو چې له خپلو بنسټیزو حقوقو محروم دي.
دې بنسټ نیوکه کړې، چې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو لپاره لا هم د بنسټیزو حقونو دروازې تړلي دي، د کار حق ترې اخیستل شوی او له دوی څخه انساني حقوق تر پښو لاندې شوي دي. دوی زیاتوي، چې دا حالت نه یواځې د انساني کرامت ښکاره نقض دی، بلکې زمونږ تاریخ، کلتور او ملي هویت ته سپکاوی هم دی.

د طالبانو د بیاځلي په راتګ سره په هېواد کې د نوي کال یا نوروز نمانځل منع کړي دي او د نجونو پرمخ یې ښوونځي تړلي دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتنه کړې

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو این – هیبتات) د نوروز په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او ارامتیا پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې هیله لري نوی کال د افغانستان د ټولو خلکو لپاره له سولې، روغتیا او ثبات څخه ډک وي.

ملګرو ملتونو په خپل پیغام کې ویلي: «په افغانستان کې تاسو ټولو ته د یو خوشحاله، سالم او له سولې ډک نوی کال غواړو.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم په خپل پیغام کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې پر ټینګښت ټینګار کړی و.

د ازادۍ جبهه: په نوي کال کې د طالبانو د نسکورولو لپاره مبارزه پراخوو

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې د نوي کال په مناسبت د طالبانو پر ضد د پراخ پاڅون غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه جبهه به په نوي کال کې د طالبانو حکومت نسکورولو لپاره خپلې جګړه‌ییزې او ستراتیژیکې هڅې پراخې کړي.

یادې جبهې د نوروز په مناسبت په خپلې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان دامهال د طالبانو تر واک لاندې له «اختناق، استبداد او پراخو اقتصادي ستونزو» سره مخ دی او خلک له دغه وضعیت څخه ستړي شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبان له فرهنګي او تاریخي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او پر نوروز جشن محدودیتونه د دغه ډلې «شاته‌تګ او تمدن‌ضد» چلند ښيي. د ازادۍ جبهې په وینا؛ طالبان د زور، تاوتریخوالي او «جنسیتي اپارتاید» له لارې واک ته رسېدلي او اوس هم د خلکو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبان د ښځو د کار، زده‌کړو او ټولنیز رول مخنیوي او د فرهنګي ژوند د محدودولو له لارې افغانستان د یوې بې‌روحه ټولنې پر لور بیایي». نوموړې جبهې ادعا کړې، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د «نړۍوالو تندلارو ډلو په خوندي پناه‌ځای» بدل شوی او دغه وضعیت د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍوال تروریزم لپاره امن ځای ګرځېدلی او دغه حالت د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړی دی». په خبرپاڼه کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویل شوي، چې دغه پېښې د طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د اړیکو پایله ده.

د ازادۍ جبهې ټینګار کړی، چې د نړۍوالو له لوري له طالبانو سره تعامل باید پای ته ورسېږي او د سیمې هېوادونه باید د «افراطیت او بې‌ثباتۍ» د مخنیوي لپاره جدي پرېکړې وکړي.

خبرپاڼه په پای کې وایي: «د ازادۍ جبهه په نوي کال کې د طالبانو د حکومت نسکورولو لپاره نوې ستراتیژۍ او عملي پلانونه لري».

ملګري ملتونه: له ایران نه ستنېدونکي افغان کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د ایران کړکېچ له زیاتېدو سره زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي او ډېری کورنۍ بېړنۍ مرستو او ملاتړ ته جدي اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ ګړندۍ شوې او دغه حالت د ډېرو کورنیو لپاره د بې‌ځایه کېدو یوه بله دوره ده.

یادې کمېشنرۍ پر اېکس پاڼه لیکلي: «د ډېرو کورنیو لپاره دا د بې‌ځایه کېدو بله دوره ده او هغوی بېړنیو مرستو ته اړتیا لري». یادې ادارې ټینګار کړی، افغانستان دا مهال له ګڼو ناورینونو سره مخ دی چې له امله یې بېرته ستنېدونکي کډوال له لا زیاتو ستونزو سره مخ کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې په ایران کې مېشت افغان کډوال د کړکېچونو له زیاتېدو اغېزمن شوي او ډېری یې د خپل نازک وضعیت له امله زیان‌من دي.

دغه اداره همداراز د ملکي وګړو د خوندیتوب، بشري مرستو ته د لاسرسي او د هغو کسانو لپاره چې غواړي له هېواده ووځي؛ د لارو د پرانیستې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په جمرود کې بندپاتو افغان کډوالو کوچنی اختر په سړکونو ونمانځه

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله زرګونه افغان کډوالې کورنۍ چې افغانستان ته د ستنېدو په تمه په جمرود کې شپې سبا کوي، د کوچني اختر لومړۍ ورځ یې په سړکونو او لاريو کې تېره کړه. دوی وایي، بېرته خپلو پخوانیو سیمو ته د ستنېدو اجازه هم نه‌لري.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له امله د ډيورنډ کرښه تړل شوې، چې افغانستان ته یې د لسګونه زره افغان کډوالو د ستنېدو چاره په ټپه درولې او دوی پر سړکونو ولاړو بار موټرو کې شپې ورځې تېروي.

د خیبر ولسوالۍ په جمرود سیمه کې شاوخوا زر افغان کډوال له ۲۵ ورځو راهیسې خپل هېواد ته د ستنېدو په تمه دي. دوی د روژې میاشت هم په دغه سړک تېره کړه او اوس د کوچني اختر لومړۍ ورځ هم د کور پر ځای په سړکونو کې تېروي.

د ولي الله په نامه افغان کډوال وایي: «کوچنی اختر راغی خو نه نوي کالي شته او نه سکون؛ ځکه اختر خوند نه‌کوي». هغه له پاکستان او طالبانو غوښتي، چې د جګړې پر ځای خبرې وکړي؛ ځکه جګړه ستونزه نه حل کوي.

د دغه کډوالو لپاره د ځایي اوسېدونکو له‌خوا په روژې میاشت کې د خوړو او روغتیایي برخو کې مرسته او همکاري شوې ده. سیمه‌ییز ټولنیز فعال اسلام بادشاه اپریدی وایي، چې دوی په روژې میاشت کې د ۱۵۰۰ کورنیو لپاره پیشنمی او روژه ماتی برابر کړی، روغتیایي کمپونه یې جوړ کړي او د اختر په ورځ یې د ماشومانو لپاره کالي او نورې ډالۍ ورکړې دي.

هغه دارنګه د ځایي ادارې پر بې‌غورۍ او کمزوري اقدام نیوکه کړې ده.

د نوي کال لومړۍ ورځ؛ طالبانو یو وار بیا د نوروز جشن د نه نمانځلو پیغامونه خپاره کړي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۰

په افغانستان کې د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر اېکس پاڼه په خپرو شویو پیغامونو کې د هغو دیني عالمانو ویناوې شریکې کړې، چې د دغه جشن نمانځنه يې «حرامه» بللې ده.

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې خلک د دغه لرغوني جشن د نمانځلو اجازه نه‌‌لري. نوروز یوازې په افغانستان کې نه؛ بلکې له زرګونه کلونو راهیسې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو او ډېری په منځنۍ اسیا هېوادونو کې نمانځل کېږي، چې د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۹کال کې نوی کال (نوروز) د نړۍ په کلتوري میراثونو کې هم شامل کړی دی.

خو له هغه مهاله چې طالبانو واک ترلاسه کړی، افغانانو ته د دغه جشن د نمانځلو اجازه نه‌‌ده ورکړل شوې او ګڼ خلک د دغه جشن له نمانځلو بې‌برخې شوي دي. نن چې د نوي کال لومړۍ ورځ ده، د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر پر اېکس پاڼه د هغه ملایانو څرګندونې خپرې کړې چې د نوروز جشن يې د اسلامي احکامو خلاف او «حرام» بللی دی.

په دغه خپرو شويو پیغامونو کې ټینګار شوی، چې د نوروز دودیز مراسم لکه د خلکو د کورنیو غونډې، د پسرلي د لومړۍ ورځې جشن او نور تفریحي کارونه د اسلامي لارښوونو خلاف دي او خلک باید ترې ډډه وکړي.

دغه څرګندونې د طالبانو د سخت دریځ د دوام ښکارندویي کوي، چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې یې د نوروز جشن پر نمانځنې محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو مشر هم تر دې وړاندې نوروز د «جاهلیت وخت د رخصتیو» په توګه یاد کړی و.

ورته مهال ځینو مدني فعالانو او فرهنګي څېرو ویلي، چې د دیني او فرهنګي ارزښتونو ترمنځ توازن ساتل امکان‌ لري؛ خو له محدودیتونو پرته خلکو ته باید اجازه ورکړل شي، چې خپل لرغوني جشنونه په خوندي توګه ونمانځي.

نوروز د نوي لمریز کال لومړۍ ورځ ده، چې په افغانستان، منځني ختیځ، مرکزي اسیا، ایران، تاجکستان، ازبکستان، کردستان، پاکستان، هندوستان او په نړۍ کې د مېلیونونه خلک له‌خوا د پسرلي د راتګ او د نوي کال د پیل په توګه نمانځل کېږي. دغه جشن له زرو کلونو ډېره پخوانۍ تاریخي ریښه لري او د کورنیو، ټولنو او سیمو د ګډو فرهنګي ارزښتونو یوه مهمه برخه ده.

نوروز د لمریز کال لومړۍ ورځ بلل کېږي، چې د کال د بدلون، د طبیعت د نوي ژوند پیل، د ژمي پای او د سبزۍ او ګلانو د بېرته راژوندي کېدو نښه ده.

100%

دودونه رواجونه

په افغانستان کې د نوروز د نمانځنې دودونه لا ډېر ژور او رنګین دي. خلک خپل کورونه پاکوي، دېوالونه او کوڅې سینګاروي، ځانګړي خوراکونه چمتو کوي او له کورنیو سره یو ځای د جشن مراسم جوړوي.

د جشن په ورځ خلک طبیعت ته ځي، د ګلونو موسم نمانځي، لوبې کوي، سندرې وايي او خپلو ملګرو او کورنیو ته د نوي کال نیکې هیلې وړاندې کوي. دغه دودونه د ټولنې د یووالي، د خلکو د خوشحالۍ او د ژوند د نوي پیل نښه ګڼل کېږي.

یاده دې وي، چې نوروز یوازې د کال د بدلون جشن نه؛ بلکې د افغانستان په تاریخ او کلتور کې ژور فرهنګي اهمیت لري.