له پاکستان نه د افغان کډوالو غوښتنه؛ د اختر په ورځو کې دې د نیولو عملیات ودرول شي
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د افغان کډوالو شورا استازو د پاکستان له فدرالي او ولایتي حکومتونو غوښتنه کړې، د افغان کډوالو پر وړاندې روان پراخ عملیات سملاسي ودروي او لږترلږه د کوچني اختر تر رخصتیو پورې دوی ته وخت ورکړي چې له خپلو کورنیو سره په پاکستان کې پاتې شي.
د پنجشنبې په ورځ د پېښور په پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د افغان کډوالو شورا استازو ملک مجاهد شینواري، ملک اول خان او ملک شاه محمود په مشرۍ پلاوي هیله څرګنده کړه، چې د پاکستان حکومت به د «پراخو عملیاتو» له پیلولو ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې کډوال به په خپله خوښه له اختر وروسته افغانستان ته ستانه شي.
ملک مجاهد شینواري ټینګار وکړ، چې د تورخم لاره باید ژر تر ژره د افغان کډوالو لپاره پرانیستل شي؛ ترڅو د دوی باعزته ستنېدو ته لاره هواره شي. هغه وویل، چې پاکستان او طالبان دواړه باید د افغان کډوالو د راتلونکي په اړه پرېکړه کولو لپاره سره خبرې وکړي. ملک اول خان بیا د پاکستان له حکومته وغوښتل، افغان سوداګرو ته دې اجازه ورکړي چې خپل پاتې پورونه بېرته ترلاسه کړي. هغه وویل، د دغه پیسو بېرته ترلاسه کول د کډوالو لپاره اړین دي چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته په سولهییزه توګه خپل ژوند له سره پیل کړي. ویناوالو وویل، په افغانستان کې زدهکړې له پراخو ننګونو سره مخ دي او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل، افغان محصلینو ته اجازه ورکړي چې تر بېرته ستنېدو وړاندې خپلې زدهکړې بشپړې کړي. له بل پلوه په خیبر پښتونخوا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر عبدالرحمان په دغه ایالت کې د کډوالو د ادارې پر رول نیوکه وکړه او له یادې ادارې یې وغوښتل، چې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو د لېږد بهیر اسانه شي. د شورا استازو دارنګه د اختر په مناسبت د خیبر پښتونخوا په زندانونو کې د افغان بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه؛ ترڅو دوی وکولی شي خپل هېواد ته تر ستنېدو دمخه اختر له خپلو کورنیو سره ولمانځي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.