• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په تېرو لسو میاشتو کې یې سلګونه زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې ده

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې د هېواد په کچه ۸۳۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي ویلي، چې د یاد وزارت اړوند د ځمکو د غصب د محنیوي کمېسیون په تېرو لسو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۸۳۶ زره جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند همداراز ویلي: «د ۱۴۴۷ کال له پیل راهیسې د څه باندې ۸۳۶ زره جریبه ځمکو د بېرته اخیستلو پرېکړې صادرې شوې دي. دا ځمکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري».

همدارنګه نوموړي ویلي، د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د یادې ډلې ځانګړو محکمو په همدې موده کې د غصب شویو ځمکو اړوند ډېر شمېر قضیې څېړلي دي او په ۵۶ قضیو کې یې شرعي پرېکړې صادرې کړې دي. خو د طالبانو د عدلیې وزارت دا نه ده څرګنده کړې، چې د دولتي ځمکو د غصب په تور یې څو کسان نیولي دي.

پر همدغه مهال یو شمېر کسان د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو هرکلی کوي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې یاده پروسه چټکه کړي.

د کاپیسا اوسېدونکي ضیاالرحمان د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «ډېر خوښ یم چې دولتي ځمکې بېرته راګرځول شوي دي. ځینو زورواکانو دولتي ځمکې غصب کړې وې، خو اوس مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې ډېره هڅه وشي، څو ټولې ځمکې باید له غصب څخه را وګرځول شي».

طالبان په داسې حال کې د سلګونو زره جریبه دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکړی، چې د یادې ډلې پر یو شمېر چارواکو هم تور دی، چې په تېرو څلورو کلنونو کې یې دولتي ځمکې غصب کړې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

فضل هادي مسلمیار طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني مشر، فضل هادي مسلمیار، د نوي کال او نوروز د رارسېدو په مناسبت پیغام کې له طالبانو غوښتي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

نوموړي ویلي، هیله لري چې خویندې او مېرمنې له زده‌کړو بې برخې پاتې نه شي او وکولای شي د تعلیم له ستر نعمت څخه ګټه واخلي.

مسلمیار ټینګار کړی چې د اسلام مبارک دین او اسلامي شریعت له مخې، نارینه او ښځینه د زده‌کړو برابر حق لري او پر دواړو دیني او عصري زده‌کړې فرض دي.

هغه زیاته کړې چې د یوه سیال او پرمختللي ملت په توګه باید د نجونو او مېرمنو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي، څو په بېلابېلو مسلکي برخو کې وړ، تکړه او مسلکي کدرونه وروزل شي او د هېواد د خلکو خدمت وکړي.

په ترکیه کې ۲۳ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د ترکیې پولیسو په کارس ښار کې ۲۳ افغان کډوال او درې کسان د انساني قاچاق په تور نیولي دي. د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي چې دا کسان وروسته له هغه ونیول شول، چې په لویه لاره کې یو موټر ودرول شو او شکمن کسان د قانوني پروسیجرونو له ترسره کولو وروسته زندان ته یوړل شول.

د ترکیې رسنیو نن د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د نیول شویو کډوالو د شړلو پروسه پیل شوې او روانه ده.

د ترکیې پولیسو ټینګار کړی چې د غیرقانوني کډوالۍ او د کډوالو د قاچاق سره د مبارزې عملیات به دوام ولري.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې په ویب پاڼه کې د خپرو شویو احصایو له مخې، ددې هیواد پولیسو د روان کال له پیل راهیسې د مارچ تر دوهمې اونۍ پورې ۷،۷۸۱ بې سنده افغان کډوال نیولي دي.

د دې معلوماتو له مخې، افغان وګړي په ترکیه کې د توقیف شویو پناه غوښتونکو د نوملړ په سر کې دي. تیر کال، ترکیې له ۴۴ څخه ډیر بې سنده افغان کډوال نیولي وو.

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې ۲،۱ میلیون افغانانو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاج‌الدین اویوواله ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲،۱ میلیون کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ، د وري په لومړۍ نېټه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په دغو کسانو کې ماشومان او مېندې هم شاملې دي، چې اوس کولی شي د خپلو کورنیو ښه پالنه وکړي.

اویوواله ټینګار کړی چې یونیسف به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې لا ډېر خلک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

یونیسف مخکې هم ویلي وو چې پاکو اوبو ته لاسرسی نه یوازې د ماشومانو روغتیا ښه کوي، بلکې په ښوونځیو کې د هغوی حضور زیاتوي او د زده‌کړو شرایط هم ورسره ښه کېږي.

حامد کرزی د سراج الدین حقاني لیدو ته ورغلی دی

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني لیدو ته ورغلی دی. حقاني ته نژدې کسانو د انځورونو په خپرولو سره لیکلی، چې حامد کرزی د کوچني اختر په مناسبت او د وروستیو حوادثو په پار ورغلی و.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني یوه دستیار، محمد جلال، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانانو پر وحدت، د افغانستان ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې باندې ټینګار شوی دی.

دا دوهم ځل دی، چې حامد کرزی د سراج الدین حقاني لیدو ته ورځي.

حامد کرزی لومړي ځل د حقاني تره او د طالبانو د کډوالو چارو وژل شوي وزیر خلیل الرحمن حقاني فاتحې لپاره پکتیا ته ورغلی و.

د یادونې وړ ده، چې کندهاري طالبانو هیڅ داسې لیدنې لا تراوسه رسنیزې شوي نه دي او یوازې حقاني دی چې له حامد کرزي سره یې لیدنې رسنیزې شوي دي.

نصیراحمد فایق: په داسې حال کې نوروز نمانځو چې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق، ویلي چې سږکال نوروز په داسې وخت کې رارسېږي چې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او افغانان له سختو او ستونزمنو حالاتو سره مخ دي.

ښاغلي فایق پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا پنځم کال دی چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي.

هغه زیاته کړې، چې په دې موده کې ښځې له کار کولو محرومې شوې دي، له ۲۳میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او بې‌وزلي، بې‌کاري، د راتلونکي په اړه ناهیلي او ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړي همداراز ویلي: «په دې لړ کې داسې کورنۍ هم شته چې د پاکستان له لوري د وروستیو بریدونو له امله لا هم د خپلو شهیدانو او ټپیانو په ویر کې دي.»