• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سمنک مېله

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د سمنک مېله د نوروز تمدني حوزې یو له کلتوري میراثونو څخه ده، چې د هر نوي هجري- لمریز کال په لومړیو ورځو او یا هم نوروز جشن کې د افغانستان په ګډون د نوروز تمدني حوزې په هېوادونو کې نمانځل کېږي، خو په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې دغه کلتور پیکه شوی دی.

سمنک چې په ځینو روایتونو کې یو ډول نذر ګڼل کېږي په افغانستان کې ډېر پلویان لري او د پخولو مسوولیت یې هم پر ښځو او نجونو دی. د ښځو لپاره د نوروز تر ټولو ښایسته رسم او مېله همدا د سمنک پخول دي او سمنک یوازې یو پخلی نه‌دی، بلکې د ښځو ترمنځ د خوږو کیسو، نڅاوو او ټوکو ټکالو یوه ډکه مجموعه هم ده.

سمنک د «نوروز» د خوږو وېشلو یوه لویه پلمه ده، چې یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان او ایران کې هم د سمنک نوروزي مېله په جوش سره نمانځل کېږي.

په افغانستان، ایران او ځینو نورو سیمو کې خلک باور لري، چې سمنک امېندواره مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته ځواک ورکوي او د کور برکت ډېروي.

100%

سمنک چې یو ډول خواږه خواړه دي، د غنمو له شېرې څخه جوړېږي او پخېدل یې شاوخوا دیارلس یا څوارلس ساعتونه وخت نیسي او همداراز او د ښه پخولو مهارت او هنر یې ډېرې ښځې نه‌لري.

د سمنک پخول یوازې په څو ساعتونو کې کېږي، خو په اصل کې دا د څو ورځو کار دی، ځکه په لومړي سر کې غنم په لویو لویو لوښیو او یا پتنوسونو کې اچول کېږي، چې شنه شي. ترهغه وروسته چې د سمنک سبزه په لسو تر دولسو ورځو کې شنه شوه بیا د سبزې لاندې غنم د غوښې له ماشین څخه له اېستل کېدو وروسته په یوه لوی دیګ کې اچول کېږي او لاندې یې اور بلېږي. په دې وخت کې بیا په دېګ کې د غنمو د شیرې له اچول شویو اوبو سره د اړتیا په اندازه اوړه هم ګډېږي او په متواتر ډول لړل کېږي، څو غلظت ته ورسېږې او په دې جریان کې یوه اندازه چهارمغز هم ور اچول کېږي او بیا د څو نورو ساعتونو لپاره دم ورکول کېږي.

100%

سمنک له دم کېدو وروسته پر خلکو وېشل کېږي او هغو کورونو ته چې سمنک ورکول کېږي د دوی په لوښي کې هر کس د خپل توان په اندازه سوغات ږدي، یعنې د دوی لوښی بېرته خالي نه ورکول کېږي.

100%

خو له نږدې پنځو کلونو راهیسې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو کلتوري جشنونو په څېر د سمنک مېله هم پیکه شوې، خو بهر مېشتې ځينې افغانانې هڅې کوي دغه دود ژوندی وساتي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو څه باندې ۱۲ زره الوتنې شوې دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو څه باندې ۱۲ زره الوتنې شوې دي. د دغه وزارت ویاند وايي، په همدې موده کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ میلیونه مسافر هم لېږدول شوي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، په تېر کال کې د هوايي چلند برخې او په ځانګړې توګه د پرسونل د ظرفیت لوړونې ته ډېر پام شوی دی.

حکمت‌الله اصفي وایي: «له ټولو هوايي ډګرونو څخه څه باندې ۱۲ زره الوتنې شوې دي، چې موږ ویلی شو ۱ اعشاریه ۶ میلیونه مسافر انتقال شوي دي».

د هغه په وینا، د کارګو او د الوتکو د چک او تخنیک په برخو کې هم خدمات ښه شوي او زیاتوي: «د کارګو یا هوايي مسیرونو له لارې د بارونو لېږد لپاره خدمات رامنځته شوي دي. د دې ترڅنګ د الوتکو د چک او تخنیک په برخو کې زموږ د کارکوونکو له لوري پر وخت خدمات وړاندې کېږي».

د دغه وزارت په وینا، په تېر ۱۴۰۴ کال کې د سیستمونو د برېښنايي کېدو په برخو کې هم کار شوی او ډېری برخې پر پرمختللو ټېکنالوژیو سمبال شوي دي.

د یاد وزارت ویاند وايي: «په ۱۴۰۴ کال کې موږ د املاکو د ثبت، د عوایدو د مدیریت سیستم، د ځمکني ټرانسپورټ په برخو کې بېلابېل سیستمونه، د بار او مسافرو د انتقال او د هغوی د احصایې د ثبت سیستمونه، د هوايي چلند د احصایې او عوایدو د ثبت سیستم فعال شوي دي».

په لومړي ځل اتحاد نړیوال هوایي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه په دې تړاو چې دمګړۍ د څومره هوايي شرکتونو الوتکې افغانستان ته تګ راتګ کوي، څه ونه‌ویل، خو همدا پرون په لومړي ځل د «اتحاد» په نوم یوه نړیوال هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې او لومړنۍ الوتنه یې هم د جمعې په ورځ د کب پر۲۹مه تر سره شوه او دا شرکت به افغاتنستان ته هره اونۍ ۴الوتنې ولري.

د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له امله د افغانستان په هوايي حریم کې د نړۍوالو الوتنو په کچه کې د پام وړ ډېرښت راغلی دی.

حنفي د څرخي پله زندان له مسوولینو وغوښتل چې بندیانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د ریيس الوزرا‌ اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د شنبې په ورځ (د وري لومړۍ) د څرخي پله زندان له بېلابېلو برخو د لیدنې په ترڅ کې له اړوندو مسوولینو وغوښتل، چې بندیانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي. هغه همداراز له بندیانو سره پر نېک چلند هم ټینګار وکړ.

د طالبانو ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، عبدالسلام حنفي د زندان د بېلابېلو بلاکونو برخو د لیدنې په ترڅ کې اړوند مسوولین مکلف وبلل، چې د اصولو په چوکاټ کې د بنديانو وضعيت ته رسېدنه وکړي او د هغوی حقونه په پام کې ونيسي.

حنفي د زندان د چارو پر ښه‌والي، د لا غوره نظم پر ټينګښت او بنديانو ته د لا زياتو اسانتياوو پر رامنځته کولو له ټينګار سربېره مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې له بنديانو سره نېک چلند وکړي او هڅه وکړي، څو هغوی ته د زده‌کړو او د بېلابېلو کسبونو د یادولو زمینه برابره کړي.

هغه همداراز د يو شمېر بنديانو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ هغوی ته توصیه وکړه، چې له خوشې کېدو وروسته د ټولنې د فعالو او ګټورو غړو په توګه خدمت او د زده‌کړو او مختلفو کسبونو يادولو هڅه وکړي.‌

د یادونې وړ ده، چې په څرخي پله زندان کې د ښځو په ګډون زرګونه بندیان د خپلو جرمونو د بند شپې او ورځې تېروي.

طالبان وايي په تېرو لسو میاشتو کې یې سلګونه زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې ده

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې د هېواد په کچه ۸۳۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي ویلي، چې د یاد وزارت اړوند د ځمکو د غصب د محنیوي کمېسیون په تېرو لسو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۸۳۶ زره جریبه ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند همداراز ویلي: «د ۱۴۴۷ کال له پیل راهیسې د څه باندې ۸۳۶ زره جریبه ځمکو د بېرته اخیستلو پرېکړې صادرې شوې دي. دا ځمکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې موقعیت لري».

همدارنګه نوموړي ویلي، د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د یادې ډلې ځانګړو محکمو په همدې موده کې د غصب شویو ځمکو اړوند ډېر شمېر قضیې څېړلي دي او په ۵۶ قضیو کې یې شرعي پرېکړې صادرې کړې دي. خو د طالبانو د عدلیې وزارت دا نه ده څرګنده کړې، چې د دولتي ځمکو د غصب په تور یې څو کسان نیولي دي.

پر همدغه مهال یو شمېر کسان د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو هرکلی کوي او له طالبانو غوښتنه کوي، چې یاده پروسه چټکه کړي.

د کاپیسا اوسېدونکي ضیاالرحمان د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «ډېر خوښ یم چې دولتي ځمکې بېرته راګرځول شوي دي. ځینو زورواکانو دولتي ځمکې غصب کړې وې، خو اوس مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې ډېره هڅه وشي، څو ټولې ځمکې باید له غصب څخه را وګرځول شي».

طالبان په داسې حال کې د سلګونو زره جریبه دولتي ځمکې د بېرته راګرځولو خبر ورکړی، چې د یادې ډلې پر یو شمېر چارواکو هم تور دی، چې په تېرو څلورو کلنونو کې یې دولتي ځمکې غصب کړې دي.

فضل هادي مسلمیار طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني مشر، فضل هادي مسلمیار، د نوي کال او نوروز د رارسېدو په مناسبت پیغام کې له طالبانو غوښتي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

نوموړي ویلي، هیله لري چې خویندې او مېرمنې له زده‌کړو بې برخې پاتې نه شي او وکولای شي د تعلیم له ستر نعمت څخه ګټه واخلي.

مسلمیار ټینګار کړی چې د اسلام مبارک دین او اسلامي شریعت له مخې، نارینه او ښځینه د زده‌کړو برابر حق لري او پر دواړو دیني او عصري زده‌کړې فرض دي.

هغه زیاته کړې چې د یوه سیال او پرمختللي ملت په توګه باید د نجونو او مېرمنو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي، څو په بېلابېلو مسلکي برخو کې وړ، تکړه او مسلکي کدرونه وروزل شي او د هېواد د خلکو خدمت وکړي.

په ترکیه کې ۲۳ افغان پناه غوښتونکي نیول شوي دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د ترکیې پولیسو په کارس ښار کې ۲۳ افغان کډوال او درې کسان د انساني قاچاق په تور نیولي دي. د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي چې دا کسان وروسته له هغه ونیول شول، چې په لویه لاره کې یو موټر ودرول شو او شکمن کسان د قانوني پروسیجرونو له ترسره کولو وروسته زندان ته یوړل شول.

د ترکیې رسنیو نن د شنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د نیول شویو کډوالو د شړلو پروسه پیل شوې او روانه ده.

د ترکیې پولیسو ټینګار کړی چې د غیرقانوني کډوالۍ او د کډوالو د قاچاق سره د مبارزې عملیات به دوام ولري.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې په ویب پاڼه کې د خپرو شویو احصایو له مخې، ددې هیواد پولیسو د روان کال له پیل راهیسې د مارچ تر دوهمې اونۍ پورې ۷،۷۸۱ بې سنده افغان کډوال نیولي دي.

د دې معلوماتو له مخې، افغان وګړي په ترکیه کې د توقیف شویو پناه غوښتونکو د نوملړ په سر کې دي. تیر کال، ترکیې له ۴۴ څخه ډیر بې سنده افغان کډوال نیولي وو.