• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپاه پاسداران څنګه حزب‌الله بیا راجوړ کړ څو یو ځل بیا د جګړې لپاره چمتو شي؟

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۰

وای‌نټ وېب‌پاڼې راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۴ کال کې د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته، سپاه پاسداران پر دې لبنانۍ وسله‌والې ډلې خپل کنټرول زیات کړ او د دې ډلې د قوماندې جوړښت او د جګړې پلانونه یې بیا راجوړ کړل.

د راپور له‌مخې، سپاه پاسداران د حزب‌الله جوړښت غېرمتمرکز کړ او په‌کې یې د «موزاییک دفاع» ماډل پلي کړ.

وای‌نټ د شنبې په ورځ د وري لومړۍ نېټه لیکلي، چې سپاه پاسداران وروسته له دې چې حزب‌الله په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل له‌خوا سخت زیانمن شو، د دې ډلې نظامي قوماندې بیا جوړ کړل.
د دې جګړې په بهیر کې د لبنان حزب‌الله درنې ضربې وخوړې او اسراییل وتوانېد، چې د حزب‌الله عمومي مشر حسن نصرالله، د هغه ځای ناستی او همدارنګه د دې ډلې یو شمېر نور لوړپوړي قوماندانان له منځه یوسي.
د وای‌نټ راپور چې د دوو باوري سرچینو د څرګندونو پر بنسټ لیکل شوی، زیاتوي چې د سپاه پاسداران ډلې د ایراني افسرانو په کارولو سره د حزب‌الله نیمګړتیاوې پوره کړې، دا لبناني ډله یې بیا ځلې تنظیم کړه او د هغې جګړې لپاره یې پلانونه جوړ کړل چې اوس مهال یې حزب‌الله د تهران په ملاتړ پر مخ وړي.
وای‌نټ ټینګار کړی، چې دا بیارغونه د حزب‌الله لپاره په خپل ډول کې لومړۍ پېښه وه؛ دا هغه شیعه ډله ده چې په شپیتمه لسیزه کې د ایران او عراق ترمنځ د جګړې له پیل وروسته، د سپاه پاسداران له خوا بنسټ یې کېښودل شو.
د دې راپور پر بنسټ، د ایران پانګونې پایله ورکړه او وروسته له هغه چې حزب‌الله د متحده ایالاتو او اسراییل له خوا تر بریدونو لاندې راغی، ایران وتوانېد چې دغه ډله پر خپل وخت په منځني ختیځ کې د تهران ترڅنګ جګړې ته د ننوتلو لپاره بیا پر پښو ودروي.
دا راپور د شپږو داسې سرچینو د څرګندونو پر بنسټ جوړ شوی، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې او همدارنګه د حزب‌الله د یوه کارپوه له معلوماتو څخه استفاده شوې ده. په راپور کې په دې چمتووالي کې د سپاه پاسداران رول تشریح شوی او ویل شوي، چې حزب‌الله له بلې جګړې ډډه کوله او له میاشتو راهیسې ورته چمتو شوی و.
دوو سرچینو ویلي، سپاه پاسداران چې د حزب‌الله له تاسیس راهیسې د دغې ډلې په جوړښت کې ژور رول لري، د خپلو ځواکونو د بیا روزنې او د وسلو د بیا سمبالښت پروسې د څارنې لپاره خپل افسران لېږلي دي.
دوی ویلي، چې د سپاه پاسداران افسرانو د حزب‌الله د قوماندې هغه جوړښتونه هم بیا ورغول، چې د اسراییل د استخباراتو له خوا ورته نفوذ شوی و او همدا هغه عامل و چې اسراییل سره یې د حزب‌الله د ډېری مشرانو په وژلو کې مرسته کړې وه.
د اسراییل د پوځ یوه ویاند د مارچ پر ۱۲مه وویل، سره له دې چې اسراییل په تېرو درېیو کلونو کې حزب‌الله ډلې ته درانه زیانونه وراړولي، لا هم د یوه خطرناک ځواک په توګه پاتې دی.
حزب‌الله په کب میاشت کې سیمه‌ییزې جګړې ته له ننوتلو راهیسې پر اسراییل سلګونه توغندي توغولي دي او دغه اقدام د اسراییل متقابل بریدونه له ځان سره درلودل، چې په لبنان کې یې له زرو څخه ډېر کسان وژلي دي. د حزب‌الله ځواکونه اوس مهال له هغه اسراییلي سرتېرو سره په جګړه بوخت دي، چې په سوېل کې یې ځینې سیمې نیولې دي.
لا تر اوسه څرګنده نه ده چې حزب‌الله چې ځواک یې لا هم د څو کلونو وړاندې د اوج له کچې ټیټ دی، د اسراییل د یوه هر اړخیز تېري په صورت کې به څه ډول عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب‌الله رسنیز دفتر، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په دې اړه څه نه دي ویلي.
نتنیاهو دوه میاشتې وړاندې ویلي و، چې حزب‌الله د اسلامي جمهوریت په ملاتړ د خپلو وسله‌والو زېربناوو د بیا سمبالښت او د خپلو بنسټونو د بیا رغونې لپاره هڅې کوي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۴

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي