• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جي‌۷ هېوادونه: د انرژۍ د نړۍوال تامین او د هرمز تنګي د خوندیتوب لپاره اقدام ته چمتو یو

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰

د جي‌۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو اعلان وکړ، چې دوی چمتو دي څو د نړۍوالې انرژۍ د تامین د ملاتړ لپاره اړین ګامونه واخلي او یو ځل بیا یې د سمندري لارو په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، کاناډا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپايي ټولنې له لوړپوړي ډیپلوماټ سره یوځای د شنبې په ورځ (د وري په لومړۍ نېټه) په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي: «موږ په سیمه کې له خپلو شریکانو څخه د ایران او د هغه د نیابتي ځواکونو د ناحقه بریدونو پر وړاندې خپل ملاتړ څرګندوو».
د دې اعلامیې په دوام کې راغلي: «موږ د دې رژیم له‌خوا پر ملکي وګړو او ملکي زېربناوو په ځانګړي ډول د انرژۍ پر تاسیساتو بې‌پروا او ناسنجول شوي بریدونه په سختو ټکو غندو».
د جي‌۷ ډلې همداراز د اسلامي جمهوریت او د هغه د نیابتي ډلو له‌خوا په ځانګړي ډول د انرژۍ پر زېربناوو د ټولو بریدونو د «سمدستي او بې‌قید او شرط» درولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې جرمني، برېتانیا، فرانسې، ایټالیا، هالنډ او جاپان د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) په یوه ګډه اعلامیه کې د اسلامي جمهوریت له‌خوا د هرمز تنګي تړل کېدل په کلکه وغندل.
د دې ګډې اعلامیې له خپرېدو وروسته ۱۶ نورو هېوادونو هم په لاسلیک کولو سره اعلان وکړ، چې د انرژۍ د بازارونو د ثبات لپاره به اقدام وکړي او د فارس خلیج د نفتو مهمې لارې یعنې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره به له «مناسبو هڅو» سره یوځای شي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۴

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۵
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان: په سوډان کې پر روغتون برید کې ۶۴ کسان وژل شوي دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰
د روغتیا نړۍوال سازمان: په سوډان کې پر روغتون برید کې ۶۴ کسان وژل شوي دي
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د سوډان په ختیځ دارفور کې پر یوه روغتون په خونړي برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او د روغتون ټول تاسیسات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس تېدروس ادهانوم ګېبریسوس د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په سوډان کې پر یوه ملکي روغتون برید کې د ماشومانو، ناروغانو او طبي کارکوونکو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې یاد برید د جمعې په ورځ د ارفور پر «الضعین» تدریسي روغتون ترسره شوی او د روغتون تاسیسات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي.

د نړۍوال روغتیا سازمان عمومي رییس دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې پر یاد روغتون تر برید وروسته په ښار کې د اړینو طبي خدماتو د بشپړ درېدلي دي.نوموړي یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي باید خوندي وساتل شي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره: موږ لا هم د ایران پر وړاندې د دفاعي اقداماتو ملاتړ کوو

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره: موږ لا هم د ایران پر وړاندې د دفاعي اقداماتو ملاتړ کوو
100%

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوت کوپر اعلان وکړ، چې لندن لا هم د ایران پر وړاندې د دفاعي اقداماتو ملاتړ کوي، خو ټینګار یې وکړ چې برېتانیا په دې جګړه کې ښکېله نه‌ده.

د سکای‌نیوز د راپور له‌مخې، کوپر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا برېتانیا به دې جګړې ته ننوځي، وویل: «موږ به د ایران د غېرمسوولانه ګواښونو پر وړاندې دفاعي ملاتړ ته دوام ورکړو، خو په یرغلیزو اقداماتو کې نه ښکېل یو او نه به هم ښکېل شو او هیله لرو چې ژر تر ژره د دې وضعیت لپاره حل لاره وموندل شي».

هغې ټینګار وکړ، چې برېتانیا به په یوې پراخې جګړه کې ښکېله نه‌شي او زیاته یې کړه: «موږ باور لرو چې باید ژر تر ژره داسې حل‌لاره وموندل شي چې د برېتانیا له ملي ګټو سره برابره وي او هم د سیمې د ثبات ملاتړ وکړي».

کوپر یو ځل بیا په سیمه کې د اسلامي جمهوریت پر بریدونو او پر نړۍوالو سمندري لارو د هغه پر بریدونو نیوکه وکړه.

پاکستان د ترهګرۍ له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰
پاکستان د ترهګرۍ له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی
100%

د اقتصاد او سولې انسټیټیوت د نړیوال تروریزم شاخص په اړه په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو هیوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. د راپور له مخې، پاکستان تیر کال تر ټولو ډیر د ترهګریز بریدونو شاهد و.

یاد سازمان وايي چې د ترهګرو ډلو په فعالیت کې د پام وړ زیاتوالی په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته راستنېدو پایله ده.

راپور وايي، چې د داعش ډله په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ترهګریزه ډله پاتې ده، که څه هم د دوی د فعالیت ساحه له ۲۲ څخه ۱۵ هیوادونو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین، تحریک طالبان پاکستان او الشباب ډلې د تر ټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په توګه بلل شوي دي.

د راپور له مخې، د ترهګرۍ له امله نږدې ۷۰سلنه مرګونه یوازې په پنځو هیوادونو پاکستان، بورکینا فاسو، نایجریا، نایجر او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې ثبت شوي دي.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ټینګار کړی«د لومړي ځل لپاره، پاکستان په شاخص کې تر ټولو لوړه نمره ترلاسه کړې او هغه هیواد شو چې له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډیر زیانمن شوی دی. دا په ترهګریزو فعالیتونو کې د چټک زیاتوالي وروسته دی، چې په جزوي ډول په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو سره تړاو لري.»
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان له ګاونډیو سره د اړیکو خرابوالی، د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان ازادۍ پوځ لخوا د بریدونو زیاتوالي سره یوځای، جدي امنیتي ګواښونه رامینځته کړي دي.

راپور زیاته کړې، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې کچه له ۲۰۱۳ راهیسې خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده. پاکستان په ۲۰۲۵ کې ۱،۱۳۹ مړینې او ۱،۰۴۵ ترهګریزې پیښې ثبت کړې.

دا د ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان تر ټولو مرګونی کال دی. د راپور له مخې، پاکستان یوازینی هیواد دی چې وضعیت یې په ۲۰۲۵ کې خراب شو. تر ټولو ډیر بریدونه په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د شاخص له پیل راهیسې، افغانستان د ترهګرۍ له امله د زیانمنونکو لسو غوره هیوادونو په ډله کې نه و.

په همدې حال کې دغه سازمان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو کمیدل په هیواد کې د سولې یا د تاوتریخوالي پای ته رسیدو معنی نلري.

راپور وايي چې شاخص د حکومتونو لخوا ځپونکي اقدامات یا د دولتي چارواکو لخوا تاوتریخوالی په پام کې نه نیسي؛ له همدې امله، د طالبانو رژیم لخوا ترسره شوي اقدامات په دې ارزونه کې نه شمېرل کیږي.

څېړنه: لوستل او ليکل کولای شي د عقل زوال خطر نږدې ۴۰ سلنه راکم کړي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۸ GMT+۰
څېړنه: لوستل او ليکل کولای شي د عقل زوال خطر نږدې ۴۰ سلنه راکم کړي
100%

امريکايي څېړونکو موندلې، چې لوستل، ليکل او يا د يوې يا دوو ژبو زده‌کړه کولای شي د عقل د زوال (ډيمينشيا) خطر نږدې ۴۰ سلنه راکم کړي. اټکل کېږي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵۰ ميليونو ته ورسېږي.

کارپوهان وايي، دا موضوع د هرې ټولنې، هېواد او وچې لپاره د روغتيا او ټولنيزو خدمتونو پر سيستمونو يو لوی او په چټکۍ سره زياتېدونکی ګواښ دی.

امريکايي څېړونکو دا هم موندلې، چې د ژوند په اوږدو کې په ذهني پاروونکو فعاليتونو کې ګډون لکه لوستل، ليکل يا د نوې ژبې زده‌کړه د الزايمر ناروغۍ، چې د عقل د زوال تر ټولو عام ډول دی، د خطر په کمېدو او د ادراکي کمزورۍ د بهير په ورو کېدو پورې تړاو لري.

د دې څېړنې ليکوالې اندريا زاميت چې د شيکاګو د راش پوهنتون له طبي مرکز سره تړاو لري وويل، چې دا څېړنه ښيي د عمر په لوړو پړاوونو کې ادراکي روغتيا «په کلکه» د ذهني پاروونکو چاپېريالونو تر اغېز لاندې وي. هغې وويل: «زموږ موندنې هيله‌بښونکې دي او ښيي چې د ژوند په اوږدو کې په بېلابېلو ذهني پاروونکو فعاليتونو کې پرله‌پسې ګډون کولای شي اغېزناک تمام شي».

د زاميت په وينا، هغه عامه پانګونې چې خلکو ته د داسې چاپېريالونو لاسرسی برابروي لکه کتابتونونه او لومړني تعليمي پروګرامونه چې موخه يې د ټول عمر لپاره له زده‌کړې سره مينه پيدا کول دي چې کېدای شي د عقل د زوال د خپرېدو په کمولو کې مرسته وکړي.

څېړونکو شاوخوا ۲ زره کسان، چې عمرونه يې ۸۰ کلونو ته رسېدل او د څېړنې په پيل کې د عقل له زواله خوندي وو، وڅېړل. دغه کسان په منځني ډول د اتو کلونو لپاره ارزول شوي دي. څېړونکو د دوی د ژوند درې پړاوونه د ذهني فعاليتونو او د زده‌کړې د سرچينو له اړخه وڅېړل.

لومړی پړاو تر ۱۸ کلنۍ مخکې:

په دې پړاو کې د ګډونوالو تجربې وڅېړل شوې؛ دا چې څومره ورته کتابونه لوستل کېدل، دوی خپله څومره لوستل کول، ايا په کور کې ورځپاڼو ته یې لاسرسی درلود او ايا په پنځو کلونو کې يې کومه بهرنۍ ژبه زده‌کړې وه که نه.

دوهم پړاو منځنی عمر:

په دې پړاو کې د مجلو، قاموسونو او د کتابتونونو د کارتونو موجودیت وڅېړل شول او دا هم چې هغوی څو ځله موزيمونو يا کتابتونونو ته تللي دي.

درېيم پړاو ډېر عمر شاوخوا ۸۰ کلني:

په دې پړاو کې د لوستلو، ليکلو او لوبو کولو اندازه او همدارنګه د عايد حالت (لکه تقاعدي معاش او نورې سرچينې) وڅېړل شوې.

څېړونکو ګډونوال په دوو ډلو ووېشل: هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې يې ډېر ذهني فعاليت درلود او هغه کسان چې لږ فعاليت يې درلود. پايلو وښوده چې په لوړې ذهني فعاليت لرونکې ډله کې ۲۱ سلنه کسان پر الزايمر اخته شول، خو په ټيټې فعاليت لرونکې ډله کې دا کچه ۳۴ سلنه وه».

د عمر، جنسيت او زده کړو په څېر عواملو له په پام کې نيولو وروسته څرګنده شوه، چې د ژوند په اوږدو کې زيات ذهني فعاليت د الزايمر خطر ۳۸سلنه راکموي او د سپک ادراکي اختلال خطر ۳۶ سلنه کموي.

همدارنګه، د ناروغۍ د پيل وخت هم توپير درلود. هغه کسان چې لوړه ذهني فعالتيا يې لرله په منځني ډول په ۹۴ کلنۍ کې پر الزايمر اخته شوي، خو په ټيټې فعاليت لرونکو کې دا عمر ۸۸ کاله وو.

د سپک ادراکي اختلال په اړه هم ورته حالت و؛ لوړ فعاليت لرونکي کسان شاوخوا په ۸۵ کلنۍ کې پرې اخته شوي، په داسې حال کې چې ټيټ فعاليت لرونکي کسان په ۷۸ کلنۍ کې ورسره مخ شوي دي.

څېړونکو هغه ګډونوال هم وڅېړل چې د څېړنې پر مهال مړه شوي او بیا د هغوی پر جسدونو هم څېړنه شوې. هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې يې لوړه ذهني فعالتيا لرله، د حافظې او فکري مهارتونو له پلوه پياوړي وو او له مړينې مخکې يې د ادراکي کمزورۍ بهير ورو و.

ترکیې د سوریې پر سویلي سیمو د اسراییل بریدونه غندلي دي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰
ترکیې د سوریې پر سویلي سیمو د اسراییل بریدونه غندلي دي
100%

ترکيې د سوريې په سوېل کې د اسرایيل وروستی بريد، چې پوځي بنسټونه يې په نښه کړي، «د تاوتريخوالي خطرناکه زياتوالی» بللی او په کلکه يې غندلی دی. انقرې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې خپله دنده ترسره کړي او د دغو بريدونو د سملاسي درولو غوښتنه يې کړې ده.

ترکیې همداراز ټينګار کړی، چې دا کړنې له نړيوالو قوانينو، د سوريې له ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره سرغړونه ده.

ترکيې دا هم ويلي، چې د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلتون تړون پلي کېدل ډېر ارزښت لري او زياته کړې يې ده، چې دا هېواد به د سوريې د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ وي، څو د يووالي، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا پر بنسټ تلپاتې ثبات او امنيت ته ورسېږي.

بل لور ته، اسراییل ويلي، چې دا هوايي بريدونه يې په سوېدا ولايت کې پر دروزي ملکي وګړو د بريد په غبرګون کې کړي دي. د اسراییل پوځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوريې د پوځ اړوند د قوماندې يو مرکز او د وسلو زېرمتونونه يې په نښه کړي دي.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې اسرایيل به «په سوريه کې دروزي وګړو ته زيان ونه زغمي» او د هغوی د ساتنې لپاره به خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت بیا دغه بريدونه «د سوريې پر ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره تېری» بللی او د اسرایيل دليلونه يې «کمزوري او جوړې شوې پلمې» ګڼلي دي.