په پاکستان کې د کوچني اختر لمونځ نن ادا شو

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اختر لمونځ د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۸مه) او د عربستان په ګډون په خلیجي او لوېدیځو هېوادونو کې بیا پرون جمعه (د کب ۲۹مه) ادا شو؛ خو په پاکستان، هند، بنګلهدېش، سریلانکا، مالیزیا او اندونیزیا کې بیا نن شنبه (د وري لومړۍ نېټه) د اختر لمونځ ادا شو.
ورته مهال په ترکیې، لبنان، یمن، فلسطین، عراق او اسټرالیا کې هم اختر پرون ونمانځل شو. د اسټرالیا لومړی وزیر انتوني البانیز په سیډني کې یوه جومات ته لاړ او هلته یې د مسلمانانو سره د اختر په نمانځلو کې برخه واخیسته او هغوی ته یې مبارکي ورکړه.
په امریکا کې هم اختر پرون ونمانځل شو او د برېتانیا په ګډون په ټوله اروپا کې ګڼ شمېر مسلمانو ټولنو پرون د اختر لمونځ ادا کړ. راپورونه ښیي، چې په خیبرپښتونخوا کې بیا یوشمېر خلکو پرون او وړمه ورځ د اختر لمونځونه ادا کړي دي.
