• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ته د امریکا خبرداری؛ ټرمپ به تر هغه چې ټول امریکایان خوشې نشي ارام نه شي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د ډونالډ ټرمپ دستیار سباستین ګورکا طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې امریکا به د یرغمل نیولو ډېپلوماسي ونه زغمي. ګورکا په اېکس کې ویلي، «زموږ سر عالی قوماندان به تر هغه وخته پورې ارام نه شي تر څو چې د طالبانو لخوا نیول شوي ټول امریکایان بېرته متحده ایالاتو ته نه وي راستانه شوي.»

دغه امریکايي چارواکي د طالبانو له زندانونو څخه د ډینس کویل، محمود شاه حبیبي، پل اوربي او پولنیس جکسون د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه وکړه.
امریکا ۱۱ ورځې وړاندې د طالبانو اداره د «غیر قانوني نیونو ملاتړي حکومتونو» په نوملړ کې شامله کړه.
سي این این د تلې پر ۶مه راپور ورکړ، چې د پل اوربي سربیره، چې باور کیږي په افغانستان کې مړ شوی، لږترلږه درې نور امریکایان د طالبانو لخوا بندیان دي.

طالبانو تر دې وړاندې پنځه امریکایی وګړي له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی
۱

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۲

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۳

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۴
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

نصیراحمد فایق: په داسې حال کې نوروز نمانځو چې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۳ GMT+۰
نصیراحمد فایق: په داسې حال کې نوروز نمانځو چې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق، ویلي چې سږکال نوروز په داسې وخت کې رارسېږي چې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او افغانان له سختو او ستونزمنو حالاتو سره مخ دي.

ښاغلي فایق پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا پنځم کال دی چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې پاتې دي.

هغه زیاته کړې، چې په دې موده کې ښځې له کار کولو محرومې شوې دي، له ۲۳میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او بې‌وزلي، بې‌کاري، د راتلونکي په اړه ناهیلي او ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي.

نوموړي همداراز ویلي: «په دې لړ کې داسې کورنۍ هم شته چې د پاکستان له لوري د وروستیو بریدونو له امله لا هم د خپلو شهیدانو او ټپیانو په ویر کې دي.»

د بشري حقونو بنسټ: دا مهال افغانستان کې نوروز له تاریخي پلوه تر ټولو تور پړاو تجربه کوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۰
د بشري حقونو بنسټ: دا مهال افغانستان کې نوروز له تاریخي پلوه تر ټولو تور پړاو تجربه کوي
100%

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ بنسټ وايي، چې نوروز په افغانستان کې د استبداد، جنګ او محرومیت تر درانده سیوري لاندې د خپل تاریخ له تر ټولو تورو ورځو څخه یوه تجربه کوي. نن په داسې حالاتو کې چې له وېرې، تبعیض او بې‌عدالتی څخه ډک دي، نوروز د غمجنو زړونو سره نمانځو.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او پرختیا بنسټ (راوا) د یوې اعلامیه په خپرولو سره لیکلی:«نن په داسې فضا کې چې له وېرې، تبعیض او بې‌عدالتی ډکه ده، نوروز د غمجنو زړونو سره لمانځي.»

دغه بنسټ ویلي، چې په دې حساسو تاریخي شیبو کې د ښځو، نجونو او ټولو هغو وګړو غږ پورته کوو چې له خپلو بنسټیزو حقوقو محروم دي.
دې بنسټ نیوکه کړې، چې د میلیونونو افغان ښځو او نجونو لپاره لا هم د بنسټیزو حقونو دروازې تړلي دي، د کار حق ترې اخیستل شوی او له دوی څخه انساني حقوق تر پښو لاندې شوي دي. دوی زیاتوي، چې دا حالت نه یواځې د انساني کرامت ښکاره نقض دی، بلکې زمونږ تاریخ، کلتور او ملي هویت ته سپکاوی هم دی.

د طالبانو د بیاځلي په راتګ سره په هېواد کې د نوي کال یا نوروز نمانځل منع کړي دي او د نجونو پرمخ یې ښوونځي تړلي دي.

پاکستان د ترهګرۍ له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰
پاکستان د ترهګرۍ له ګواښ سره د مخ هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی
100%

د اقتصاد او سولې انسټیټیوت د نړیوال تروریزم شاخص په اړه په خپل وروستي راپور کې اعلان وکړ، چې پاکستان د لومړي ځل لپاره له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو هیوادونو د نوملړ په سر کې راغلی دی. د راپور له مخې، پاکستان تیر کال تر ټولو ډیر د ترهګریز بریدونو شاهد و.

یاد سازمان وايي چې د ترهګرو ډلو په فعالیت کې د پام وړ زیاتوالی په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته راستنېدو پایله ده.

راپور وايي، چې د داعش ډله په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ترهګریزه ډله پاتې ده، که څه هم د دوی د فعالیت ساحه له ۲۲ څخه ۱۵ هیوادونو ته راټیټه شوې ده. همدارنګه، جماعت نصرت الاسلام والمسلمین، تحریک طالبان پاکستان او الشباب ډلې د تر ټولو خطرناکو ترهګرو ډلو په توګه بلل شوي دي.

د راپور له مخې، د ترهګرۍ له امله نږدې ۷۰سلنه مرګونه یوازې په پنځو هیوادونو پاکستان، بورکینا فاسو، نایجریا، نایجر او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې ثبت شوي دي.
د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ ټینګار کړی«د لومړي ځل لپاره، پاکستان په شاخص کې تر ټولو لوړه نمره ترلاسه کړې او هغه هیواد شو چې له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډیر زیانمن شوی دی. دا په ترهګریزو فعالیتونو کې د چټک زیاتوالي وروسته دی، چې په جزوي ډول په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو سره تړاو لري.»
په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان له ګاونډیو سره د اړیکو خرابوالی، د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان ازادۍ پوځ لخوا د بریدونو زیاتوالي سره یوځای، جدي امنیتي ګواښونه رامینځته کړي دي.

راپور زیاته کړې، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبلې کچه له ۲۰۱۳ راهیسې خپلې لوړې کچې ته رسیدلې ده. پاکستان په ۲۰۲۵ کې ۱،۱۳۹ مړینې او ۱،۰۴۵ ترهګریزې پیښې ثبت کړې.

دا د ۲۰۱۳ کال راهیسې د پاکستان تر ټولو مرګونی کال دی. د راپور له مخې، پاکستان یوازینی هیواد دی چې وضعیت یې په ۲۰۲۵ کې خراب شو. تر ټولو ډیر بریدونه په دوو ایالتونو خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
همدارنګه، د لومړي ځل لپاره د شاخص له پیل راهیسې، افغانستان د ترهګرۍ له امله د زیانمنونکو لسو غوره هیوادونو په ډله کې نه و.

په همدې حال کې دغه سازمان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو کمیدل په هیواد کې د سولې یا د تاوتریخوالي پای ته رسیدو معنی نلري.

راپور وايي چې شاخص د حکومتونو لخوا ځپونکي اقدامات یا د دولتي چارواکو لخوا تاوتریخوالی په پام کې نه نیسي؛ له همدې امله، د طالبانو رژیم لخوا ترسره شوي اقدامات په دې ارزونه کې نه شمېرل کیږي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتنه کړې

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۰
ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتنه کړې
100%

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو این – هیبتات) د نوروز په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې په افغانستان کې د سولې، ثبات او ارامتیا پر ټینګښت ټینګار کړی دی.

دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې هیله لري نوی کال د افغانستان د ټولو خلکو لپاره له سولې، روغتیا او ثبات څخه ډک وي.

ملګرو ملتونو په خپل پیغام کې ویلي: «په افغانستان کې تاسو ټولو ته د یو خوشحاله، سالم او له سولې ډک نوی کال غواړو.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم په خپل پیغام کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې پر ټینګښت ټینګار کړی و.

د ازادۍ جبهه: په نوي کال کې د طالبانو د نسکورولو لپاره مبارزه پراخوو

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۰
د ازادۍ جبهه: په نوي کال کې د طالبانو د نسکورولو لپاره مبارزه پراخوو
100%

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې د نوي کال په مناسبت د طالبانو پر ضد د پراخ پاڅون غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه جبهه به په نوي کال کې د طالبانو حکومت نسکورولو لپاره خپلې جګړه‌ییزې او ستراتیژیکې هڅې پراخې کړي.

یادې جبهې د نوروز په مناسبت په خپلې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان دامهال د طالبانو تر واک لاندې له «اختناق، استبداد او پراخو اقتصادي ستونزو» سره مخ دی او خلک له دغه وضعیت څخه ستړي شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالبان له فرهنګي او تاریخي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او پر نوروز جشن محدودیتونه د دغه ډلې «شاته‌تګ او تمدن‌ضد» چلند ښيي. د ازادۍ جبهې په وینا؛ طالبان د زور، تاوتریخوالي او «جنسیتي اپارتاید» له لارې واک ته رسېدلي او اوس هم د خلکو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبان د ښځو د کار، زده‌کړو او ټولنیز رول مخنیوي او د فرهنګي ژوند د محدودولو له لارې افغانستان د یوې بې‌روحه ټولنې پر لور بیایي». نوموړې جبهې ادعا کړې، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د «نړۍوالو تندلارو ډلو په خوندي پناه‌ځای» بدل شوی او دغه وضعیت د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړۍوال تروریزم لپاره امن ځای ګرځېدلی او دغه حالت د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړی دی». په خبرپاڼه کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو ته په اشارې سره ویل شوي، چې دغه پېښې د طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ د اړیکو پایله ده.

د ازادۍ جبهې ټینګار کړی، چې د نړۍوالو له لوري له طالبانو سره تعامل باید پای ته ورسېږي او د سیمې هېوادونه باید د «افراطیت او بې‌ثباتۍ» د مخنیوي لپاره جدي پرېکړې وکړي.

خبرپاڼه په پای کې وایي: «د ازادۍ جبهه په نوي کال کې د طالبانو د حکومت نسکورولو لپاره نوې ستراتیژۍ او عملي پلانونه لري».