• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍوال جام کې درېیم مقام خپل کړ

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبو ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ کال د وزلوبې نړۍوال جام کې روسیې ته د ۶–۰ په ماتې ورکولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د وزلوبې کوکپر نړۍوالو سیالیو کې چې د قزاقستان په کوربه‌توب د نهو هېوادونو ترمنځ ترسره شوې، درېیم مقام خپل کړ.

یادې ادارې ویلي، چې د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي سیالیو کې مجارستان ته ۱۴ پر صفر، مغلستان ته ۷ پر صفر او روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړې او د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله، خو په نیمه پایلوبه کې یې له ازبکستان څخه ۴ پر ۲ ماتې وخوړه او پایلوبې ته له ورتګ څخه پاتې شوه.

خو د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په یادو نړۍوالو سیالیو کې روسیې ته د ۶–۰ په توپیر ماتې ورکړه او درېیم مقام یې خپل کړ.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي د مشر اختریز پیغامونه وېشل شوي

۵

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د نړۍوال جام پای لوبې ته له تګ پاتې شوه

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۱ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې د نړۍوال جام په نیمه پای لوبه کې د ازبکستان په وړاندې ۴-۲ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه او د دغه سیالیو پای لوبې ته له تګ پاتې شوه.

افغان لوبډله د ډله‌ییزو لوبو په پړاو کې د خپل غوره فعالیت او درېیو پرله‌پسې بریاوو سره د خپل ګروپ ترټولو مخکښه لوبډله وه. په بله نیمه پای لوبه کې قزاقستان، روسیې ته د ۶-۴ په توپیر ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار ومونده.
په دې توګه، د دغه سیالۍ پای لوبه به د قزاقستان او ازبکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي. د یادونې ده، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په ډله‌ییز پړاو کې له هنګري، روسیې او منګولیا لوبډلو سره په دویم ګروپ کې همډلې وه او په غوره فعالیت سره یې خپلې درې واړه لوبې په بریا سره پای ته ورسولې.
د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د چین، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شامې وې، چې قزاقستان او ازبکستان ترې نیمه پای لوبې ته ورسېدل.

100%
100%

د ۲۰۲۶کال «کوک‌پر» سیالۍ؛ افغان چاپ‌اندازان د ازبکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې نړۍوالو سیالیو په نیمه پای لوبه کې نن جمعه (د کب ۲۹مه) د ازبکستان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. په بله نیمه پای لوبه کې به د قزاقستان او روسیې لوبډلې سره سیالي وکړي.

افغانستان د دغه سیالیو په ګروپي پړاو کې دویم ګروپ کې له روسیې، هنګري او منګولیا سره همډلی و او د غوره فعالیت سره یې خپلې ټولې درې لوبې وګټلې. افغان لوبډله د ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د خپل ګروپ مخکښې لوبډلې په توګه نیمه پای لوبې ته ورسېده.

افغان چاپ‌اندازانو وکولای شول، پرته له دې چې خپلو مخالفینو ته یو امتیاز هم ورکړي؛ په دغه پړاو کې ۲۶ ځله هدف تر حلالې کړۍ ورسوي. له دې ډلې د روسیې لوبډله هم د ۶ امتیازونو سره دویمه لوبډله شوه، چې نیمه پای لوبې ته یې لار ومونده.

100%

په دغه سیالیو کې ۹ لوبډلو ګډون کړی، چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي؛ لومړی ګروپ پنځه لوبډلې لري او دویم ګروپ بیا څلور لوبډلې لري. د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د ترکیې، قزاقستان، چین، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شاملې دي.
د نیمه پای لوبې مهالوېش:
قزاقستان – روسیه
جمعه (د کب ۲۹مه) ۱۴۰۴، د افغانستان په وخت ۱۰:۳۰ بجې

افغانستان – ازبکستان

جمعه (د کب ۲۹مه) ۱۴۰۴، د افغانستان په وخت ۱۱:۳۰ بجې
د یادونې وړ ده، د ترکیې لوبډله سره له دې چې د پچې اچونې په مراسمو کې یې ګډون لاره؛ د خپل یوه لوبغاړي د ټپي کېدو له امله له دغه سیالیو بهر شوه.

100%

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله روسیې ته په ماتې سره د نړۍوالو سیالیو بل پړاو ته ولاړه

۲۸ کب ۱۴۰۴ - ۱۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د وزلویې ملي لوبډلې روسیې ته په ماتې ورکولو سره په قزاقستان کې د ۲۰۲۶کال د وزلوبې نړۍوالو سیالیو بل پړاو ته لاره وموندله. د دغه سیالیو پر دوام، د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د روسیې لوبډلې ته ۵-۰ په توپیر ماتې ورکړه.

دا په دغه سیالیو کې د افغان لوبغاړو دویمه پرله‌پسې بریا ده. د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې د هنګري لوبډلې ته د ۱۴-۰ په توپیر ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به نن د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو په خپله درېیمه لوبه کې د منګولیا په وړاندې ولوبېږي. افغانستان د دغه سیالیو په دویم ګروپ کې له روسیې، هنګري او منګولیا سره همډلی دی.

په دغه سیالیو کې ۹ لوبډلو ګډون کړی، چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي؛ لومړی ګروپ پنځه لوبډلې لري او دویم ګروپ بیا څلور لوبډلې لري. د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د ترکیې، قزاقستان، چین، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شاملې دي.
دغه سیالۍ سې‌شنبه (د کب ۲۶مه) پیل شوې، چې د وري میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي. دغه سیالۍ د قزاقستان په کوربه‌توب په ترکستان ښار کې ترسره کېږي.

100%

د ۲۰۲۶کال د وزلوبې نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان په لوی توپیر هنګري ته ماتې ورکړه

۲۷ کب ۱۴۰۴ - ۱۸ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ کال د وزلوبې نړۍوال جام په خپلې لومړۍ لوبه کې هنګري لوبډلې ته ۱۴-۰ په توپیر ماتې ورکړه. د یادې لوبې لومړۍ پاڼۍ د افغانستان په ګټه د ۰-۷ په توپیر پای ته ورسېده.

افغانستان د دغه سیالیو په دویم ګروپ کې له روسیې، هنګري او منګولیا سره همډلی دی. په دغه سیالیو کې ۹ لوبډلو ګډون کړی، چې په دوو ګروپونو وېشل شوي دي؛ لومړی ګروپ پنځه لوبډلې لري او دویم ګروپ بیا څلور لوبډلې لري.

د دغه سیالیو په لومړي ګروپ کې د ترکیې، قزاقستان، چین، تاجکستان او ازبکستان لوبډلې شاملې دي. دغه سیالۍ پرون سې‌شنبه (د کب ۲۶مه) پیل شوې، چې د وري میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي. دغه سیالۍ د قزاقستان په کوربه‌توب په ترکستان ښار کې ترسره کېږي.

د سیالیو ګروپ بندي:
لومړی ګروپ: ترکیه، چین، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان
دویم ګروپ: افغانستان، هنګري، روسیه او منګولیا

100%

په دغه سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې جوړښت:
لوبغاړي: عبدالسلام ایماق، سید مقصود شېرپور، نجیب الله کاروان، احمد جاوید نظري، محمد ابراهیم حکیمي، عبدالسمیع عاشوري، محمد الیاس عمرخیل، دادالله احمدي، صدرالحق پهلوان‌زاده، صفت الله پهلوان، محمد افغان او فرید صفري.
روزونکی: ذبیح الله حاجي‌زاده

چارسمبالی: حیات الله نظري

رییس: غلام سرور جلال

100%

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

۲۴ کب ۱۴۰۴ - ۱۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۱۳ GMT+۰

د وزلوبې فدراسیون اعلان وکړ، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله د «کوک پار» په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللې ده. دغه سیالۍ به د یکشنبې په ورځ د کب ۲۴مه تر د وري لومړۍ نېټې د قزاقستان په ترکستان ښار کې د ۹ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون ترسره شي.

په دغه سیالیو کې به د افغانستان، چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو د المپیک او بدني روزنې ادارې مشر احمدالله وثیق هم ویلي و، چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربه‌توب د «کوک پار» په نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

وزلوبه یا کوک پار د منځنۍ اسیا او افغانستان دودیزه لوبه ده، چې په وروستیو کلونو کې یې نړۍوالې سیالۍ هم جوړېږي.