د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.
تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.
د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمهییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».
له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.
سره له دې چې ډېری دغه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له شته ننګونو او همداراز د اړوندو مسوولینو له نه پاملرنې شکایت لري، خو د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ادعا لري، چې یوازې په تېر کال کې یې له ستنو شویو کډوالو سره له خوراکي او غېر خوراکي توکو له مرستو سربېره یې پر یادو ستنو شویو کسانو نږدې ۴ میلیارده افغانۍ مرستې هم وېشلې دي.
دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له وروستیو راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۹۱۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. که د ټرانزیټ ګډوډي او درېیمګړو بازارونو له لاسه ورکول ورسره حساب شي، نو په یوه پراخه ارزونه کې ټولییز زیان له یو نیم میلیارد ډالرو څخه هم اوړي.
د دغه وضعیت پایلې سملاسي په کورني بازار کې څرګندې شوې، چې له امله یې د لومړنیو توکو کمښت او د بیو لوړېدل رامنځته شول؛ تر دې چې د ځینو توکو بیې تر ۳۵ سلنې پورې لوړې شوې.
له پاکستان سره د افغانستان د اقتصادي راکړې ورکړي بندښت وروسته ایران د یوې بدیلې لارې په توګه ډېر ارزښت پیدا کړ. ایران افغانستان ته نږدې ۳،۵ میلیارده ډالرو کلنیو صادراتو په درلودلو سره د بنسټیزو توکو یو له اصلي چمتو کوونکو څخه شمېرل کېده.
پر دې سربېره د ایران ټرانزیټي لارو په ځانګړې ډول د چابهار او بندر عباس له لارو افغانستان ته د منځني ختیځ او تر ټولو مهم د هند بازارونو ته د لاسرسي زمینه براروله؛ هغه بازارونه چې له افغانستان سره یې د کلنۍ سوداګرۍ کچه شاوخوا یو میلیارد ډالره اټکل کېږي.
خو دا لاره هم د جیوپولیټیکو بدلونونو تر اغېز لاندې راغله. د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د نښتو زیاتوالي دا لارې هم له جدي خنډونو سره مخ کړې. په پایله کې افغانستان په عملي توګه نړۍوالو ازادو اوبو ته خپلې دواړه اصلي سوداګریزې لارې له لاسه ورکړې او له یو داسې حالت سره مخ شو، چې هممهاله د نړۍوالو بازارونو پر وړاندې له دواړو لوریو ټکان بلل کېدای شي.
د روان وضعیت لنډمهالې پایلې د توکو د بیو لوړېدل، د عرضي کمښت او د خلکو پر معیشت د فشارونو زیاتوالی و. په اوږدمهال کې به دا حالت د افغانستان پر اقتصاد لا ډېر فشار راوړي او د کورنۍ پانګونې د ودې بهیر به په کلکه اغېزمن کړي.
روان وضعیت ته په کتو، که څه هم په وروستیو کلونو کې له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره د افغانستان سوداګري زیاته شوې، خو دا هېوادونه د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې د پاکستان او ایران ځای نهشي ډکولی.
د هغه په وینا، د کارګو او د الوتکو د چک او تخنیک په برخو کې هم خدمات ښه شوي او زیاتوي: «د کارګو یا هوايي مسیرونو له لارې د بارونو لېږد لپاره خدمات رامنځته شوي دي. د دې ترڅنګ د الوتکو د چک او تخنیک په برخو کې زموږ د کارکوونکو له لوري پر وخت خدمات وړاندې کېږي».
د دغه وزارت په وینا، په تېر ۱۴۰۴ کال کې د سیستمونو د برېښنايي کېدو په برخو کې هم کار شوی او ډېری برخې پر پرمختللو ټېکنالوژیو سمبال شوي دي.
د یاد وزارت ویاند وايي: «په ۱۴۰۴ کال کې موږ د املاکو د ثبت، د عوایدو د مدیریت سیستم، د ځمکني ټرانسپورټ په برخو کې بېلابېل سیستمونه، د بار او مسافرو د انتقال او د هغوی د احصایې د ثبت سیستمونه، د هوايي چلند د احصایې او عوایدو د ثبت سیستم فعال شوي دي».
حنفي د زندان د چارو پر ښهوالي، د لا غوره نظم پر ټينګښت او بنديانو ته د لا زياتو اسانتياوو پر رامنځته کولو له ټينګار سربېره مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې له بنديانو سره نېک چلند وکړي او هڅه وکړي، څو هغوی ته د زدهکړو او د بېلابېلو کسبونو د یادولو زمینه برابره کړي.
هغه همداراز د يو شمېر بنديانو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ هغوی ته توصیه وکړه، چې له خوشې کېدو وروسته د ټولنې د فعالو او ګټورو غړو په توګه خدمت او د زدهکړو او مختلفو کسبونو يادولو هڅه وکړي.