سعودي عربستان د ایران د سفارت پوځي اتشه او څلور نور ډیپلوماتان واېستل

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې د ایران د سفارت پوځي اتشه، د هغه مرستیال او درې نور ډیپلوماتان "نامطلوب کسان" اعلان کړل او ورته یې لارښوونه وکړه، چې په ۲۴ ساعتونو کې له دغه هېواده ووځي.
