ګوترېش: په ټوله نړۍ کې د نوروز نمانځنه د ګډو انساني ارزښتونو پیغام لري

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، په داسې حال کې چې مېلیونونه خلک په ټوله نړۍ کې نوروز نمانځي؛ دغه جشن دې د ټولو خلکو لپاره د سولې، روغتیا او سوکالۍ پیغام ورسوي.
د ملګرو ملتونو پر اېکس پاڼه د نوموړي په حواله راغلي: «راځئ د ټولو هېوادونو او کلتورونو سره په ګډه داسې نړۍ جوړه کړو، چې د ټولو خلکو لپاره سولهییزه، پایداره او ټولګډونه وي». نوموړي زیاته کړې: «هیله ده، چې دغه نوروز خوشحالي، روغتیا، سوکالي او سوله راولي».
