د اسراییل په عاراد او دیمونا ښارونو کې د ایران په توغندیزو بریدونو کې ۱۰۰ کسان ټپیان شوي

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پر عاراد او دیمونا ښارونو د ایران په توغندیزو بریدونو کې د یادو ښارونو ډېره برخه زیانمنه شوې او ۱۰۰ تنه اسراییلیان ټپیان شوي دي.
یاد وزارت پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په ټپي شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول ملکي وګړي دي.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د ایران یاد بریدونه «څرګند جنګي جنایت» بللی دی.
