• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوبو نړۍواله ورځ؛ یونسکو د اوبو سرچینو مدیریت کې د ښځو د مساوي ګډون غوښتنه کړې

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وايي، چې په ټوله نړۍ کې ښځې او نجونې ترټولو ډېر د خپلو کورنیو او ټولنو لپاره د اوبو په برابرولو کې کلیدي رول لوبوي؛ په‌داسې حال کې چې د اوبو د سرچینو د مدیریت او مشرتابه په کچه یې ونډه خورا کمه ده.

د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت یونسکو ټینګار وکړ: «موږ د اوبو سرچینو په مدیریت کې د ښځو د مساوي ګډون غوښتنه کوو؛ ترڅو داسې پراخه حل لاره ترلاسه کړو، چې د ټولو په ګټه وي». دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، چې اوبه د ژوند لپاره اړینې دي.

د مارچ ۲۲مه د ملګرو ملتونو له‌خوا د اوبو د نړۍوالې ورځې په توګه نومول شوې ده. د یادې ورځې د نمانځنې موخه د اوبو د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي لوړول او په نړۍ کې د اوبو سرچینو دوامداره مدیریت ملاتړ کول دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د شمېرو له مخې؛ د افغانستان د نفوس نږدې درېیمه برخه د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌لري.
د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د اوبو او حفظ الصحې زېربنا تقریبا نه‌شته، د اوبو پورې اړوند ورځني کارونه لکه د جامو مېنځل، پخلی، د ماشومانو لامبول او د څښاک اوبو چمتو کول ټول د ښځو مسوولیت دی.
سره له دې چې طالب چارواکي ادعا کوي، چې په کلیو کې اوبو ته لاسرسی ښه شوی؛ خو راپورونه بیا یو اوږدمهاله ناورین په ګوته کوي. کارپوهان په دې باور دي، چې د دغه وضعیت دوام د ښځو فزیکي او رواني روغتیا ګواښي او د فقر او جنسیتي نابرابرۍ شدت زیاتوي.
په داسې حال کې چې افغان مېرمنې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، د اوبو ناورین نه یوازې د دوی ورځنی ژوند ګډوډ کړی؛ بلکې دوی یې له روغتیايي ناورین سره هم مخ کړې دي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۴

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۵
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوې

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۰
طالبان: په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوې
100%

د طالبانو تر واک لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې ویاند حافظ محمدیوسف حماد وايي، یادې ادارې په ۱۴۰۴کال کې پر شاوخوا ۵۰۰زره اړمنو کسانو د یو مېلیارډ او ۵۱۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشلې دي.

هغه وایي، په دغه موده کې یې د همکارو بنسټونو په ملاتړ ۶۴،۴۴ کیلو متره ځمکه له ناچاوده توکو پاکه کړې چې په ټولیز ډول یې ۷زره او ۵۲۲ ماینونه او ناچاوده توکي کشف او شنډ کړي دي.

د هغه په وینا؛ تر دوه مېلیونه ډېرو کسانو ته یې د ماینونو او ناچاوده توکو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، چې په یاده موده کې د ملاهبت الله د حکم له مخې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په وېش بازار کې د اورلګېدنې له امله زیانمنو سوداګرو ته ۲۰۰مېلیونه افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې په تېرکال کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره څلور لنډمهاله پنډغالي هم جوړ شوي دي.

معصوم ستانکزی: د نیمایي نفوس پر مخ د تعلیم دروازې تړل د منلو نه‌دي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۵۲ GMT+۰
معصوم ستانکزی: د نیمایي نفوس پر مخ د تعلیم دروازې تړل د منلو نه‌دي
100%

د جمهوریت پرمهال د افغانستان د ملي امنیت رییس محمدمعصوم ستانکزي ویلي، هېڅ سالم عقل او د اسلامي امت اجماع دا نه مني ښځې چې د هېواد نیمایي نفوس جوړوي؛ پرمخ یې د زده‌کړو دروازې تړلې پاتې شي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د نوي کال او پسرلي په مناسبت په یوه پیغام کې لیکلي، چې هېوادونه د علم او زده‌کړې له لارې پرمختګ کوي او د همدې پربنسټ د خپل حاکمیت او عقیدې دفاع کوي.

هغه ټینګار کړی: «سلیم عقل او د اسلامي امت اجماع اجازه نه‌ورکوي، چې د هېواد نیمایي نفوس پرمخ د تعلیم دروازې تړلې پاتې شي». ستانکزي دارنګه د اطاعت په اړه د ملاهبت الله وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، اطاعت هغه وخت واجب دی چې مشرتابه د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له هغوی سره مشوره وکړي.

د هغه دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره لاهم د ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیزونه دوام لري.

د ښځو فریاد غورځنګ: نوی تعلیمي کال د «نړۍوال وجدان» لپاره برخلیک ټاکونکې مسله ده

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۰
د ښځو فریاد غورځنګ: نوی تعلیمي کال د «نړۍوال وجدان» لپاره برخلیک ټاکونکې مسله ده
100%

«د ښځو فریاد غورځنګ» په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال پیلېدل یو عادي پیل نه‌، بلکې د «نړۍوال وجدان» لپاره یوه برخلیک ټاکونکې مسله اعلان کړې ده. دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، له زده‌کړو د افغان ښځو او نجونو محرومول د بشري حقونو ښکار نقض او د «بشریت د راتلونکې» پر وړاندې «جنایت» دی.

په داسې حال کې چې په روانه اوونۍ کې به په افغانستان کې تعلیمي کال په رسمي ډول پيل شي، خو په دې کال کې به د هغو نجونو زده‌کوونکو په شمېر کې ډېروالی راشي چې له زده‌کړو بې برخې کېږي.

د ښځو یاد غورځنګ د شنبې په ورځ (د وري لومړۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له نړۍوالې ټولنې او همداراز د بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو غوښتي: «چوپتیا ماته کړئ او په دې برخه کې ښکاره او غوڅ دریځ غوره کړئ، پر عاملینو یې واقعي او اغېزناک فشارونه اعمال کړئ او له قید و شرط پرته ټولو ته د زده‌کړو ته لاسرسی تضمین کړئ».

د یادونې وړ ده، چې طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړې هم بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې برخې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په سوډان کې پر روغتون برید کې ۶۴ کسان وژل شوي دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰
د روغتیا نړۍوال سازمان: په سوډان کې پر روغتون برید کې ۶۴ کسان وژل شوي دي
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د سوډان په ختیځ دارفور کې پر یوه روغتون په خونړي برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او د روغتون ټول تاسیسات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس تېدروس ادهانوم ګېبریسوس د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په سوډان کې پر یوه ملکي روغتون برید کې د ماشومانو، ناروغانو او طبي کارکوونکو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې یاد برید د جمعې په ورځ د ارفور پر «الضعین» تدریسي روغتون ترسره شوی او د روغتون تاسیسات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي.

د نړۍوال روغتیا سازمان عمومي رییس دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې پر یاد روغتون تر برید وروسته په ښار کې د اړینو طبي خدماتو د بشپړ درېدلي دي.نوموړي یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي باید خوندي وساتل شي.

طالبان: په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۳ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰
طالبان: په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۳ میلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.

تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.

د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمه‌ییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».

له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.

سره له دې چې ډېری دغه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې له شته ننګونو او همداراز د اړوندو مسوولینو له نه پاملرنې شکایت لري، خو د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ادعا لري، چې یوازې په تېر کال کې یې له ستنو شویو کډوالو سره له خوراکي او غېر خوراکي توکو له مرستو سربېره یې پر یادو ستنو شویو کسانو نږدې ۴ میلیارده افغانۍ مرستې هم وېشلې دي.

په داسې حال کې چې یوازې په تېر هجري- لمریز کال کې څه باندې ۳ اعشاره ۱ میلیون افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او ډېری یې په افغانستان کې د اوسېدو لپاره سرپناه نه‌لري، خو طالبان بیا وايي، پر نږدې ۷ زره راستنو شویو افغانانو یې د استوګنې نمرې وېشلې دي.

د چارو د شنونکو په باور، په تېر کال کې څه باندې ۳ اعشایه ۱ میلیونه راستنو شویو کسانو ته یوازې د ۷ زره نمرو وېشنه په نشت کې حساب ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي: «د دایمي استوګنې کمېټې تر اوسه پورې په ۱۱ ولایتونو کې ۶۹۹۳ د استوګنې نمرې راستنو شویو مهاجرو کورنیو باندې وېشلې دي.

د یادونې وړ ده، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري او ډېره ناوړه چلند سره د افغانانو د اېستنې بهیر دوام لري.