• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې له رغول شوي «بایکونور» فضايي مرکز څخه یوځل بیا توغندی وتوغاوه

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۰

روسیې اعلان کړی چې له «بایکونور فضایي مرکز» څخه یې یو توغندی فضا ته واستاوه او په دې توګه یې نړیوال فضایي تمځي ته د تګ وړتیا بېرته ومونده. دا لومړی ځل دی چې دغه مرکز دتېر کال له زیانمنېدو وروسته بیا کار ته چمتو کیږي.

د رویټرز د راپور له مخې، یو باروړونکی توغندی چې اکمالاتي بېړۍ یې لېږدوله، په بریالیتوب سره فضا ته وتوغول شو او ټاکل شوې چې څو ورځې وروسته له نړیوال فضایي تمځي سره ونښلي. دغه فضايي بېړۍ خوراکي توکي، سون توکي او نور اړین وسایل له ځان سره لېږدوي.

دغه توغندویي مرکز تېر کال د یوې پېښې له امله سخت زیانمن شوی و.

هغه مهال یو بل توغندي چې درې ستورمزلي یې لېږدول، د توغېدو پر مهال ستونزه رامنځته کړه.

که څه هم عمله خوندي پاتې شوه، خو د توغولو ځای له کاره ولوېد او روسیه یې د څو میاشتو لپاره له مهمو فضایي امکاناتو بې برخې کړه.

کارپوهان وایي چې د دې مرکز بېرته فعالېدل د روسیې لپاره مهم پرمختګ دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۳
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۴

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د ایران توغندیو په اسراییل کې لږ تر لږه اته ودانۍ زیانمنې کړې دي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د اسراییل په جنوبي سیمو کې د یکشنبې سهار خلکو د پراخې ویجاړۍ په حال کې سترګې پرانیستې. د ایران توغول شوي توغندي له دفاعي سیستمونو تېر شول او خپلو هدفونو ته ورسېدل. دغه بریدونه د روانې جګړې له تر ټولو سختو پېښو ګڼل کېږي.

د راپورونو له مخې، په اراد ښار کې یو توغندی پر یوه څو پوړیزه استوګنیزه ودانۍ ولګېد، چې له امله یې د ودانۍ ځینې پوړونه په بشپړه توګه ویجاړ شول. د پېښې له ځایه ترلاسه شوي انځورونه ښيي چې اور د ودانۍ پورته پوړونه نیولي وو او د ژغورنې ډلې د ژوندي پاتې کسانو په لټون پسې پوړ په پوړ ګرځېدې.

چارواکي وایي چې لږ تر لږه اته ودانۍ زیانمنې شوې دي او د چاودنې له امله یوه لویه کنده هم رامنځته شوې ده. په همدې ښار کې ۳۱ کسان، چې ۱۸ یې ماشومان دي، روغتون ته لېږدول شوي او لږ تر لږه ۹ یې جدي ټپیان دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې دا «یوه معجزه» ده چې په دغه برید کې څوک نه دي وژل شوي. هغه ټینګار کړی چې که خلک پر وخت خوندي ځایونو ته تللي وای، نو ټپيان به هم نه وو.

نوموړی ګواښ کړی، چې د ایران د سپاه پاسداران او نورو ادارو مشران به په نښه کړي.

بل ښار دیموناهم د توغندیز برید هدف ګرځېدلی، چې هلته پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي ایران د یکشنبې بریدونو کې بالسټیک توغندي کارولي

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د اسراییل د جنوبي ښارونو اوسیدونکي وروسته له دې چې د هوايي دفاع سیسټمونو د ایران د توغندیو مخه ونه نیولای شوای، د له پراخو زیانونو سره مخ شول. په دې برید کې ګڼ شمېر ملکیان ټپیان شول، او دا د جګړې له پیل نه تر دې دمه په اسراییلي خاوره کې سخت برید ګڼل کیږي.

د اسراییل پوځ وايي ایران د یکشنبې بریدونو کې بالسټیک توغندي کارولي

په اراد کې، ۳۱ کسان په بریدونو کې ټپیان شوي.

رویټرز ته تصدیق شوې ویډیو ښيي چې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د اسراییل د پوځ ویاندشوشاني وویل چې دواړه بریدونه د معمول بالستیکي توغندیو په واسطه ترسره شوي دي.

زېلېنسکي: د روسیې د بریدونو دوام د نړۍوالو بندیزونو د کمزوري تطبیق پایله ده

۲ وری ۱۴۰۵ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې روسیې شاوخوا ۱۵۵۰ بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې، ۱۲۶۰ لارښود شوي بمونه او دوه توغندي پر اوکراین توغولي او په ورته وخت کې یې د بندیزونو کمېدو له امله د جګړې مالي سرچینې د خامو تېلو د پلور له لارې لاپسې پیاوړې کړې دي.

زېلېنسکي ټینګار کړی، د روسیې د اقتصادي فشارونو دوام اړین دی او هغه ټانکرونه چې د جګړې بودجه جوړوي؛ باید د اروپايي او نورو اوبو له لارې بند او مخنیوی یې وشي.

ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس پاڼه څرګنده کړې، چې د روسیې د بریدونو دوام د دغه هېواد د مالي سرچینو د خونديتوب او د بندیزونو د اغېزمنتیا د کمښت پایله ده.

زېلېنسکي د روسیې د سیوري بېړۍ یادونه کړې، چې په اروپايي اوبو کې هم ځان خوندي احساس نه‌کړي. هغه ټینګار وکړ، هغه ټانکرونه چې د روسیې د جګړې مالي بودجه برابروي؛ باید ودرول شي او اجازه ورنه کړل شي چې په ازاده توګه تګ‌راتګ وکړي.

د اوکراین ولسمشر په دغه یادښت کې له هغو مشرانو مننه کړې، چې د جګړې د مالي تمویل مخنیوي لپاره پرېکړې کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په سوډان کې پر روغتون برید کې ۶۴ کسان وژل شوي دي

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د سوډان په ختیځ دارفور کې پر یوه روغتون په خونړي برید کې لږ تر لږه ۶۴ کسان وژل شوي او د روغتون ټول تاسیسات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي رییس تېدروس ادهانوم ګېبریسوس د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په سوډان کې پر یوه ملکي روغتون برید کې د ماشومانو، ناروغانو او طبي کارکوونکو په ګډون ۶۴ کسان وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، چې یاد برید د جمعې په ورځ د ارفور پر «الضعین» تدریسي روغتون ترسره شوی او د روغتون تاسیسات په بشپړ ډول له‌منځه وړل شوي دي.

د نړۍوال روغتیا سازمان عمومي رییس دا برید غندلی او ویلي یې دي، چې پر یاد روغتون تر برید وروسته په ښار کې د اړینو طبي خدماتو د بشپړ درېدلي دي.نوموړي یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې په جګړو کې روغتونونه او طبي کارکوونکي باید خوندي وساتل شي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره: موږ لا هم د ایران پر وړاندې د دفاعي اقداماتو ملاتړ کوو

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۰

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوت کوپر اعلان وکړ، چې لندن لا هم د ایران پر وړاندې د دفاعي اقداماتو ملاتړ کوي، خو ټینګار یې وکړ چې برېتانیا په دې جګړه کې ښکېله نه‌ده.

د سکای‌نیوز د راپور له‌مخې، کوپر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا برېتانیا به دې جګړې ته ننوځي، وویل: «موږ به د ایران د غېرمسوولانه ګواښونو پر وړاندې دفاعي ملاتړ ته دوام ورکړو، خو په یرغلیزو اقداماتو کې نه ښکېل یو او نه به هم ښکېل شو او هیله لرو چې ژر تر ژره د دې وضعیت لپاره حل لاره وموندل شي».

هغې ټینګار وکړ، چې برېتانیا به په یوې پراخې جګړه کې ښکېله نه‌شي او زیاته یې کړه: «موږ باور لرو چې باید ژر تر ژره داسې حل‌لاره وموندل شي چې د برېتانیا له ملي ګټو سره برابره وي او هم د سیمې د ثبات ملاتړ وکړي».

کوپر یو ځل بیا په سیمه کې د اسلامي جمهوریت پر بریدونو او پر نړۍوالو سمندري لارو د هغه پر بریدونو نیوکه وکړه.