د طالبانو یوه چارواکي، چې د امنیتي ستونزو له امله خپل نوم په ډاګه کول نه غواړي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته په داسې لارو چارو کار شوی چې د بېلابېلو پخوانیو بهرنیو موسسو او هېوادونو د امنیتي ادارو مشاورین وګومارل شي او بهرنۍ مرستې جذب شي».
د بهرنیو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، د ملاهبت الله پر ټولبښنې پنځه کاله تیریږي، خو ګڼ کورني کدرونه له هېواده وتلي او یا په کوردننه وزګار دي او د پخوانیو سرتېرو نیونې او وژنې لاهم نه دي درېدلې.
هغه زیاته کړې چې تاریخي به دا دوره د ظلم او جفا په توګه یادوي، خو باور لري چې «هره تیاره پای لري او افغانان به د زدهکړې او فکري آزادۍ مبارزه تر بریا پورې جاري ساتي».
فضلي همدارنګه ټینګار کړی چې بریا د پوهنې او ازاد فکر په نصیب کې ده او افغان ټولنه باید د زدهکړې لپاره خپل مبارزاتي هڅې جاري وساتي.
طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې دغې ډلې له سوېل او سوېل لوېدیځو ولایتونو څخه کندهار ته د خپلو زرګونه جنګیالیو لېږد پیل کړی دی. د معلوماتو لهمخې، د دغو ځواکونو یوه برخه لا دمخه د کندهار قول اردو ته رسېدلې ده.
لږ تر لږه درېیو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو له هرات، فراه، نیمروز او ارزګان ولایتونو څخه طالب جنګیالي ورغوښتي او په کندهار کې یې ځای پر ځای کړي دي.
دغو طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په کندهار کې د سوېل او سوېل لوېدیځو ولایتونو طالب جنګیالیو د ځای پر ځای کولو پرېکړه له اختر څخه وړاندې پر کندهار د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته شوې وه.
سرچینو ویلي، چې له هرات، فراه، نمیروز او ارزګان ولایتونو یو شمېر طالبان کندهار ته رسېدلي او د کندهار په قول اردو کې ځای پر ځای شوي او یو شمېر نور به تر راتلونکو څو ورځو پورې کندهار ته ورسېږي.