د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال د وري څخه تر کب میاشت پورې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو له لارې د رېل پټلۍ په وسیله ۵میلیونه او ۳۸۷زره ټنه انتقالات شوي دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې په تېر هجري لمریز کال کې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو څخه د رېل پټلۍ له لارې ۵میلیونه او ۳۸۷ زره ټنه انتقالات شوي دي.
محمد اشرف حقشناس زیاته کړې: «د حیرتان بندر، اقینه، تورغنډۍ او خواف ـ هرات بندرونو له لارې په ټوله کې ۵میلیونه او ۳۸۸ زره او ۵۴۹ میلیون میټرک ټنه انتقالات شوي دي».
نوموړي ویلي، چې په دغه انتقالاتو کې نفتي مواد، غېرنفتي او نور توکي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته صادر شوي او همدارنګه له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، هڅه کوي چې د رېل پټلۍ له لارې سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې ښه زمینه برابره کړي، څو له نړۍوالو بازارونو سره د افغانستان سوداګري پراخه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلي ده او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان تکیه تر ډېره د مرکزي اسیا پر هېوادونو ده.
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، له متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو جوړول د امریکایي وګړو د زنداني کولو له لارې ممکن نه دي، خو که طالبان د ایران د رژیم په راپرځولو کې له امریکا سره همکاري وکړي، ښايي دا یوه غوره لاره وي.
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، که طالبان له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي وي، نو د امریکایي وګړو له برمته کولو دې لاس واخلي او باید له نورو لارو چارو کار واخلي.
جان بولټن زیاته کړه: «زه فکر کوم چې په ټوله نړۍ کې امریکايي وګړي د امتیاز ترلاسه کولو په موخه برمته او بندیان کېږي. ښايي تر اوسه طالبانو ته کوم امتیاز نه وي ورکړل شوی، خو که د امریکايي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې کومې ډلې ته امتیاز ورکړل شي، نو دا کار به په ټوله نړۍ کې د امریکايانو ژوند له خطر سره مخ کړي».
نوموړي ویلي، که طالبان غواړي چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري نو په بند کې د امریکايي وګړو د ساتلو پر ځای دې له امریکا سره د ایران د رژیم په راپرځولو کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «د طالبانو لهخوا د امریکايي وګړو بندي کول له امریکا سره د ښو اړیکو لپاره ښه تاکتیک نه دی، خو که طالبان پر خامنهيي فشار راوړي، نو دا به له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو یو ښه فرصت وي».
نوموړي ویلي، که طالبان غواړي چې له واشنګټن څخه مرستې ترلاسه کړې، نو باید خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې طالبانو تېره ورځ د ډنس کویل په نوم یو امریکايي وګړی خوشې کړ، خو محمودشاه حبیبي او یو بل امریکايي وګړی لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.