• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا دوه زره کانتینر لا هم بند پاتې دي

فضل عزیز
فضل عزیز

افغانستان انټرنشنل- پښتو، کراچۍ

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشران وايي، د کراچۍ په بندر کې د پرتو کانټينرو برخليک لا هم ناڅرګند دی. د دواړو هيوادونو سوداګر وايي، هڅې یې روانې دي، چې د دغو کانټينرونو انتقال ته حل لاره را وباسي. بشپړ معلومات له کراچۍ نه د فضل عزیز په رپوټ کې:

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډې خونې شريک مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د کراچۍ په بندر کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې کانټينرې پرتې دي چې هيڅ برخليک یې نه معلوم نه دی.

الکوزي وویل، « له ۹۰۰۰ نه نيولې تر ۱۰۰۰۰ کانټيره پورې چې زموږ په کراچۍ کې ودرېدل او اکثره پکې خوراکي مواد وو، دوایانې او فابريکو خام مواد وو، په هغې باندې ډېمبرج او ډېټنشن راغی، په هر کانټينر باندې موږ ۱۰۰۰۰ډالره ډېمرج او ډيټنشن (اضافي او د ځنډ فیس) ورکړو».

هغه زیاته کړه، «په دغو کانټينرو کې شاوخوا شل فيصده اوس ولاړ دي، دا هغه دي چې سرحد ته راغلي وو يا په لار وو، بيرته ستانه شول. په دغو شل فيصدو کې اووه فيصده هغه اوس پاتې دي چې د هغو قیمت ۱۵ يا ۲۰۰۰۰ډالرو په کچه دی، او جرايم پرې ۲۵۰۰۰ يا ۳۰۰۰۰ راغلي دي، نو هغه اوس تجاران نه اخلي هغه پاتې کيږي له منځه ځي، پاکستان پوه شه او هغه پوه شه».

خان جان الکوزی وايي، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي.
100%
خان جان الکوزی وايي، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي.

نوموړي وويل، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي. الکوزی وايي،« لس فيصده یې د چابهار او بندرعباس له لارې افغانستان ته راغلي دي، خو په جبل علي کې چې کومې پاتې دي عربان یې د لېږلو اجازه نه ورکوي چې راشي بندر عباس ته، نو په هغې هم جريمه راځي او د هغې سرنوشت هم نه دی معلوم».

د يادې ګډې سوداګرۍ خونې پاکستانۍ سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته تاييد کړې، چې په کراچۍ بندر کې دا وخت د افغانستان کانټينرې بندې پاتې دي.

د سرچينې په وينا، دغه کانټينرې په درېو ټرمينلونو کې موجودې وې چې د جنورۍ تر مياشتې پورې یې شمېر خواوشا ۸۰۰۰ و، چې زیاتې پکې بيرته تللي دي او کمې پاتې دي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري هم افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې چې د کراچۍ په بندر کې خواوشا دوه زرو پورې کانټینرې پاتې دي.

د کراچۍ په بندر کې د کانټينرو سوځېدل

د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ په بندر کې د اور لګېدو له امله په نړيوال ټرمينل کې نزدې ۲۸ کانټينرې سوځېدلې وې.

د بندر سرچينو افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې، چې په دغو کانټينرو کې ۲۳ د افغانستان وې.

د افغان سوداګرو په وينا په دې برخه کې ورته هم تاوان اوښتی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتې لارې د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت وتړل شوې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ځای په ځای نښتې وشوې.

له هغې راهیسې تراوسه پورې د دواړو هيوادونو ترمنځ پر کرښه د تګ راتګ او تجارت ټولې لارې په بشپړ ډول تړلې پرتې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت لارې له دې وړاندې هم وخت په وخت تړل شوي خو اوسنی بنديز په تېره نږدې موده کې تر ټولو اوږد بنديز دی.

د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ په بندر کې د اور لګېدو له امله په نړيوال ټرمينل کې نزدې ۲۸ کانټينرې سوځېدلې وې.
100%
د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ په بندر کې د اور لګېدو له امله په نړيوال ټرمينل کې نزدې ۲۸ کانټينرې سوځېدلې وې.

د تجارتي لارو تړل کېدو دوه اړخیز زیان اړولی

د خانجان الکوزي په وینا، د لارو او سوداګرۍ تړل کېدو دواړو خواوو ته سخت زيانونه اړولي دي.

هغه وویل، «پاکستان زموږ (افغانستان) سره د کال تقريباً څه کمد دوه ميلیارده ډالرهپه ارزښت واردات درلودل او موږ اته ميليونه ډالره صادرات درلودل، نو د پاکستان له طرفه د مياشتې ۲۰۰ ميليونه ډالره واردات وو، چې هغه کاملاً درېدلي او د پاکستان سکتور خصوصي ته د مياشتې په سر دغه تاوان کيږي».

په پاکستان کې تجاران وايي، افغانستان ته به یې سبزيانې، مېوې، سيمنټ او نور توکي لېږل او د افغانستان له لارې به یې د منځنۍ اسيايي هيوادونو سره تجارت کاوه، خو د لارو له امله هر څه په ټپه ولاړ دي او په غټه کچه له تاوان سره مخ شوي دي.

د لارو پرانيستو پر سر خبرې

په افغانستان کې طالبان او پاکستان دواړو د لارو د تړل کېدو په تړاو خپل شرطونه وړاندې کړي دي.

طالبان د لارو پرانېستلو لپاره تضکین غواړي چې بیا به په مختلفو پلمو نه تړل کیږي، او پاکستان د لارو پرانېستل د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو خلاف د طالبانو په اقداماتو پورې مشروط کړي دي.

د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.
100%
د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.

د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.

دوی له خپلو وړاندينیو حکومتونو سره په دې تړاو لیدنې هم کړي خو د هغې باوجود چې کله هم د دواړو هيوادونو ترمنځ ستونزې جوړې شوې، په پایله کې یې دوه اړخيزه تجارت درېدلی دی.

خانجان الکوزی وايي، د طالبانو نه یې جدي غوښته کړې چې د بندو کانټينرو د راخلاصولو په لړ کې هڅې وکړي.

په پاکستان کې تجاران وايي، له حکومت نه د تجارت او سياست جلا کولو غوښتنې کوي، خو دغه موضوع لا هم له سیاست سره تړلې پاتې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

کرزی: له زده کړو د نجونو محرومیدل او د ښځو پر کار بندیز ولس لا ناتوانه کوي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي ښوونیز کال د پیل هرکلی کړی او د ښوونځي زنګ یې د نویو هیلو د غوړیدو غږ بللی. کرزي پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او دغه راز ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالیت زمینه برابره شي.

کرزي د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دی د هیواد د بچیانو، نجونو او هلکانو زده‌کړه، د هیواد د پرمختګ، پیاوړتیا ، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي ګڼي.

حامد کرزي ټینګار کړی چې له زده کړو د نجونو محرومیدل او د ښځو پر کار بندیز ولس ورځ تر بلې له لا ډیرې ناتوانۍ او ضعف سره مخامخوي او ددغه حالت دوام به د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان پېښ کړي.

کرزي په غیر مستقیم ډول یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي.

پخواني ولسمشر د نوي ښوونیز کال مبارکي ویلې او له ټولو زده‌کوونکو یې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې زده‌کړه وکړي او ځانونه عالي علمي پوړیو ته ورسوي.

طالبانو په پنځو ولایتونو کې د «غلا، قاچاق او قتل» په تور ۲۲ کسان نیولي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال لسګونه کسان د «غلا، قاچاق او قتل» په تور نیولي دي او زرګونه نشه‌يي ټابلیټونه یې هم کشف او ضبط کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په هرات ولایت کې ۷ کسه د «غلا» او یو کس د «قتل» په تور نیولی دی. دغه وزارت ویلي، چې د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په بازار کې یې بیا ۴ کسه له جعلي پیسو سره او په خوست ولایت کې ۲ تنه د «غلا» په تړاو نیولي دي.

دغه وزارت زیاتوي، ځواکونو یې په پروان او جوزجان ولایتونو کې دوه غلا شوي موټرونه هم موندلي او بېرته یې خپلو مالکانو ته سپارلي چې په دې تړاو دوه کسه نیول شوي هم دي.

بل‌خوا په کابل کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې پولیسو د ښار د څلورمې ناحیې اړوند یو کس د نشه‌يي توکو د «قاچاق او خرڅلاو» په تړاو له ۱۵زره نشه‌يي ټابلیټونو سره نیولی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل په نهمې امنیتي حوزه کې یې د وسله‌والو غلو یو پنځه کسیز بانډ نیولی چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې له کورونو وسله‌والې غلاوې کولې. د یادو عملیاتو پرمهال له دغې ډلې څخه دوه میله کلاشنکوفونه او شاوخوا ۸۰زره ډالر هم ترلاسه شوي دي.

طالبان وایي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو پلټنو لړۍ روانه ده.

له کړاوه ډک ژوند؛ پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له ځورولو په تنګ دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۰

د بلوچستان په کویټې ښار کې افغان کډوال وايي، چې د پولیسو له ځورولو او ناوړه چلند نه نور په تنګ دي، ژوند یې تریخ شوی او اوس یوازې افغانستان ته د تګ لپاره د موټرو د کرایې پيدا کولو په تمه دي.

په کویټه کې یوشمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د ښار په سړکونو او کوڅو کې د پولیسو د پرله‌پسې ځورونې څخه ستړي شوي. افغان کډوال محمد اشرف وايي: «موږ سره ډېر ناوړه چلند کېږي. موږ نه‌شو کولی چې کار ته ولاړ شو، د ښار په هره کوڅه کې راته پولیس ولاړ وي او ان ماشومان هم نیسي او بیا یې په پیسو خوشې کوي».

د اشرف په خبره؛ د دغه ستونزو له کبله افغانستان ته د تګ لپاره چمتو دی. هغه زیاته کړه: «اوس دلته ژوند ډېر تریخ دی نور نه غواړو، چې دلته ژوند وکړو. اوس یوازې دې ته په تمه یو، چې د ګاډي کرایه وموندو؛ ځکه د ګاډو کرایې هم ډېرې لوړې دي او وس یې نه‌لرو».

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر نصرالله خان زیري بیا په دې اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي، چې «له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او ظلم د پښتنو پر وړاندې د پاکستان ریاست پرېکړه او د افغان سره دوښمني ده».

هغه زیاته کړه: «۴۷ کاله پخوا ریاست دغه کډوال راوستل او دوی ته یې د مجاهد نوم ورکړ او افغانستان يې پرې ویجاړ کړ؛ خو اوس هغه نسل مړ دی دلته چې کوم افغان کډوال استوګن دي هغه دلته زېږېدلي. د پاکستان د ۱۹۵۱ قانون یوه ماده د پاکستان د تابعیت په اړه روښانه دا وايي، کوم ماشوم چې په پاکستان کې زېږېدلی وي؛ هغه د پاکستان اوسېدونکی ګڼل کېږي».

د نوموړي په خبره؛ ریاست له خپل قانونه سرغړونه کوي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان له نړۍ نه د افغان کډوالو په نوم پيسې واخيستې او خپله دفاع يې پرې پیاوړې کړه.

بل خوا بیا د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي و: «د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د ریاست پرېکړه ده او کډوال به په عزت سره بېرته خپل هېواد ته ولېږدول شي».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له پیل سره سم د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په دوامداره توګه پیل شوې.

ملګري ملتونه: د افغانستان په ښاري سیمو کې جنسیتي نابرابري مخ په زیاتېدو ده

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) تازه راپور ښيي، چې د بې‌ځایه شویو کسانو، اقتصادي کړکېچ او د طالبانو د محدودیتونو له امله د افغانستان په ښاري او نورو استوګنیزو سیمو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسیتي نابرابري د تېرو څو کلونو پرتله لاپراخه شوې ده.

په راپور کې راغلي، د افغانستان چټک ښاري کېدل چې د داخلي بې‌ځایه شویو، جبري ستنېدنې او اقتصادي کړکېچ له امله پراخ شوی؛ په ښاري او نورو استوګنیزو سیمو کې یې د ښځو پر وړاندې شته نابرابرۍ لاپسې پراخې کړې دي.

د یادې ادارې د ټولنیزې سروې له مخې؛ ښاري چاپېریال د ښځو د ځواکمنتیا او خوندیتوب ملاتړ پر ځای د جنسیتي توپیرونو د پراختیا لامل ګرځي. د راپور له مخې؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب، کرامت او ځواکمنتیا ټولې دودیزې لارې له‌منځه تللې دي چې له امله یې ښځې او نجونې له زده‌کړو، په عامه ځایونو کې تګ‌راتګ، دندې، عامه ګډون او ځینو نورو ټولنیزو چارو بې‌برخې شوې دي.

په دغه راپور کې یادې ادارې د هرات، جلال‌اباد، کابل، کندهار او ننګرهار ښارونو د ۲۰۲۳–۲۰۲۵ کلونو ټولنیزو پروژو د معلوماتو پر بنسټ د ښاري سیمو په لسو مهمو برخو کې د ښځو او نجونو د نابرابرۍ د پراختیا وضاحت ورکړی دی.

ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو ویلي، دایمي اوربند به نه یوازې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د سیمې ټیکاو ته به هم وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو دفتر د خپلو څېړونکو په ګډون د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، پروفیسور بن ساول، جې. کاټر، پاولا ګاویریا او موریس ټېډبال بېنز سره په ګډه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې روانه شخړه یوازې د اوربند او د شخړو د اصلي ریښو په حل کولو سره کنټرول کېدای شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستان نه د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز» برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.